fbpx

هیر شوی سنت : موسکا کول

شفیق احمد ریان

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له جلیل القدر صحابي حضرت ابي ذر غفاري رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ( تَبَسُّمُکَ فِی وَجْهِ أَخِیکَ لَکَ صَدَقَةٌ”.)خپل ورور ته موسکا کول صدقه ده .

امام مناوي رحمه الله ددي حدیث په اړه فرمايي : یعني کله چي له خپل ورور سره ملاقات کوئ په ورین تندي ورسره مخ شئ او موسکا وکړي کوم ثواب چي تاته رسیږي اجر يي لکه د صدقي دومره دی .

همدا رنګه امام بطال رحمة الله ددي حدیث شریف په شرحه کي وايي : دا حدیث په دي دلیل دی چي له خلګو سره د ملاقات په وخت کي موسکا کول له نبوي اخلاقو څخه دي ، ځکه موسکا د تکبر خلاف او د محبت او صمیمت باعث ګرځي .

څومره به ښه شي چي چي تبسم او موسکا د مسلمانانو په ټولنه کي عامه شي ، په دي ډول به ورځني دردونه او پریشانيوي کمي شي .

انسان باید دا فکر ونه کړي چي د موسکا کولو په وخت باید هیڅ مشکل نه وي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له دي چي ډیري پریشانئ او مشکلات يي لرل بیا به هم همیشه موسکی وو ، تر دا چي موسکا او تبسم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بارزو صفتونو څخه ګڼل کیږي .

هغه صلی الله علیه وسلم په موسکا کولو کي د فقیر او غني ، سپين او تور فرق نه کاوو تر دي چي ماشوم به يي ولید هم به ورته موسکی شو ، له عبدالله بن حارث رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي له کومه وخت مسلمان شوم رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل کور ( مطلب په خاصو وختونو کي ) څخه نه یم منع کړی همدا رنګه چي هر کله به يي ولیدلم موسکا به يي راته کوله .

په دي اړه زیات احادیث راغلي دي تر دي چي امام بخاري رحمة الله تعالی علیه  په خپل کتاب صحیح بخاري کي ددي موضوع لپاره باب بیل کړی دی او ددي موضوع اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګڼ شمیر احادیث يي را جمع کړي دي ، دا ټول په دي دلیل دي چي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم هر وخت ورین تندی لاره او تبسم به يي کاوو .

دا به ډير ښه شي چي ورین تندی او تبسم په ټولنه کي عام شي ، تبسم د مهرباني او د زړونو د نیږدي کیدلو باعث ګرځي له دي پرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتونو څخه هم دی ، تبسم د دعوت او د زړونو د خوشحاله کولو لویه کیلي ده ،

 .هو تبسم یا موسکا هغه صدقه ده چي هیڅ خرڅ نه په راځي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د