شعـــــرونه

غزل: چنار ټکور

چنار ټکور

یوې فقیري اوبوډۍ په خدای سپارلی یمه
ځکه ډاډه یمه مورکۍ په خدای سپارلی یمه

که په تیاروکې ځمه هم ډاډه ډاډه روان یم
زه داسمان سپیني سپوږمۍ په خدای سپارلی یم

ددعاتوري مي کړي خدای ته مي پلوکې نیسي
هغې ملنګي لېونۍ په خدای سپارلی یمه

بوډۍ مورکۍ دي خدای ترډېره راته روغه لري
زه یي له هري بدبختۍ په خدای سپارلی یمه

لمانه پاکي دعاګاني لکه زغري تاودي
دعرفات پاکي غونډۍ په خدای سپارلی یمه

داچې دجنګ اودجګړو وطن کې روغ ګرځمه
دلوړوغرو ساده کوچۍ په خدای سپارلی یمه

ټکوردي وه مورې دمیني پوروړی یمه
تل دي په اوښکه اوسلګۍ په خدای سپارلی یمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x