افغانستان

هلمند: امریکايي ځواکونو پولیس بمبار کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو په ملي پولیسو بمباري کړې ده.

د هلمند څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې بمباري د ګرمسېر ولسوالۍ د ډویر هوايي پوځي اډې ته څېرمه د خانشین ولسوالۍ پر برحاله امنیه قومندان عبدالرووف باندې شوې ده.

ډوير د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امريکايې ځواکونو ستره پوځي اډه ده او د امریکايي یرغل له پیل تر دې دمه په کې ډیری شمېر بهرني ځواکونه مېشت دي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ هم د امریکایي ځواکونو لخوا په ملي پولیسو بمبارۍ پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه نن سهار لس بجې رامنځته شوې او هدف یې د خانشین ولسوالۍ امنیه قومندان و.

سرجنګ د معلوماتو پر بنسټ په بمبارۍ کې یو تن پولیس وژل شوی او بل ټپي دی او د خانشین امنیه قومندان هم له بمبارۍ روغ وتلی دی.

تر دې دمه نه د بمبارۍ انګېزه معلومه ده او نه هم بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د وري د میاشتې په ۲۱مه بهرنیو ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند بندي تیمور ته څېرمه ریګ نومې سیمه کې ۲۴ اربکیان بمبار کړل.

دغه اربکیان چې د قاچاقبرو نېولو ته په دوه رېنجر موټرو کې روان وو او بهرنیو ځواکونو پرې د طالبانو ګومان کړی و. هغه مهال د کندهار ولایت مقام ویاند هم د بمبارۍ پخلی کړی و او ویلي یې وو چې وژل شوي کسان ټول قاچاقبر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x