افغانستان

«د افغانستان پایتخت د کابل ښار دی» د اساسي قانون یواځېنۍ ماده چې نه ده نقض شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): یوې تازه څېړنې ښودلې چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان اساسي قانون له ۱۶۲ مادو له منځه ۱۶۱ يې څو څو ځل نقض شوي دي.

«د افغانستان د ازادۍ کور» چې دغه څېړنه یې ترسره کړې، ویلي چې د افغانستان نوې اساسي قانون تر توشیح کېدو وروسته، په تېرو ۱۳ کلونو کې له ټولو ۱۶۲ مادو څخه یواځېنۍ شلمه ماده «د افغانستان پایتخت کابل دی»، نه ده نقض شوې.

څېړنه وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي شورا غړو، قضا، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د کابېنې غړو، د وزارتو مرستیالانو، والیانو، امنیه قومندانانو، ښاروالانو، جنرالانو او زور واکو تر ټولو زیات د اساسي قانون څخه سرغړونه کړې او نقض کړې ده. د څېړنې له مخې د علماو شورا هم اساسي قانون څخه ډيری ځل سرغړونه کړې ده.

یادې څېړنې ویلي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د مقننې، قضیايي او اجراییې قوو اړوند د اساسي قانون ۹۲ مادې نقض شوي چې تر ټولو ډیر رول په کې اجراییه قوې لوبولی دی.

دغه څېړنه په تېرو ۳ میاشتو کې تیاره شوې او څېړونکي وايي چې په دغه موده کې ستره محکمه او ملي شورا نه ده حاضره شوې چې د اساسي قانون څخه د سرغړونې په اړه له دوی سره مرکې وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x