مصر - په وینو او لمبو کي

یوې پيغلي په مسجد کي دننه تر زر زیات محاصره مسلمانان وژغورل

نن ټکی آسیا: د شیما په نامه یوه پيغله تیره ورځ د قاهرې په زړه کي د مصري واکمنو او فوځ په ضد په مظاهرو کي شریکه وه، کله چي د فوځ، پولیسو او اربکیانو له لوري پر مظاهرچیانو ډزي شروع شوي، او د هغوی قتل عام یو ځل بیا شروع شو، نو شیما هم د هغو څخه وه، چي د الفتح په مسجد کي پناه اخیستو ته اړه شول، او بیا هلته د فوځ، پولیسو او اربکیانو له لوري تر محاصرې لاندي راغله.

وروسته شیما په دې توانیدل چي په مسجد کي ټول محاصره شوي خلګ په خپل غیرت، میړاني او عقل باندي وژغوري.

شیما له ځانه سره خپل وړوکی کمپيوټر هم را اخیستی وو، او کله چي په مسجد کي محاصره شول، او شاوخوا ورباندي د مصریانو او مسلمانانو قاتلین را ټول شول، او دوی ته یې د کلکین له لاري ګواښونه کول او ورته به یې د حلالولو اشارې کولې، او خپل چړي، لرګي او نوري وسلې به یی ورته دوري دوري کولې. شیما خپل کمپيوټر چلانده کړ، او د مسجد دننه څخه یې د نړیوالي میډیا سره اړیکه نیوله، او د مسجد دننه څخه یې ټولۍ نړۍ ته په ژوندۍ بڼه نشریات شروع کړه، او هلته یې د مړو، ټپيانو، ښځو، سپین ږیرو او بی وسه محاصره شویو خلګو ژوندي عکسونه نړۍ ته ورسول، چي له کبله یې نه یوازي د مصري فوځ او اوسني واکمنو وحشت نړۍ ته انځور  کړ، بلکي مسجد یې له سوځېدو وژغوره، او د مسجد سره یې تر زر زیات هغه مسلمانان هم وژغورل چي په مسجد کي پناه اخیستې وه.

د یادوني وړ ده چي د رواني میاشتي پر ۱۴ نیټې باندي همدې فوځ، پولیسو او دهغوی اربکیانو په سلګونو ټپي او مړي جسدونه وسوځول، او په زرګونو یې نور شهیدان کړه.

چي له کبله یې تیره ورځ په مختلفو ښارونو کي مظاهره چیان د هیواد واټنونو ته راوتلي وه، او په مظاهرو یې لاس پوري کړی وو، خو تیره ورځ هم تر ۲۵۰ زیات ملکي وګړي مړه او زیات شمېر یې نور ټپيان شول.

ډیرو کتونکو د مصري فوځ او پولیسو تیرو کړنو ته په کتو سره فکر کاوه چي دا مسجد به هم د رابعه العدویه د مسجد په څیر وسوځول شي، او په کښي پناه اخیستونکي به یا ووژل شي او یا به ژوندي وسوځول شي، خو شیما په خپل غیرت او مړاني ددې ټولو بدو پيښو مخه ونیوله، او لحظه په لحظه یې د مسجد دننه احوال نړۍ ته ورسول، او د ټولي نړۍ توجه یې ځانته را واړوله، تر دې چي د ترکيې وزیر پر نړیوالي ټولني غږ وکړ چي په مسجد کي دمحاصره خلګو ژوند وژغوري.

د شیما په اړه یوه ژورنالیست حمدي شفیق وویل چي تر میلونو سړو غوره یوه پيغله. او په فیسبوک او نورو اجتماعي پاڼو کي هم شیما ډیره وستایل شول، او د هغې میړانه او جرآت وستایل شول.

په لاندي ویډیو کي د شیما اواز او انځورګري ده چي نن ټوله ورځ د الجزیرې شبکې په خپل لومړي تلویزون باندي ښکاره کول، او ورسره یې د شیما او نورو محاصره شویو خلګو سره خبري کولي.

{youtube}gsPQI_Bn5_c{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x