مصر - په وینو او لمبو کي

د دیموکراسی وحشت په مصر کی

داچه نننی نړیوال استعمار ( ماسونیزم له اسراییلو وړاندی هیوادونو کی د اسلامی نظام د پیاده کولو حوصله او زغم نه لری نو د اسراییلو او فلسطین سره خوا په خوا به څرنګه نړیوال استعمار ته چه اسراییل یی پایتخت دی دا زغم ولری چه په مصر کی دی یو اسلامی ګوند ( چه په مصر کی له پیړیو د مبارزو سابقه لری او په دی لیار کی یی د جنوبی افریقا د مستر منډالا ته ورته نه ستړی کیدونکی قربانی ورکړی او وخت په وخت د استراییلی استعمار له لاسه یی زندانونه تیر کړی او ډیر یی په شهادت رسیدلی ) د مصر سیاسی قدرت تر لاسه او هلته دی د اسلامی نظام د پیاده کولو د پاره څه ناڅه زمینه رامنځته شی او یا دی لږ تر لږه مسلمانان په ازاده فضا کی تنقس وکړی شی او اسلامی زده کړی او اسلامی کړنی دی کما حقه تر سره کړی .

دا چه مصر د اسراییلو په څنګ کی پروت دی ، باور لرم چه د مصر د مجاهد اومظلوم اولس په اخرنیو ټاکنو کی به د مصر داخلی او خارچی سکولریستانو ، د مبارک پلورل شوی پلویانو ، بی کفایته عربی شاهی شیخانو او نړیوال استعمار خپلی ټولی اخری فریب کاری ، وسیلی ، وسی او هڅی په کار اچولی چه ووټونه په هره ممکنه وسیله ، غلا او یا په بیه خپلی کړی ( لکه په افغانستان او عراق کی چه یی کوی ) ، مګر سره ددی د مصر خلکو اوس دوست او دشمن پیژندلی د اخوان لمسلمین اسلامی ویاړلی ګوند ته ( چه به د اسلامی نظام په پیاده کولو دوی ته سوله او هوساینه رامنځته کوی ) دملت اکثریت ووټونه په خپله خوښه ورکړل د اخوان لمسلمین ویاړلی ګوند د ( سکولریستانو ، د نړیوال استعمار او عربی شاهی پلورل شوو شیخانو د هیلو په خلاف ) د همدوی د ( د یموکراتیکو ټاکنو په اصطلاح ) د رایو په اکثریت ټاکنی وګټلی .

داچه په ټاکنو کی د دیموکراسی پلویانو او د عربو شاهانو لکه په الجزایز ، فلسطین ، ترکیه او داسی نورو ملکونو په شان درغلی ونکړی شوه ، بی هیلی شول له شرمه یی د ټاکنو نتیچه ومنله ولی د اخوان المسلمین ذاسلامی ګوند (چه د اسراییلو په څنګ کی پروت دی ) په واسطه د سیاسی قدرت ترلاسه کولو زغم یی نه درلود له اولی ورځی یی د داکتر مرسی د حکومت د نسکورولو د پاره نړیوال استعمار ، د مبارک سکولریستو ایزمیانو او دیموکراسی پلویانو د عربی شیخانو د مصر د سلفینو په ګډون یی هر ډول فریب کاریو ته پلانونه جوړ کړل ، فوځیانو په ملکی جامو کی ځینی نور کوڅه ډبی ، بیکارو او لا وبال یی د شیخانو په دینارو، درهمو او ډالرو له ځانه سره یوځای کړل څو میاشتی پرله پسی یی مظاهرو ته دوام ورکړو .

داکتر مرسی د خپل یو کال حکومت په دوره کی یی کله هم پولیسواو یا اردو ته امر ونه کړو چه د مظاهرو مخه ونیسی ، او حتی مظاهره چیانو ته یی د سولی او خبرو دروازی پرانیستلی وی او په دوامدار ډول یی ورڅخه د غوښتنو د هوارولو هیله کوله مګر دا چه د مظاهری رهبرانو ته د استعمار له خوا د خبرو نه کولو دستورورکړی شوی وو داکتر مرسی ونه توانیدو د مظاهره چیانو غوښتنی حتی واوری ، حتی د مظاهرو کولو ګپه وخت به یی همدا خبره تکرار تکرار یادوله او شعارونه به یی ورکول ( چه مرسی څه ویلی وو هغه یی ونه کړی شول ) .

