fbpx

عاجل: شپږ تنه طالب بندیان اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): دولتي سرچیني وايي چې شپږ تنه مخالف وسله‌وال یې د تروریزم په تور په کابل کې اعدام کړل.

په خبر کې ویل شوي چې شپږ تنه وروسته تر هغه اعدام شول چې ولسمشر یې په ملي شورا کې د وینا پر مهال د اعدام ټینګار کړی و.

په کابل کې د ملي امنیت پر لسم ریاست د طالبانو د ډله‌ييز برید او په هغه کې د ملي امنیت درنې مرګ ژوبلي د ولسمشر اشرف غني په ګډون جګپوړي دولتي چارواکي وپارول، چې له امله یې ولسمشر اشرف غني د هغو کسانو لیست وغوښت چې د محکمو له لوری د تروریزم په تور په اعدام محکوم شوي وه.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دقیقه څوک اعدام شوي خو د لومړنیو راپورونو له مخې شپږ تنه اعدام شوي چې په کابل کې په تروریستي بریدونو تورن وه.

د یادوني وړ ده، چې طالبانو ګواښ کړی و، که ددوی بندیان اعدام شول، انتقام به یې له هغو قاضیانو اخلي چې دغه احکام یې صادر کړي.

بل لوري ته ولسمشر ملي شورا ته په وینا کې وویل چې د هغو قاضیانو د امنیت ساتنه به کوي چې د طالبانو پر ضد د اعدام احکام صادروي.

تر اوسه طالبانو ددې خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د