حزب اسلامي: د سولي عالی شورا ویاندویان په خپلو څرګندونو کې ریښتوني نه دي

نن ټکی اسیا (یک شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): حزب اسلامي (حکمتیار ډله) د یوې اعلامیه په خپرولو سره د سولي د عالي شورا د ویاندویانو د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي چې «ریښتوني» نه دي.

د یادوني وړ ده، د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل حقیار ویلي وه چې په یوه اونۍ کې دننه به ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي، « د سولې په تفاهمنامه به د حزب اسلامي لخوا ګلبدين حكمتيار او د حكومت لخوا جمهور رئيس غني او د سولې عالي شورا لخوا پير ګيلاني لاسليكونه وكړي، تر اوسه دقيقه نېټه نه شم ويلى، ځكه ډېرې كمې تخنيكي ستونزې دي چې دا اوارې شي ګلبدين به كابل ته راشي.»

په عین حال کې د حزب اسلامي سرچېنو هم ویلي وه چې له حکومت سره ۹۰ سلنه مادو باندې موافقې ته رسېدلي او یواځې شپږ مادې دي چې تر دې دمه پرې دواړه لوري موافقې ته نه دي رسیدلي.

په تازه خپرې شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی «اصولي غوښتني» لا تر اوسه نه دي منل شوي.

خبرپاڼه وايي هغه غوښتني چې تر اوسه نه دي منل شوي په لاندي ډول دی:
۱- د بهرنیانو د وتلو مهال ویش، ۲- د مهاجرو ابرومندانه راستنېدل، ۳- د حزب اسلامي د ټولو بندیانو خلاصون، ۴- د امریکایانو تعزیرات په بشپړه توګه لیري کول او ۵- تلپاتي عادلانه سوله.

حزب اسلامي (حکمتیار ډلي) پر خپل رسمي «شهادت ورځپاڼه» کې لیکلي چې ددوی پورته ذکر شویو شرایطو ته امریکایانو او پر «دوی پوري تړلو» مثبت ځواب نه دی ورکړی.

حزب اسلامي (حکمتیار ډله) همداراز ویلي چې د یادو شرایطو تر بشپړ منلو وړاندي دوی هیڅ کله د موافقې لېوال نه دي، کله چې دا شرایط پر ځای شي، هغه مهال به د یوې موافقې خبري وکړای شي.

د یادوني وړ ده چې ددې تر مخه د انجنیر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د یوه ویډیويي پیغام له لارې شپږ مادې ذکر کړي وې چې لا موافقه نه ده باندي شوې چې په لاندي ډول وې:

۱- د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالویش جوړول، ۲- د افغان مهاجرینو لپاره په خوست، ننګرهار، کابل او کندهار کې ښارګوټې جوړول، ۳- د حزب اسلامي (حکمتیار) اړوند سیاسي بندیان خوشې کول، ۴- ټاکنې ترسره کول او که دا امکان نه لري داسې حکومت جوړول چې حزب اسلامي هم په کې مهم رول ولوبوي، ۵- د تور لیست څخه د حزب اسلامي د مشرانو نومونه ویستل او ۶- د انتخاباتو مستقل کميسیون جوړول چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

سلامی حزبه او حکومتیاره ، همدا د الله ج د قهر څپیره ده ، چه د توهین شوو له خوا توهین شوی ، تاسی پوهیږی چه په څه توهین شوی ، په دی چه تاسی نور وزن نه لری حتی هغوی بی وزنو ته هم وزن نه لری اسفل سافلین په تاسی ملنډی وهی ، له نکاح دمخه یی ستاسی د عفت پرده څیری کړه او وروسته درسره نکاح تړی څومره بی اسری توب او څومره بی ننګی ده . حکومتیار صاحب به مادی هم مړ وی که نه دغه بی ننګی او بی غیرتي به یی کله هم نه… نور لوستل »