افغانستان

رباني د بدخشان ولس د طالبانو پر خلاف پاڅون ته وهڅول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د بدخشان په ولس غږ وکړ چې د طالبانو پر خلاف پاڅون وکړي.

نوموړي چې بدخشان ته یې سفر کړی دی، یوې غونډي ته په وینا کې وویل چې طالبان باید له یوه مخي له مینځه یوړول شي او که دا کار ونه شي، نو دا به یو لویه تاریخي اشتباه وي.

رباني په بدخشان کې امنیتي حالت د نه زغم وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې ددغه ولایت ولس باید د طالبانو پر ضد پاڅون وکړي.

نوموړي همداراز د امنیت پر شورا غږ وکړ چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر خلاف لاس په کار شي، که داسي ونه کړي نو یوه لویه اشتباه به یې کړي وي.

رباني خلکو ته په وینا کې وویل: «زه تاسو ته په باور ویلای شم چې مرکزي حکومت به ستاسو ولایت له سقوط څخه ژغوري، زه به ستاسو شکایتونه په خپله د امنیت شورا ته ورسوم».

صلاح الدین رباني بدخشان ته په سفر تللی او هلته یې د خپل ګوند جمعیت اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر کې یوې غونډي ته وینا کړې.

نوموړي مرکزي حکومت ته په خطاب کې وویل چې د خلکو ستونزي ور حل کړي، ځکه د خلکو رضایت او حمایت د حکومت او نظام د بقا لپاره حتمي دی.

طالبان په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په بدخشان کې پراخ حضور لري. د دغه ځای طالبان اکثر سیمه‌ییز اوسیدونکي دي چې د طالبانو سره یو ځای شوي او د بهرنیو او دولتي ځواکونو پر خلاف جنګیږي.

صلاح الدین رباني په داسي وخت کې بدخشان ته سفر او هلته د طالبانو پر ضد وینا کوي چې طالبان په دغه ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو مرکزونو سربېره په زیاتو اطرافي کلیو او سیمو باندي کنټرول لري چې له امله یې د بدخشان مرکز او شاوخوا ولایتونه هم هر وخت د دوی تر ګواښ او نفوذ لاندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

د ربانی که د بلار رقص مرده په یاد وی ، وایی [ مالیاره دا غنجه دی بس دی نور مه شکوه ګل ) او خپله بی غیرته ککرۍ ماته نه غواړی نو له دغه زنانه خبرو دی ځان وژغوری ، د افغانستان ورونه قومونه نور د دوی به دغو شیطانی فریبنده ژړاګانو او خنداګانو نور تیروځی، مظلوم اولس ، غلامان ، باداران د سیمی هیوادونه او ټول نړیوال د اوسنی غلامی فاسی او بی کفایتی اداری په فساد او بی کفایتیو خبر دی ، هغه فاسد او بی کفایته ربانی د بدحشان مجاهد اولس ته وایی چه د دغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x