دیني، سیرت او تاریخ

ړوند تعصب

عبدالجبار مطمئن

تعصّب يوه عربي کلمه ده چې قاموسونو يې تعبير دا ډول ليکلي دي (( عدم قبول الحقّ عند ظهور الدليل بناء علي مَيل الي جانب آخر)) بل اړخ ته د ميلان په خاطر د ښکاره دليل په وړاندي د حق نه منل. خو په دوديزه توګه تعصب دي ته وايې چې کوم څوک په خپل هغه دريځ باندي چې له کوم لوري ورته حاصل شوي وي او يا په ميـراثي توګه ورته رسيدلی وي، دومره ټينګ ودريږي چې په وړاندي يې هيڅ ډول عقلي بحث ته غاړه نه کښېږدي او قناعت لوري ته سترګه نه اړوي او د خپل دريځ په وړاندي د بل هر دريځ نه مخ اړوي، آن تر دي چې کله خو د مقابل دريځ په وړاندي هيڅ منطقي دليل نه وي ورسره او د خپل دريځ ځيني ناوړه اړخونه هم ورته په ډاګه څرګند شوي وي، بيا هم کلک پري ولاړ وي، ځکه چې هوښ او دماغ يې په خپل پخواني دريځ باندي په ناعاقلانه توګه ټينګ تړلي دی، داسي چې د هر مخالف او يا تازه دريځ، څخه مخ اړوي او آن سوچ هم نه پري کوي.

خو د پخوا راهيسي دا ړنده بلا د ډيرو خلکو غاړي ته ورلويدلي، آن د مکي مکرمي پخواني مشرکان خداي پاک (ج) له دغي ډلي ګنلي وو او د قرآن د ښکاره او روښانه آيتونو د اوريدلو په وخت کې به يې غوږونه کاڼه ونيول او سترګې به يې پري ړندي کړي (قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ (44)) فصلت . ووايه: دا قرآن د مؤمنانو لپاره لارښوونه او شفا دی (هغوي د ګمراهي له لارو راګرځوي، او د شک او ترديد له نارغيو نه شفا ورکوي) خو هغه کسانو ته چې ايمان نه راوړي، د غوږو کوڼ والي او د سترګو ړندوالي دی. دوي داسي دي لکه له ليـري نه چې غږ پري کېږي (او دوي سربيره پردي چې ظاهرا سترګي او غوږونه لري؛ حق نه وينـي او نه يې اوري). بلي، د هغوي فکري څرنګوالي هغوي ډير ليـري غوځولي وو، تعصب يې په ذهنونو کې ځالي جوړي کړي وي او دناپوهي اغزونو ونو يې په زړونو کې ريښي ځغلولي وي. آن تر دي چې د قرآن په شهادۍ، هيڅه خبـره يې نه اوريده او هيڅ ښکاره حقيقت يې نه ليده ځکه د هغوي زړونه له حق نه په ليري واټن کې پراته وو..

ځينـي وختونه يو کس او يا يوه ډله په داسي يو څيـز باندي تعصب کوي چې په ذهن کې ميراثي ورته پاته شوی دی، بيله دي چې ده خپله ژور نظر پري کړی وي، په اړه يې څيړني کړي وي، د خپلي فکري پياوړتيا په پايله کې يې لاسته راوړی وي، او په هکله يې پوره مالومات تر لاسه کړي وي او يا يې هم په سم او ناسم پوه شوي وي.!! د هغه يواځي دي ته يې پام وي چې دا خو د پلار او نيکه ميـراث راته پاتي دی، څنګه يې پريږدم؟. هغوي تل په دي لار روان وو او زه به هم که پوهيږم او که نه، پري روان به يم. دا ډله خلګ هم تازه نه دي را پيدا شوي بلکه د پخوا راهيسي دا ډله خلګ د ځمکي په بيلو بيلو ځايونو کې وو او شته، لکه څنګه چې قرآن کريم يې په هکله داسي وايي: ((وَكَذَلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِمْ مُقْتَدُونَ (23) قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِأَهْدَى مِمَّا وَجَدْتُمْ عَلَيْهِ آبَاءَكُمْ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ (24) الزخرف.)) او همدارنګه ستا نه وړاندي مو (اي محمده) هيڅ (ښار، قوم) او کلي ته (پيغمبـر او د خداي (ج) له عذاب نه) ويرونکي نه دي استولي مګر د هغه ځاي شتمنو او عياشو (په مــال او ثروت باندي مغرورو) به ويله: مونږ خپل پلرونه او نيکونه په همدغه لار او دين ليدلي (چې ټولو بتانو ته عبادت کاوه) او مونږ هم خاماخا (دهغوي پر لاره ځو) او د هغوي پسي روان يو. (پيغمبـر به) وويل: او که ما داسي دين درته راوړي وي چې ستاسو د پلرونو له دين نه غوره وي (ايا بيا هم د خپلو پخوانيو لاره غوره کوي او د هغوي تقليد کوي؟) هغوي به ويل: (بلي همداسي ده) مونږ په هغه څه چې (تاسو له ځان سره راوړي) او پري پاڅول شوي ياست، باور نلرو.

