شعـــــرونه

د مورجانې د ورځې په ویاړ نظم

ذبيح الله ايمان

هدیرې تاته سلام تاته سلام دی
هدیرې په ګل مخونو باندې پام کړه
هدیرې زړونه مو تا کې بندي شوي
هدیرې زمونږه زړونو باندې پام کړه
———————-
دلته هره ورځ د خدای نور را ورېږي
دلته ښکلې پښتنې میندې اوسیږي
دلته نن شپه یتیمانو ژړا کړې
دا چې اوښکو د اوبو غوندې بهیږي
———————-
اوف، ته ما لیونی ګوره چې لګیا یم
او له خاورو نه په زور خبرې غواړم
اوف، دا څومره سادګي کوم ملګرو
چې مور نشته، زه د مور خبرې غواړم
———————
ملکریه!
نه خو ته دې د نورجانې نوم مه اخله
نه خو ماته مې ادکه را یادیږي
راځه نن په هدیره کې دمه کیږو
زما ځان، زما زړګی پکې اوسیږي
———————–
مورجانې!
د تمام عمر سفر ته دې خپه یم
تمام عمر به ژړا درپسې کړمه
جنتونه، جنتونه دې نصیب شه
همیشه دغه دعا درپسې کړمه
———————–
مورې!
مورې ما درته راوړي دي ګلونه
ستا په قبر یې شیندمه او ژړا کړم
مورې یوه خبره و کړه راته خیر دی
دومره زر دې زه له ځان ولې جلا کړم
———————-
ادې!
ادې ته خبره نه یې نن ستا ورځ ده؟
ادې وایه زه یې چاته مبارک کړم؟
ادې زه درته ولاړ یم ډکې سترګې
ستا خاورین کور که یې ساه ته مبارک کړم؟

اېمان ذبيح الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x