افغانستان

د طالبانو له زندانه د نشیانو په خلاصولو کې امریکایانو هم ګډون کړی وو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د طالبانو په یوه زندان باندي شپنیز عملیات وکړه او ۶۰ تنه بندیان یې را خوشي کړه.

طالبانو نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه بندي خانه کې نشیان را ټول شوي وه چې کورنیو یې خپله طالبانو ته تسلیم کړي وه تر څو له نشو څخه را وګرځي.

ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې په نوزاد ولسوالۍ کې د کلي د خلکو په غوښتنه یو زندان جوړ شوی وو، تر څو هلته په پوډرو او نشیي توکو روږدي کسان وساتل شي.

نوموړي وویل «طالبانو په دغه زندان کې نشیانو ته درسونه ویل، وعظ او نصیحت یې ورته کوی او د پوډرو د اعتیاد څخه یې د هغوی د خلاصون لپاره هلي ځلې کېدلي».

نوموړي وویل چې یو شمېر نشیان بهرنیو او کورنیو ځواکونو د چاپې پر مهال له ځانه سره وړي او یو شمېر یې نور پر خپله مخه تښتېدلي دي.

د ناټو د عمومي قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د سپیشل فورس، د تروریزم پر ضد خاصو ځاکونو، او افغان کمانډو په ګډه په دغه عملیاتو کې برخه واخیسته.

د ناټو ځواکونو په دغه چاپه کې د روزني، مشورې او کومک په برخه کې ونډه واخیسته.

د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه عملیاتو کې دوه تنه طالبان ووژل شوه او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

ددې تر مخه هم بهرني او دولتي ځواکونه توانېدلي وه چې یو شمېر بندیانو د طالبانو له منګولو را خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghanistan

عجبه ده تاریاکو ته اجازه ورکوی او دجریب پرسر خپله حصه غواړی خو نشیانو باندی علاج کوی. لوی تناقض

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x