افغانستان

د افغان عسکر په ډزو دوه روماني عسکر مړه او یو بل ټپي شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د رومانیا دفاع وزارت اعلان وکړ چې ددوی دوه تنه عسکر د افغانستان په کندهار کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پيښه د کندهار ښار ته نیژدې هغه مهال رامنځته شوه کله چې روماني عسکرو افغان دولتي ځواکونو ته روزنه ورکول.

په خبرپاڼه کې د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې ددې پيښي په اړه نوري څیړني لا رواني دي.

باید وویل شي چې نن ورځ د بهرنیو ځواکونو ځینو سرچینو ویلي وه چې په کندهار کې ددوی پر عسکرو یوه افغان سرتیري مخامخ ډزي کړي. خو نور معلومات یې نه دي ورکړه شوي او نه هم د هغه عسکر د ژوند او مرګ په اړه څه معلومات په لاس کي شته چې پر روماني عسکرو یې ډزي کړي.

وژل شوي عسکر هر یو پلنټر لولین دومیتریس او سارجنټ اډرین ویزرینو (Plutonier Iulian Dumitrescu and Sgt. Adrian Vizireanu) نومول شوي. د ټپي عسکر په اړه ویل شوي چې جرمني ته به د تداوي لپاره ولیږل شي.

د رومانیا ولسمشر کلاوس او دفاع وزیر د وژل شویو عسکرو کورنیو ته خپله خواشیني څرګنده کړې.

ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په دې اړه په رالیږلي پیغام کې وویل: «نن ناوخته دکندهار په هوايي ډګر کې دیو با احساسه عسکر په برید کې دناټو ۴ عسکر مړه او ژوبل شول. موږ دا برید ستایو او برید د اشغالګرو په وړاندې واقعا د یو میړنی او با احساسه عسکر کار بولو.»

رومانیا دفاع وزارت وايي چې دوی د کال ۲۰۰۲ څخه په افغانستان کې وجود لري، اوس مهال یې د عسکرو شمېر ۶۳۱ تنه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close