مورجانی ورځ دی مبارک وی درته


اجمل اند

د قبر شناخته دې ورو ورو ټکوم
هسې نه سترګو ته دې ګرد پریوځي

مورجانې مخ باندې لاسونه مه ږده
د زوی زړګي ته به دې درد پریوځي

مورجانې ډیره موده پس راغلی
که مې غږ اورې نو سلام مې واخله

پوهیږم زړه دې له ګیلو نه ډک دی
له زړه دې جار شم پیغام مې واخله

همزولو میندو ته ټیکري اخیستي
وایي د مور ورځ ده سوغات ورکوو

موږ بد نصیبه زه او خویندې، وروڼه
لمن لمن اوښکې ذکات ورکوو

مورې په خدای غم دې تازه تازه دی
د څلورو کالو راته نه ښکاریږي

ته خو په زړه کې یې، په زړه کې اوسې
را ته تر ټولې دنیا ښه ښکاریږي

مورجانې ورځ دې مبارک وي درته
له خدای جنت درته امین غواړمه

لکه زما او د حمید بابا زړه
د قبر ژوند دی داسی شین غواړمه

اجمل اند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د