دا ډول تعصب د خپلي ټولي بد رنګی او شومتيا سره سره د علاج لاري لري، ځکه چې جرړه يې ناپوهي ده، او ممکنه ده د ډيرو مالوماتو د لاسته راوړلو او يا د زياتي روښانتيا په پايله کې ډير سرټمبه کسان هم پوي شي او زغ زړونه هم لږ نرم شي!! او د حق خبـري ته يوه نه يوه ورځ غاړه کښيږدي. خو يو بل ډول تعصب شته چې علاج يې ډير ګران کار دی، ځکه چې بنسټ يې په انکار او تکبـر باندي ايښودل شوی دی. چې بيلګه يې د حضرت موسي(ع) او فرعون په خبرواترو کې تر سترګو کيـږي. موسي (ع) له فرعون نه يوه څرګنده غوښتنه درلوده: (فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنـِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكَ… (47),طه). بـني اسرائيل راسره پريږده (د هغوي د ايمان مخه مه نيسه) او هغوي مه کړوه (عذاب مه ورکوه). مونږ تاته ستا له خدايه معجزه راوړي (چې زمونږ د ريښتين والي نښه ده). خو فرعون په ځواب کې داسي ورته وويل: (قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى (57) طه) (فرعون) وويل: اي موسي! ايا ته راغلي يې چې په خپل سحر او جادو مونږ د خپلي خاوري و باسي؟!!

دلته فرعون موسي(ع) په داسي تور تورنه وي چې هيڅ يې په ذهن کې ندی ګرځيدلی، ځکه فرعون په قصدي ډول د موسي (ع) د غوښتني نه ځان ناخبره وغورځاوه او سترګي يې پري پټـي کړي. او خبـره يې داسي لور ته ټيل وهل چې له بيګناه شخص نه يې متهم جوړ کړ او حـال داچې تورن ددي تور نه بيزاره دی.

فرعون ددي په ځاي چې ووايې: زه به هيڅکله دا کړيدلي بنـي اسرائيل خوشي نه کړم، او هيڅکله به يې ستا سره پري نږدم، وويل: (أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاءُ فِي الْأَرْضِ 78 يونس). (اي موسي) ايا ته مونږ ته راغلي يې چې مونږ له هغو (عقايدو، رواجونو او تقليدونو) نه را وګرځوي چې مونږ خپل پلرونه او نيکونه پري ليدلي او موندلي؟ او غواړي چې مشري (او رياست) په دي ځمکه کې ستاسي دوو (موسي او هارون) شي؟ دلته بله عجيبه خبـره را په زړه شوه هغه دا چې د نن ورځي بنـي اسرائيل (يهوديان) د عربو سره هغه د فرعوني منطق پر اساس چلند کوي. يهوديانو لمړۍ عرب مسلمانان د هغوي له فلسطيني ځمکو او کليو نه په سميه ييـز او بين المللي ظلم او زور و شړل او چې کله بيرته فلسطينيان غواړي خپلي خاوري ته ور وګرځي او د خپل ټاټوبي واګي په لاس کې واخلي، نو (اسرائيل) يې اوس ويره اچوونکي او تروريستان نوموي. او وايې: زمونږ ځمکه او رياست رانه اخلي.

دا نو د تعصب هغه بيلګه ده چې د انکار،غرور، ځان لوړ شميرني او تکبـر پر بنسټ ولاړه ده او د جوړيدو هيڅه هيله يې نشته او له شخړي او لانجي نه هيڅه چاره پکي نشته، او په همدغه هکله لوي څښتن تعالي (ج) داسي وايې: (سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ (146) الاعراف.

او له (غور کولو په اسمانونو او په خپل نفس کې د ښکاره نښانو دليدلو لپاره به) په خپلو آيتونو کې هغه کسان را ګرځوم چې په ځمکه کې ناحقه تکبـر کوي (او خپل ځان تر دي لوړ ګڼي چې زموږ آيتونو ته غوږ شي او زموږ د نبـي لاره خپله کړي)، او که هر ډول نښانه (او هر قسم معجزه له پيغمبرانو نه) ووينـي ايمان نه پري راوړي، او که د لارښوني (او کاميابۍ) لاره ووينـي هغه نه خپلوي، او که د سرکښي لاره چيرته ووينـي هغه خپلوي، او دا ( دخداي (ج) د شريعت له لاري سرغړونه) ځکه چې هغوي زمونږ آيتونه دروغ ګڼلي او تري بي خبره پاته شوي دي.

په دي هيله چې يوه ورځ ټول مسلمان امت او په ځانګړي ډول د افغانستان کړيدلی ولس د ناپوهۍ، جهل او تعصب له ټولو بيلګو نه پاک او صفا شي او د خپل ژوندانه په دينـي او دنيوي چارو کې تل د حق او ريښتين توب ملاتړي او غوښتونکي وي. کَتَبتُ مَا خَطَر بِبَالِي، وَ ليس اِلا الاصلاح امالي ماستطعت وَ مَا توفيقي الا عَلي مَن لَهُ مَقام عَالي – استغفرالله لي و لکم و لسائرالمسلمين.

ماخذ: الحق المر – للمحمد الغزالي – بتصرف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x