کومی چه دنه اوریدو او نه حل کیدو غوښتنی وی د مبارک پلویانو او د پلورل شوی اردو جنرالانو چه لوی سرمایداران وو هر ډول اختلاس ، غلاوو او فریب کاریو ته یی لاسونه وغځول او هم به یی دا اوازه خپروله چه د مرسی حکومت وخت کی حکومت د اقتصادی رکود سره مخامخ دی او دا خبره به یی د مظاهره چیانو په خوله کی ورکوله او بیا به یی د غربی میدیا په واسطه دغه ډول نیوکو ته لا نور رنګ او روغن ورکوو او میدیا به چه څو زرو ته به یی شمیر نه رسیدلو میدیا به هغه څو میلونه مظاهری یادولی او لا په اخرو ورځو کی یی ورله شمیر ۳۵ میلونو ته ورسوو ، په داسی حال کی چه د مصر د اخوان المسلمین د اوسنو مظاهرو په دریمه او څلورمه برخه به هم نه معلومیدل او هغه هم یواځی په قاهره کی به وی او کله کله به یی د اسکندریی عیسویانو ته هم معاشونه ورکړل هغوی به هم کله چه اوچت معاشونه له عربی شاهانو ترلاسه کړل هغوی به هم راووتل لنډا دا چه ویی ( اب خیره کن ماهی بګیر) اصلی هدف د داکتر مرسی حکومت نسکورول وو او لا به یی دا خبره هم په نطر کی وه چه د مرسی حکومت به د مظاهره چیانو په مقابل کی له شدت او جدیت څخه کار واخلی او په دی واسطه به دوی د مرسی پلویانو او حکومت ته د دیموکراسی خلاف یعنی د دیکتاتوری نوم ورکړی او له هغه وروسته به بیا کودتا وشی نو خلکو ته به وایی چه دا خو د داکتر مرسی شروع وه تاسو سره یی له داسی دیکتاتوری څخه کارواخست که مونږ نور پریښی وه څه ظلمونه به یی نه کول .

د حیرانتیا خبره وه په یو کال کی چه چا یو نوی بزنس واز کړی وی باثباته او په پښو نه شی درولی د مصر لوی ملک کی چه یوه پيړی ورباندی پلورل شوو سکولریستانو حکومت کړی وو چه ټول غله مفسدین او فریب کاران وو ، هره خوا ګډ وډی او خورد و بورد وو ، تول دفترونه د مبارک په خپلوانو اوپلویانو ډک وو.

د بلی خوا د فلسطین مسلمانانو هم تری د مسلمانی او ښه ګاونډی توب هیلی درلودی چه لږ تر لږه د اسراییلو د مالی اوخوارکی بندیزونو وژغورل شی او هغه هم یواځی د راکړی ورکړی یا د تګ راتګ ورته اجازه ورکړی شی چه دا کار مصریانو د تجارت او اقتصاد د پاره هم په ګټه وو مګر دا چه دا کار د اسراییلو او نړیوال استعمار او عربی شیخانو په ګته نه وو یعنی د هغو پلان دا وو چه د غزی په اوسیدونکو د دوا ګانو ، خوراکی توکو ، صحی اوبو، ګیس میوه چاتو ، سبزیجاتو ، غله جاتو او داسی نورو ورځنی اړتیاوو بندیزونه زیات کړی چه د لوږی له لاسه د اسراییلو غلامی ته سرونه ښکته او د هغو په خدمت او د هغو د استثمار د پاره وکارول شی تر ټولو مهم ( د نظامی ، امنیتی آو ستراتیژکو تړونونو په نوم ) د اشغال شوی فلسطین دستخط ورته وکړی .

