افغانستان

د ملي اردو اوه تنه سرتیري وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: افغاني چارواکي وايي چي د تیري ورځي په جریان کي د ملي اردو اوه سرتیري وژل شوي دي.

په دې اړه د دفاع وزارت څخه په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چي د ملي اردو اوه سرتیري د افغانستان په مختلفو سیمو کي په جلا جلا چاودنو کي وژل شوي دي، چي په هغو کي د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالي، د لوګر ولایت د محمد اغي ولسوالۍ او د پکتیا د زرمت ولسوالۍ شاملي دي، خبرپاڼه وايي چي دژیړۍ په ولسوالۍ کي چاودني ۲ سرتیري مړه او دوه نور ټپیان کړه، د محمد اغي په ولسوالۍ کي درې سرتیري او د زرمت په ولسوالۍ کي چاودني درې تنه سرتیري ووژل.

که څه هم د دفاع وزارت وايي چي د تیري ورځي په جریان کي په جلا جلا پيښو کي اوه سرتیري وژل شوي دي، خو طالبان بیا وايي چي دوی د افغانستان په بیلا بیلا برخو کي په مختلفو پيښو کي زیات شمېر عسکر وژلي دي، او هم یې یو شمېر موټر او ټانکونه تخریب کړي، او وسلې یی غنیمت کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close