افغانستان

عاجل: د کندهار – کابل پر لویه لاره د ټکر له امله ۵۰ تنه مړه او تر پنځوس زیات ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یک شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مسافر وړونکي دوه ۳۰۳ موټر له یوه تېل وړونکي موټر (ټانکر) سره جنګېدلي چې له امله یې د لومړنیو راپورونو پر اساس ۵۰ تنه مړه او تر شپیته پوري نور کسان ټپيان شوي دي. د ټکر سره سم بسونو اور اخیستی، اکثره وژل شوي کسان په بسونو کې دننه سوځيدلي دي.

تر اوسه د مړو او ټپيانو دقیقه او وروستی شمېره لا نه ده په ډاګه شوي. خو ویل کیږي چې یو شمېر یې ښځي او ماشومان هم دي.

د مسافر وړونکو موټرو په اړه ویل شوي چې یو یې د میوند وردګ شرکت او بل یې د هلمند د ټرانسپورټي شرکت اړوند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه نه پوهیږم چه زمونږ دغه مظلوم اولس د څومره بدمرغیو له هماغه ورځی مخ شوی چه کمونستانو واک تر لاسه او بیا د اخوانیانو په نوم د جنګ د سالارانو لسیزه او بلاخره زمونږ مظلوم اولس د ټولی نړی جنګ سالارانو له خوا اشغال شو ، په هرو سلو کسانو کی یی ۱۳ کسان په نشه توکو اخته ، او په سر یی غلامه ، فاسده او بی کفایته اداره په زوره ټومبل شوی هغوی یی د پاسه غوښی زبیښی ،په بیلا بیلو عذابو یی شکنجه کوی ، وژنی او بی عفته کوی ، کله پری زلزلی او کله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x