په ځانګړی ډول ( لکه د افغانستان په شان اردو ، پولیس او امنیتی قواوی ) چه د لویدیز په لاس روزل شوی ، تمویل او تجهیز شوی وی د هغو د ملی کولو د پاره برابرول اوسمول په څلور یا پنځه کلنه دوره کی هم ناممکنه خبره وه ، تاسی وګوری د امریکا د جمهوریت ګوند د اته کلن حکومت کولو وروسته چه دیموکراتان یی باید ناولتیا پاکه کړی او شړیدلی اقتصاد یی ورسم کړی اوباما یا د دیموکرات ګوند ونه شوکولی چه په اولو څلورو کلونو کی له صفر څخه راووځی تر دی چه د دوهم دوری د پاره یی بیا دیموکراتانو ته حکومت پریښودلو نو داکتر مرسی به د سلو کلونو ګډوډ له فساده ، غداریو او درغلیو ډک حکومت او ټولنه کی په یو کال یا څو میاشتو کی څه رنګه د پام وړ بدلون راولی ؟ او هغه څو میاشتو کی د د یموکراسی پلورل شوو یوه ذره کار او سوچ ته هم ازاد او په خپله خوښه پرینښوده .

د خپل دفتر کارونه یی لا پوره سمبال کړی نه وو چه دوی د اسلام او مصر د دشمنانو په شیطانت او دسیسو مظاهری پيل کړی د اسراییلو غلام جنرال ( السیسی ) چه د مرسی په واسطه د دفاع وزارت اوچت مقام ورکړی شو ، به د مظاهرو په اوږدو کی داکتر مرسی ته ویل چه د مصر اکثریت خلک ستا د حکومت سره مخالف لری وایی تاسی هغه ټولی ژمنی چه د اولس سره کړی وی سرته ونه رسولی خلک ستا په حکومت دشک په سترګه ګوری او دا سی نور او نور….. ولی داچه هغه پلورل شوی جنرال مخکی له مخکی د اسراییلو او د عربو د شاهانو په واسطه په بیلنونو ډالرو رانیول شوی وو ، د پلان په اخرو شیبو کی ددی پرځای چه د مظاهره چیانو سره د حل لیار ولټوی روغی او جوړی ته یی مجبور کړی ډاکتر مرسی ته دری ورځی وخت ورکوی چه که د مظاهره چیانو سره ( چه غربی میدیا به کله ۳۵ میلونو ته هم ورسول ) سیاسی حل وفصل ته ونه رسیږی نو نظامی به د حل لیاره وګوری یعنی تاسی به له دندی لیری او کودتا به وکړی . چه همداسی هم وشول ، کودتا په دغه ورځ نه بلکه د کودتا پلان د داکتر مرسی د ریاست له اوله ورځی پیل شوی وو .

پلورل شوی جنرال السیسی د کودتا مبتکر او پلان ګذار نه بلکه د اسراییلو ، استعمار او عربی شاهانو په واسطه جوړی شوی کودتا عملی کونکی وو ډاکتر مرس ته راځی او ورته وایی چه ستا وخت پوره شو ، ملت له تاسی فاصله نیولی ، تاسی ته می اخرنی دری ورځی چانس درکړو تاسو ونه کړی شو چه ملت یعنی مظاهره چیانو ته قناعت ورکړی نو زه د ملت ( مظاهره چیانو ) په څنګ کی چه همدا فوڅیان وو ، په خواکی دریږم داکتر مرسی باید استعفی ووکړی او لا به کودتا شروع کیږی ، اوس څرنګه د ملت په شا ولاړ دی چه په زرونو بی ګناه د ملت خلک یی د اسراییلو د پاره په وینو کی لت پت کړل . اوس هغه خبره چه غلام جنرال ویل زه د ملت په څنګ کی دریږم اوس خو د ملت په وژنه لګیا دی .

دا وژنی او دا بی عزتی چه له اولی ورځی د مصرد مسلمانو میرمنو په بی عفتی او جنسی تجاوز پیل شوه مګر دا ټول وحشتونه د دغه غلام جنرال السیسی یواځنی یواځنی انتخاب نه دی په دی کی د کودتا ټول پلان جوړونکی لکه نړیوال استعمار، د مبارک سکولریست پلویان ، د عربو شاهان او شیخان ګډون لری دا دهغو ټولو فرمایشی وژنی او ویرونی دی .

کله کله یی یو اړځ ځان بیطرفه او بل اړخ د مصر مظلوم ملت ته د تروریزم اودهشت ګرو خطاب کوی ، بیا بل اړخ وایی چه مونږ به د مصر اوسنی عسکری حکومت ته د کلنی بیلونونو ډالرو په ورکولو یا نه ورکولو فکر کوو داسی نه وایی چه دی وحشت ته دی ژر ترژره د پای ټکی کیښودل شی تردی چه زړه یی دی وحشت ته حتی د کودتا نوم هم ورنکړی او ورو ورو یی د انقلاب په نوم ونوموی او ووایی چه د مصر د خلکو غوشتنی ته مونږ په درنښت ګورو مونږ د یوه اړخ پلوی نه کوو که څه یو اړخ د وحشت او ډلییزی وژنی کوی . اوس وخت کی هم دومره دوه مخیزه خبری کوی چه هیله لرو چه ژر تر ژره عسکری کرفیو بنده شی .

په دغه حساسه موقع کی چه په مصر کی د ناڅاپی بی ګناه او بی دفاع وینو سیلابونه روان دی د دی پرځای چه مصر ته ولاړ شی او یا د ملګرو ملتونو په اجنډا کی د مصر مظالمو ته دنړیوالو او په ځانګړی ډول د امنیت شوری ( د نړی واکدارانو) پام راواړوی په دی هکله د مصر د ظالمانو او وحشیانو په هکله بیړنی پریکړه وشی د ملګرو ملتو مشر( بان کی مون) ، اسراییلو ته د هغه سولی د پاره سفرکوی چه په تیرو ۶۵ کلونو کی نه ده شوی او که د اسراییلو دا برم او طاقت وی په راتلونکی کی یی هم تصور نه کیږی مګر اوس ناڅاپه دومره مهربانه شو چه د فلسطینیانو د اوښکو د وچولو د پاره اسراییلو ته د عاجلی سولی د پاره بیړنی پرواز کوی تر څو په دی واسطه د نړیوالو پام د مصر د مظلوم اولس د وینو تویولو څخه لږ بلی خوا ته واړوی.

کله هم د مصر د ظالم اووحشی فوځی حکومت له خوا د اخوان لمسلمین سره د مفاهمی خبری خپری شی وایی چه مونږ د اخوان المسلمین د مشرانو سره د مفاهمی د پاره هڅه وکړه مګر هغوی د مفاهمی سره مینه نه لری. حیرانونکی او تیرویستونکی !!!! په داسی وخت کی اخوان المسلمین مفاهمه وکړی چه وژل کیږی ؟ بی عزته کیږی ، په مساجدو کی پناه اخلی ، شپه او ورځ په مسجد کی د دوی د هر دول لاپو او اخطارونو سره مخ او د څو کسانو په شهادت او زخمیانو له مسجد څخه د ګازونو په زور راویستل کیږی ، نیم یی جیلونو او بندیخانو ته ځی او مفاهمه وکړی؟ په سوونو نور مشران یی په جیلونو کی د شکنجو لاندی شپی ورځی تیروی د خپل مرګ ساعتونه او دقیقی شمیری او ډیر یی په شهادت رسیدلی دی تر دی چه د داکتر مرسی د مړ ژوندی خبره معلومه نه ده ، او د دوی سره به مفاهمه کوی ؟

دا ټولی هغی ښکاره تیروتنی دی چه د سالم عقل خلک پری په پوهیږی چه دوی څه کول غواړی او بیا هم د میدیا د مشبوع کولو او قانع کولو د پاره د خلکو سترګو کی خاوری اچوی .

دغه ده دیموکراسی اوسکولریزم لکه د کمونستی په شان تری د ډیری خطرناکی وسلی په ډول کار اخستل کییږی ،او کار واخستل شو . کمونستانو به یو ملک ته له ننوتلو مخکی عوامو ته دکور کالی ډوډی ورکولو ژمنی او شعار ورکول ، دهغه ملک د سیاسی قدرت د تر لاسه کولو وروسته به یی کمونستان د هغه ملک په مظلوم اولس په زوره په خلکو وتپل بیا به یی د عوامو څخه کور کالی ډوډی رانیوله . دیموکراسی او سکولریزم هم له ورته یا عین فارمول څخه کار اخلی یو مطلوب ملک خلکو ته له ننوتلو مخکی د ازادی ، ازادو ټاکنو ، تمدن ،عدالت ، د ښځو او نرود حقوقو مساوات، د بشری حقوقو د اعادی ،( دخلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو باندی ) او داسی نور غوړاو رنګه شعارونه ورکوی مګر کله چه هغه مطلوب ملک ته یی استثماری څپیړی ورسیږی یعنی سیاسی قدرت یی خپل کړی نو بیا هر څه سرچپه او ولټه شی .

دادی اوس وګوری چه مصر کی څه وحشت روان دی د مبارک حکومت ته چه ددوی پالیسی او د اسراییلو مصونیت یی تضمین کړی وو د غرب له خوا هماغه دیکتاتور او فاسد نظام ته دیموکراتیک او سکولرییست نظام یادیدلو ، مګر کله چه د ظلم او دیکتاتوریو هغه کچی ته ورسیده چه دمصر مظلوم اولس نور نه شوه زغم کولی د څو سوو شیهیدانو په وینو یی ورله تخته نسکوره کړه ، دا هغو د دیکتاتوریو کچه دومره اوچته شوی وه چه لویدیز یی په دفاع کولو شرمیدلو دالر یی ورله هضم کړل کوم چه د مبارک د زړه د حملی او یا د سرطان دناروغی سبب شو چه اوس د پرله پسی درو درمل لاندی دی . لویدیز د راتلونکی بل پلان په غم کی شو چه د مبارک بدیل ( البرادی ) د پاره په له خلکو ووټونه غلا او یا په بیه رانیسی مګر دا چه د مصر خلکو خپل دوست او دشمن پیژاندلو ، د البرادی په ځای د اخوان لمسلمین ویاړلی ګوند ته چه داکتر مرسی یی په راست کی واقع وو اکثریت خلکو رایه ورکړه .

دا پلان هم د ماتی سره مخ شو ، سمدلاسه دبل نوی شوم پلان د عملی کولو په فکر کی شول چه په داکتر مرسی نظامی کودتا وکړی او هماغه د کموستانو د کور کالی ډوډی په شان هماغه د اکثریت خلکو ووتونو ته چه د دوی د دیموکراسی تعریف دی ( د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو باندی ) هغه یی په داسی فارمول چدل کړو چه د ( سکولریستانو حکومت د نظامیانو له خوا په مظلومو خلکو باندی ) دازادیو ځای دیکتاتوریو ، دعدل او انصاف ځای بی عدالتیو ، ظلم او بربریت ، د بشری حقوقو د اعادی پرځای د بشری حقوقو د بربادی او او … داسی نور چه د ځنګل قانون به هم ورپوری شرم وکړی رامنځته کوی .

د دوی د پاره دیموکراتیکی ټاکنی او دیموکراسی هغه ده ، چه د دوی کوم سکولریست ایزمی د پاره پکی له خلکو ، په غلا ، بیه او یا نورو فریب کاریو ووتونه تر لاسه کړی ، که په دی کار وتوانیدل هغه دیموکراتیک حکومت په رسمیت پیژنی او د هر دول مرستو ژمنه ورسره کوی او هر ډلو نظامی او سیاسی اړیکی ورسره ساتی دا ځکه چه هغه حکومت د دوی پالیسی او د دوی ګټی تعقیبوی او که دا کار ونه شو نو بیا له دوه اخری پیلانونو کار اخلی په دی اړه ده چه په کوم ملک کی له کوم یو څخه ګټه پورته کړی ، هغه یوه نظامی کودتا ده لکه مصر کی چه یی تر سره کړه ، او یا یی په الجزایر ، ترکیه او نورو ملکونو کی ترسره کړی دی ، دوهمه وسله یی د خلکو د خپل مڼځی جنګ داخلی جنګ څخه دی چه دنشنلیزم او فاشیزم په واسطه د هغه ملک خلک په بیلابیلو قومونو ، ژبو ، مذهبونو ، سمتونو او داسی نورو ټولینزو کوچنیو مخرجونو ویشی چه یو له بله خپله برتری په ډاګه کوی هر اړخ ته همدا استعمار وسلی پیسی او وسیلی ورکوی تر هغی یی جنګوی چه بیا هر یو داوو طالبانه استعمار بیا راولی لکه دا کار روسانو افغانستان کی د خپل ماتی په اخر کی وکړو او امریکایان هم که د کوم خپل سکولریست اجنټ په مشری موفق نه شی نو دوی به هم د خپل منځی جنګ بینیاد مخکی له مخکی ایښی ، صرف یوی برقی جرقی یا ګوګورد ته اړه ده .

و من الله التوفیق

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x