fbpx
afghanistan-national-football-team

افغانستان او پاکستان د 36 کلنو وروسته په فټبال کي سره مخامخ کیږي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د فټبال ملي ټیم به د 36 کاله وروسته د پاکستان سره لومړی بین المللي دوستانه لوبه وکړي.

د پاکستان د فوټبال فیډریشن چارواکي وايي چي دوی دې لوبي ته ډیر خوښ دي، او هیله لري چي په دې سره به د افغانستان د پاکستان ورزشي او سیاسي اړیکي نوري هم ټینګي سي.

باید وویل شي چي دافغانستان او پاکستان تر منځ به دفټبال دا لوبه دوه ورځي پس د سې شنبې په ورځ (20/8/2013) په کابل کي تر سره شي.

د پاکستان د فټپال فیډریشن مشر احمد یار لودي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چي دا به یو تاریخي لوبه وي، او دوی ډیر هیله من دي، ځکه چي د پاکستان ټیم په افغانستان کي د 36 کلونو وروسته لوبه کوي، افغانستان ته د پاکستاني ټیم وروستۍ راتګ په کال 1977 کي تر سره شوی وو.

نوموړي زیاته کړې چي د افغانستان ټیم به یو کال وروسته بیا پاکستان ته د لوبي لپاره سفر وکړي.

د افغانستان د فټبال فیډریشن مشر سید اغا زاده ویلي چي دا لوبه به د افغانستان د فټبال لپاره یو تاریخي لوبه وي. او دا لوبه د کلونو سختو او خواریو وروسته لومړۍ لوبه ده، ځکه نو په افغانستان کي د ورزش د پرمختګ لپاره ډیر مهم رول لوبولای سي.

باید وویل شي چي د فټبال د نړیوال فیډریشن فیفا د غوره فټبال ټیمونو په لیست کي افغانستان په ۱۳۹ کي راخي، او پاکستان په ۱۶۷ نمبر راځي.

د افغانستان د فټبال ټیم به د روان کال په ۳۱ اګست د جنوبي آسیا د راتلونکو فټبال په سیالیو کي هم برخه واخلي، چي په نیپال کي تر سره کیدونکي دي، او د سپتمبر د میاشتي تر ۱۱ پوري به دوام ولري، د افغانستان او پاکستان دا دوستانه لوبه په اصل کي د نیپال د سیالیو لپاره چمتوالۍ نیول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د