fbpx
egypt fire blood

په مسلمانانو یو بل لوي امتحان

هسی خو مسلمانان د الله تعالی له لوري هر وخت او هر حالت په امتحان کښي وي.

هغه که په کورني ژوند کښي وي اوکه په اجتماعي ژوند کښي. مالدار په مالداري او غریب په غریبي، صحت مند په تندرستی او مریض په مرض امتحانیږي، خو کله کله مسلمانان منحیث یو ملت هم د امتحان سره مخ کیږی، پداسي حالاتو کښي بیا نه مالداره نه غریب، نه پاچا او نه ګدا ، نه هیواد او نه تنظیم ددي امتحان له ګرفت څخه خلاصیدي شي بلکه هر یو ځانګړی دخپل وس، موقف او قوت په لحاظ مکلف او مسؤله وي.

په تیر کښي دداسي همه ګیر امتحانو مثالونه پر فلسطینیانو داسراییلو حمله او اشغال، پر افغانستان د روس یرغل، او په ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشري د مسلمانانو په خلاف صلیبي جنګ په واضحه توکه وړاندي کولي شو .

خو اوس دمصر ظالم او اجیر فوځ د امریکا او اسراییل په رضایت دمصر مسلمان بي ګناه، بي وسلي او بي دفاع اولس په عام وژني سره مسلمان ملت یو واري بیا د همه ګیر امتحان سره مخامخ کړ.

دمنتخب حکومت راپرځول، قانونی اولسمشر بي له کومي وجي په قید کښي ساتل، د اولس مسالمت امیز لاریون په اور او وینو بدلول، په ښځو او سړیو ټانګونه خیژول، قرآن او جوماتونه ته اور ورته کول هغه جنایات وو چي دمسلمانانو سره سره يي کفار هم په امتحان کښي واچول. ځګه چي د لاریون حق خو ددوي باطله او مکاره دیموکراسي هم ورکوي.

منتخب حکومت او ولسمشر ته خو اسلام دښمنه دیموکراتان هم په احترام قایل وي، دبي ګناه ښځو او سړیو وژل خو دغه قاتله امریکا او اروپا هم تقبیحوي.

دافغانستان په څیر د عام وژني لپاره خو دلته نه د اسامه بهانه لري او نه د تروریستانو خطر ځانته حجت ګرځولي شي.

خو مونږ به ددي کفارو او د ددی غولونکی دیموکراسي امتحان په مصرکښي څه واخلو دوي خو مونږ ته الله راپیژندلي دي. او فرمایلي یی دي: [عدوالله وعدوکم] .

بیرته خبره د مسلمانانو امتحان ته راګرځي هغه اسلامي هیوادونه به دمصر د اولس وینو ته کومه بیعه وټاکي کوم چي پر افغانستان دصلیبي یرغل په مقابل کښي چپ او یا سهیم پاتي شول او دمسلمانانو د وینو او جنازو يي ننداره کوله دمصر په قضیه کښي خو نه د امریکا ویره شته او نه هم د نړیوال ایتلاف فشار. او هغه مصلحت آمیز تنظیمونه به د مصر هغه کورني ته د لاریوني او سیاسي مبارزي دافادیت باور څنګه ورکړي چي په رابعه العدويه کښي يی په لور باندي زنجیر پوش ټانګ وخیژول شو.

کوم مصلحین چي مسلمانانو ته دحکمت په نامه د ډار او رعب درس ورکوي.او د دفاع په مسلم حق یی سترګي پټوي هغه په اصل کښي مفسدین دي. نن مسلمانان ولي بی دفاع شول. دمصر خلک به ترکومه دښځو او ماشومانو وژل کیدل زغمي دوي به ترڅو د جوماتونو سوځیدل په سترګو ګوري او یا به د مظلومانه شهادت او په خپلو وینو سره دغه اورونه سړوي. مسلمانان خو یو ملت او یو بدن وو، یو يي درد او یو يي احساس ؤو نن ولي مسلمانان بي حسه شول دبدن رابطه يي د دماغو سره ولي قطع شوي.

چي نه دلاس درد احساسوي او نه دپښي درد، سترګي یی هم صرف تر لیدو پوري محدود شوي دلیدلو تاثیر یی په زړه نه پري وځي او د زړه احساسات یی په جوارحو نه معلومیږي.

دداسی بي احساسي ایجادولو لپاره کفارو ډیره موده کارکړي او اوس یی هم کوي. مسلمانان یی دبیلا بیلو هیوادونو، قومونو، نژادونو او مذهبونو په عنوان د بیلتون په رسي داسی وتړل چي یو او بل ته په هيس حالت کښي لاس رسي پبدا نګړي. او د وخت په تیریدو سره به یی د ورورولي، ایثار او ملت واحده احساس هم مکمله توګه ختم کړي. نو پر مونږ مسلمانانو هم دا لازمه کیږی چي دکفارو دغه د بیلتون رسي وشکوو او په (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا ) الهي رسۍ سره ځانونه و تړو.او د دښمن په مقابل کښي یو آواز او بدن شو. پدی برخه کښی تر ټولو ډیر مکلفیت داسلامي هیوادنو دمشرانو دي.

او په خپل وار سره اسلامي تنظیمونه او تحریکونه هم مسؤلیت لری چي دملت دیووالی لپاره کار وکړي او پرینږدی چی ملت بي وسه، بي دفاع او مظلوم د ظالمانو او اشغالګرانو تر تهدید لاندی وی.

لیکوال: ابو حدیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د