مصر - په وینو او لمبو کي

السيسي- د قبل الميلاد د فرعون د جناياتو ياد تازه کړ!!

د ١٣٩٢ هـ ل کال د زمري د مياشتې (٢٣ مه) چې د ٢٠١٣ ميلادي کال د اگست د مياشتې له (١٤ مې) نېټې سره سمون خوري، د مصر د مسلمان او شهادتپال ولس په تاريخ کې هغه نه هېريدونکې تلپاته او يادگاري ورځ ده، چې نه يوازې د مصر په دين، وطن او آزادۍ مين ولس د تاريخ په ټنډه بلکې د وخت د يوه پوځي او آزادۍ مين ولس د تاريخ په ټنډه بلکې د وخت د يوه پوځي فرعون د پوځي جنايت په خلاف به د اسلامي امت د جهادي او مبارزې مقاومت د تاريخ په زرينو پاڼو کې د تل لپاره ثبت او يادگاروي!

د چهارشنبې په گهيځ د جنايتکارې او ښکېلاکگرى بشريت دښمنې امريکا گوډاگي د يوويشتمې پيړۍ د مصر فرعون جنرال السيسي د مصر د مسلمان ولس په خلاف عامه وژنې (قتل عام) د حکم په صادرولو سره هغه نا انساني او وحشيانه جنايت ترسره کړ، چې د قبل الميلاد مصري فرعون هم نه وترسره کړى، د هغې زمانې فرعون د تلاشۍ گرويږنې په صورت کې د حضرت موسى (ع) د مبارکې زيږيدنې له ويرې يوازې د بني اسرائيلو نوي زيږيدلي ماشومان وژل. خو السييسي په يو سهار له (٣٠٠٠) څخه زيات د الله مومن بندگان په داسې حال کې په شهادت ورسول او له لس زرو څخه زيات نور يې ټپيان کړل چې له يوې خوا يې پرې ټانکونه او پوځي موټر وروخيژول او بلې خوا پرې له څلورو خواونه د مصر فرعوني پوځ او پوليسو گولۍ ورولې!!

په شهيدانو او ټپيانو يې د فرعوني جنايت تنده سړه نه شوه بلکې هغه جومات يې هم شهيد کړ چې د شهيدانو خپلو انو هلته خپل مړي راټولول.

دا جنايت د چنگيز او هلاکو له جناياتو ورپورته. يوازې د جنايتکارې امريکا د ١٩٤٥ ميلادي هغه فرعوني جنايت ته ورته والى لري چې د جاپان د هيروشيما او ناگاسا کي ښارونو په بې وزله ښاريانو يې اتومي بمونه وورول. امريکا هم دغه ظالمانه او وحشيانه اتومي بمباري سهار مهال په داسې حال کې کړې وه. چې خلکو د ورځني ژوند د چارو د سرته رسولو لپاره له نويو ولولو سره له کوره د بهر تگ هوډ درلود. خو نه يوازې هيلې خو د ژوند لوى نعمت يې هم د امريکا اتومي بمباريو وتروړلو!

خو د مصر پوځي فرعونيان او د امريکا جيره خواره گوډاگيان له دې ناخبره- چې ولسي توپان او د مصر د مسلمان ولس جهادي او مبارزوي مقاومت لکه څنگه چې يې د حسني مبارک ٣٣ کلن فرعوني رژيم نسکور کړ- د السيسي دوه کلن ديکتاتورى رژيم به يې څنگه په وړاندې مقاومت وکړى شي د مصر مسلمان او مومن ولس هوډ کړى چې د خپلو وينو په نذرانه کولو سره به هرو مرو د السيسي فرعوني پوځي رژيم نسکور وي. او پرځاى به يې په هېواد کې مشروعيت قايموي او د منتخب او قانوني گوښه کړى شوي محمد المرسي تر مشرتابه لاندې د مصري مسلمان ولس په خوښه د عدل او انصاف پر بنسټ ولاړ اسلامي حکومت واک ته رسوي.

شهادت ورځپاڼي سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x