
په مصر کې د پرون راهیسې اردو ۲۱۳ تنه مظاهره کوونکي په ډزو وژلي
د مصر په پلازمینه قاهره کې د رامسیس په سیمه کې شاوخوا ۴۰۰ تنه مظاهره کوونکي د پرون راهیسې د الفتحې په جومات کې د محاصرې لاندې قرار لري.
د مصر امنیتي ځواکونو د کودتا پلویانو یاد شوی جومات محاصره کړې دې.
په جومات کې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون یو تن خبریال متین توران هم د نوموړو ۴۰۰ تنو په منځ کې دی.
د متین توران د خبر له مخې د مصر امنیتي څو ځله جومات ته د ننوتو اقدام وکړ چې د مظاهره کوونکو لخوا په شا وتنبول شول خو وروسته يی د جومات د یوې دروازې په ماتولو سره جومات ته حویلۍ ته داخل شول خو د جومات دننې نه لا ندي راننوتي .
د جومات دننه بند پاتي مظاهره کوونکو د ټولو دروازو تر شاه ولاړ دي او امنیتي ځواکونو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
امنیتي ځواکونو د جومات دننه ترخه او اوښکي بهوونکي ګاز ګوزار کړل.
د کودتا پلوي ډلې نه د جومات نه بهر د کودتا مخالفینو ته ګواښونه کوي.
د جومات دننه په محاصره کړی شوو مظاهره کوونکو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
مظاهره کوونکو د امنیتي ځواکونو لخوا جومات ته د اور اچونې د ویرې اکثرو په خپلو مټو او د بدن د غړیو خپل نومونه د کورنیو د ټیلیفون شمیرې لیکلي دي .
د ویلو ده چې په جومات کې ټپیان د الازهر نه د راغلي یو عالم د منګړتوب په پایله کې په امبولانسونو کې شاوخوا جوماتونو ته یوړل شول.
همداشان په جومات کې موجود مړي هم نورو سیمو ته انتقال شوي دي .
د جومات دننه بند پاتي مظاهره کوونکي په امنیتي ځواکونو او د هغوې په پلوي ډلو د باور د نه کولو له امله د جومات نه راوځي.
همداشان په جومات او شاوخوا سیمو کې د یو بل لوی قتل عام په اړه اندیښنې شتون لري.
د بله پلوه د تیرې ورځې مظاهرو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیره د هر ساعت په تیریدو سره لوړیږي.
تیره ورځ په ټول مصر کې د امنیتي ځواکونو لخوا په مظاهره کوونکو د مداخلو په ترڅ کې ۲۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې دا شمیره د لوړیدو په حال کې ده .
د مصر د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی .
د تركېې د راډيو ټلويزيون د ادارې رسمي وېبپاڼه