سوریه: د ایران دیارلس تنه نظامي مشاورین وژل شوي، ۲۱ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ایران د پاسدار انقلاب ځواک ۱۳ تنه نظامي مشاورین چې په سوریه کې په دنده ګمارل شوې وه، په تازه جګړو کې وژل شوي او ۲۱ تنه یې نور ټپيان شوي دي.

د ایران د پاسدار انقلاب یوه جګپوړي مشر رسنیو ته ویلي چې دغه نظامي روزونکي او مشاورین دده په اصطلاح د تروریستانو سره په مخامخ جګړه کې د حلب ښار په خان طومان سیمه کې وژل شوي دي.

که څه هم دغه چارواکي د ایران د وژل شویو نظامي مشاورینو عسکري رتبې نه دي په ډاګه کړي خو د فرانس پریس د راپور سره سم وژل شوي او ټپیان ټول د ایران د شمالي ولایت مازندران استوګن دي.

د مازندران ولایت د انقلاب پاسداران ځواک ویاند حسین علي رضايي د فارس او ایسنا خبري اژانسونو ته ددې خبر پخلی کړی او د پيښي قربانیان یې د خپل ولایت بللي دي.

په تهران کې د الجزیرې درسنیز دفتر مشر عبدالقادر فایز ویلي چې په دومره لوی شمېر د ایراني ضابطانو وژني پخوانی رسم مات کړی، «پخوا به ددومره لوی شمېر اعلان پر یوه ځای نه کېده.»

نوموړي همداراز ویلي، په ایراني ځواکونو کې چې چاته عسکري مشاور وویل شي، مطلب یې ضابط وي، «په دومره لوی شمېر د ایراني ضابطانو وژنه پر دې دلالت کوي چې د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګیږي».

او زیاته یې کړه: «ایران خپل ټول وس کوي چې د حلب په جګړه کې د بشار الاسد ځواکونه پرمختګ وکړي، په کومه سیمه کې چې ایراني ضابطانو ته مرګ ژوبله اوښتې هلته د جیش الفتح په نامه وسلوال واکمن دي چې ایران یې تروریستي ډله بولي».

د جیش الفتح ډلي له لوري نشر شوي د ایراني عسکرو انځورونه

د جیش الفتح ډلي له لوري نشر شوي د ایراني عسکرو انځورونه

د الجزیرې د راپور سره سم د تېر میلادي کال ۲۰۱۵ د اکتوبر د میاشتي څخه تر اوسه پوري ایران د خپل ۲۶۰ عسکرو وژل منلي دي.

د یادوني وړ ده چې ایران ډیری شیعه مذهبه پاکستانیان او افغانان هم د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ جنګوي، خو د هغوی د مرګ ژوبلي د شمېرو درک بیا نه لګیږي او نه یې هم په اړه دقیق معلومات د رسنیو یا نورو جهتونو سره شریکیږي. ځیني راپورونه وايي چې په دغو پيښو کې تر ۱۵ زیات افغانان هم وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د