نړۍ

مصر: د وسلوالو په برید کې اته پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د قاهره ښار جنوب ته د حلوان په ولایت کې د یوه وسلوال برید په ترڅ کې اته تنه پولیس وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د یوه رتبه ضابط ښودل شوې او په اړه یې ویل شوي چې د حلوان سیمي د امنیه قومندانۍ مرستیال وو.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور سره سم د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پولیس د دندې پر مهال په موټر کې روان وه، نامعلومو وسلوالو یې مخه نیولې، ټول پولیس یې وژلي دي او په تيښته بریالي شوي دي.
ددوی په وینا امنیتي ځواکونو د بریدګرو د نیولو په موخه د ښار څخه وتلي ټولي لاري تړلي.

په دې وروستیو کې د مصر په مختلفو ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د پولیسو په منځ کې مرګ ژوبله ورځ په ورځ زیاتیږي.

د مصر په ځینو لیري پرتو ولایتونو کې د اسلامي دولت ډله هم فعالیت لري چې د سینا ولایت په شمال کې د فلسطین سرحداتو ته نیژدې د مصري ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

د کتونکو په باور په دغه هیواد کې وروسته تر هغه وسلوالي مبارزې ته د ځوانانو میلان زیات شو کله چې ددغه هیواد پوځ د غربي او عربي نړۍ په ملاتړ په یوه دیمکراتیکه پروسه منتخب ولسمشر دکتور مرسي له واکه لیري او پر ځای یې د پوځ مشر جنرال سیسي پر هیواد واکمن وټاکی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx