سوریه: د حلب په جګړه کې ۱۵ افغانان هم وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د حلب په خان تورمان سیمه کې د وروستیو جګړو له امله د ایراني جنرالانو او ظابطانو تر څنګ ۱۵ تنه افغانان هم وژل شوي دي.

د جیش الفتح او النصره په نامه وسلوالو ډلو تېره ورځ د حلب په ښار کې د خان تورمان په سیمه کې پر هغو ایراني، افغاني او لبناني ملیشو او عسکرو برید وکړ چې د حلب ښار ته یې د جګړې د پراخولو هڅه کوله چې له امله یې د وروستیو راپورونو پر اساس ۲۰ ایراني ، ۱۵ تنه افغاني او یو شمېر د لبنان شیعه ډلي حزب الله وسلوال وژل شوي دي.

باید وویل شي چې له ډیره وخته داسي راپورونه ورکول کیږي چې ایران د افغانستان او پاکستان شیعه جنګیالي سوریې لیږي تر څو هلته د بشار الاسد په ملاتړ وجنګیږي.

دغه شیعه جنګیالي ډیری یې د پيسو او نورو امتیازاتو لپاره او لږ شمېر یې د عقيدې پر اساس جنګیږي.

که څه هم د افغانستان وزارت خارجه په سوریه کې د افغانیو جنګیالیو په اړه د تحقیقاتو وعده په وار وار کړې، خو تر اوسه یې درک نه دی مالوم چې په څومره شمېر افغانان اوس مهال په سوریه کې جګړه کوي او یا څومره شمېر یې تر اوسه وژل شوي دي.

باید وویل شي چې ډیر ځله د سوریې د وسلوالو له لوري افغاني عسکر ژوندي نیول شوي هم دي چې وروسته د ګمنامۍ او بې سرپرستۍ له امله یې هیڅ درک نه دی لګېدلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د