کور پاڼه / پښــــتو ادب / طنــزونه / اوس نو ګز پر کښېږده !!!؟ طنزيه مرکه

اوس نو ګز پر کښېږده !!!؟ طنزيه مرکه

لونګ صدرۍ ساز

د طالبانو ډېری مهم قومندانان هر کال څو څو ځله وژل کيږي نور نه پوهيږو چې نوې ټيکنالوجي طالبانو تر لاسه کړې که څه کيسه ده چې مشران يې ووژل شي بيا را ژوندي شي ، ووژل شي او بيا را ژوندي . . . زما په فکر په دې کې به د هيچا لاس هم نه وي ، دا چې دې خبرو ډېر په تشويش کې کړم نو مي اراده وکړه چې له يوتن خبريال سره خپل د زړه نری بريښ شريک کړم تر څو له حقايقو خپله هم اګاه او دوستان هم سرګردان کړم . . .
ستاسو پام را اړو زما او دده اخ وډب ته !

صدرۍ ساز : قدرمنه ! څنګه ارزوئ ؟ چې د يوه کال په دوران کې د طالبانو مهم قومندانان دوه يا درې ځلي وژل کيږي خو وروسته هم ژوندي وي ؟

قدرمن : آفرين بايد داسي پوښتنه وشي رښتيا هم له ډېره وخته دا پيښي تکراريږي، طالب ووژل شي خو بله ورځ بيرته له هم هغه طالبه شکايتونه کيږي ، دولت هم څو ځله هڅه کړې ده چې له دې رازه ځان خبر کړي تر دې چې څو ځله يې ادعاء کړې ده چې د طالبانو مړي يې له ځان سره وړي دي او ددې لپاره چې تحقيقات ترې وکړې تر تداوي لاندي دي. خو د دولت دې هڅو تر اوسه کومه د پام وړ نتيجه نه ده ورکړې . د طالبانو له لوري د قندوز والي ملا عبدالسلام څو ځله په شهادت ورسېد، په مشرتابه يې کوربه ډزي وکړې، د کندهار والي او مولوي ندا محمد صاب شهيدان شول ، د پيرآغا صاحب د شهادت دا دوهم ځل دی . . . . . . . او دې ته ورته پېښي. اصلي خبره داده چې د خوب عجيبه کارونه وي ما پخپله د کندهار امنيه قومندان څو ځله په خوب ليدلی دی چې مردار وي خو رسنيو ته مي نه دي ويلي ځکه چې دا خوب دی .

صدرۍ ساز : دا چې رسنۍ حق لري تر څو حقايق د اولس په وړاندي کښېږدي ستاسو له نظره آيا دا ډول خبرونو ته حقايق ويلای شو ؟

قدرمن : نو څه کوې اوس دې ته درواغ وايي ؟ !! مرګ او ژوند خو زموږ کار نه دی پر موږ باندي يې مازي خبر نشرول دي په اوله ورځ مو ولاکه د ادارې له مشر سره داسي ويلي وي چې موږ به حقايق نشروو . . .

صدرۍ ساز : د هلمند د ولايتي شورا مشر وايي په تيرو ۳ مياشتو کې ۹ ميليونه مرمۍ په طالبانو پسي شړل شوي دي که وواياست چې څومره به پر هدف لګېدلي وي او آيا مرګ ژوبله به ټوله طالبانو ته اوښتې وي ؟

قدرمن : ههههههههههه ټوکي مه کوه! ته پوښتنو ته راغلی يې که ټوکو ته، دا نو ماته په کامره نه معلوميږي چې مرمۍ په هدف ولګېده او که يا؟ البته بايد يادونه وکړم چې دولتي ځواکونو موږ ته څو ځله شکايت کړی دی چې طالبان تر موږ مجهز دی، که مو دا حسابونه کول څو خپروني غواړي.

صدرۍ ساز : آيا د دومره مرميو ويشتل به د سولي شته امکاناتو ته زيان ونه رسوي ؟

قدرمن : د سولي کار د سولي د شوری سره دی ، د سولي شوری حق نلري چې د مرميو د مصارفو پوښتنه وکړي لکه سرتيري چې دا حق نلري چې د سولي له شوری نه ددې پوښتنه وکړې چې ولي شمشتو ته تېرونه ور اچوئ .

صدرۍ ساز : په يوه راپور کې د هلمند د ولايتي شورا د مشر له خولې ليکل شوي چې ۳۰ لکه لېټر تېل امنيتي ځواکونه په يوه مياشت کې مصرفوي تاسو دا مصارف څنګه ارزوئ او آيا دا تاسو په بېلچه ګټلي ؟

قدرمن : د هلمند د رود مصرف ته په کتو سره دا مصارف اوس هم دومره نه دي، تاسي پوهېږئ چې له کجکي را روان رود به د هلمند تر پاته څو ليټره مصرفيږي؟ د امنيتي ځواکونو تيل هم عامو ولسي خلکو ته د پمپونو له لاري پريمانه ورکول کيږي البته د پيسو په مقابل کې .

صدرۍ ساز : په دي خرپ او ترپ کې تعليم او تربيه څه ډول ارزوی ؟ آيا د هيواد د آينده او راتلونکي لپاره به کدرونه وروزل شي ؟

قدرمن : په خرپ او ترپ کې به نو تعليم او تربيه هم دخرپ او ترپ وي او خرپ او ترپ به راتلونکي ته ډېر دخرپ او ترپ کدرونه وروزي .

صدرۍ ساز : که په لنډو ټکو راته وواياست چې رسنيو ته دا ډول بې بنياده اوازې چې خپروي يې څه ګټه رسوي ؟

قدرمن : رسنۍ مجبوريت لري خپل تقسيم الاوقات لري ، خپروني لري او هرمرو يو څه خو بايد ووايي ، رسنۍ دوې لاري لري، اوله دا چي رخصتي وکړي او دوهمه دا چې د الاماره ويب پاڼي خبرونه نشر کړي چې او د يوه ډالري سلګون په اضافه کېدلو سربېره د هيواد د مختلفو قشرونو له غړو څخه ګڼ شمېر لوڅ ښکنځل ترلاسه کول يې له مهمو ګټو شمېرل کيږي

صدرۍ ساز : که له دې وروسته په داسي خبرونو باندي تاسو ته اخطار درکول شي څه به کوئ ؟

قدرمن : واقعا موږ په اخطارونو خوشحاليږو، خو په هغو اخطارونه چې جديت ورپکې نه وي، داسي اخطارونه دي چې موږ ته د امريکا لاره لنډوي . له طالبانو هيله لرو چې موږ ته يوازي اخطارونه راکړي ! هغه معامله دي نه راسره کوي لکه طلوع سره…. که داسي معامله وکړي کېدای شي په موږ کې هم ډېر خبريالان پيريان ونيسي .

صدرۍ ساز : هغه خلګو ته مو پېغام څه دی چې ستاسو خبرونو ته تر هر څه ترجېح ورکوي ؟

قدرمن : پيغام مو ورته دادی چې دغه ترجېح بل هيچاته مه ورکوئ !

کور مو ودان ستاسو مرکه بده نه وه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