نظــر

د آل سعود کورنۍ د اسلامي امت پر ټنډه تور داغ

شفیق شرافت

له څو ورځو راهیسې په مصر کې یهودمشربه پوځ د بې ګناه او بې دفاع مسلمانانو په قتل عام لاس پوری کړی. دغې خونړۍ پیښې هر باضمیره مسلمان غمجن کړی او په زړه یې دردمند کړی، دا دومره له وحشته ډک ظلم وه چې آن د  امریکايي او اروپايي هیوادو کافرو مشرانو یې هم د بربنډ تایید او څرګند ملاتړ جرئت ونه کړی شو او لږ تر لږه د مصر له وحشي پوځ څخه یې وغوښتل چې د مسلمانانو په وژلو کې له حوصلې کار واخلي او داسې په بې رحمانه ډول دې يې نه وژني.

خو ډیره د تاسف خبره ده چې د یو اسلامي هیواد مشر، نه یوازې دا چې د مسلمانانو د قتل عام غندنه یې ونه کړه، برعکس مقتولین یې فتنه اچوونکي، ګمراه، تروریستان، او د سولې او ثبات دښمنان وبلل. دا هغه تش په نامه مسلمان زعیم دی چې ځان د مسلمانانو د دوه مقدسو اماکنو د خدمتګار په لقب یادوي. دا په نجد کې د انګریزي استعمار په لاس د محمد بن سعود تر نامه لاندې د رامینځ ته شوې دستوري واکمنۍ خلف دی، د کومې د جوړیدنې یوازې هدف چې د عثماني خلافت تضعیفول او راپرځول وه. دا د خادم الحرمین الشریفین الملک عبد الله بن عبد العزیز خپلې څرګندونې دي.

که د (آل سعود) د واکمن نظام په تاریخ او شالید نظر واچول شي د دغې کورنۍ د اسلام او مسلمان ضد دریځونو ګڼې بیلګې او مثالونه به په لاس راشي، او دا به راته جوته شي چې دغې کورنۍ د حرمینو د تقدس په سیوري کې امریکا، انګلیس او اسرائیلو ته څومره په اخلاص چوپړ وهلی. ښايي همدا علت وي چې دغو هیوادونو همیشه هڅه کړې په سیمه او هیواد کې د سعود د کورنۍ حفاظت وکړي او ریښې یې لا پیاوړي کړي او د ګواښ او سقوط سره د مخامخ کیدو په صورت یې ژر تر ژر هر اړخیزو مرستو ته راودانګي.

د نیوزویک مجلې او واشنګټن پوسټ ورځپانې په (۱۷/ ۲/ ۱۹۹۲م) نیټه د سپینې ماڼۍ څخه د ترلاسه شوو پټو اسنادو په استناد په یو راپور کې لیکلي:

“د ملک عبدالعزیز په وخت کې د نظام په اداره کې د ګډوډۍ او ځانځانۍ له کبله اسراف او بې ځایه لګښتونه ډیر زیات شول او د حج عایدات دومره ښکته راولویدل چې د آل سعود واکمني د سقوط له ګواښ سره مخامخ شوه. د امریکا حکومت له سعودي سره مالي او اقتصادي مرسته وکړه او د آل سعود واکمني یې له سقوط څخه وژغورله، خو په مقابل کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر (هاري ترومان) د ملک عبد العزیز څخه داسې یوه معاهده تر لاسه کړه چې له مخې به یې سعودي عربستان هیڅ کله په داسې کومه جګړه کې ګډون نه کوي چې عربان یې د فلسطیني ولس د ژغورنې لپاره د اسرائیلو په خلاف ترسره کوي”.

په ۱۹۷۸م کال کې یو امریکايي جنرال (جورج کیفان) چې د امریکا د هوايي ځواک د استخباراتو مشر وه، په واشنګټن کې د منځني ختیځ په اړه په یو جوړ شوي کنفرانس کې په ډاګه کړه او ویې ویل:

“په تیرو پنځلسو کالو کې لږ تر لږه درې ځله د آل سعود د واکمنۍ د راپرځولو او د پاچا د وژلو هڅه شوې، او مونږ ته معلومه ده چې د اسرائیلو د استخباراتو په مداخلې دوه دغسې هڅې شنډې شوي دي”. د نوموړي جنرال دا خبره په کنفرانس کې درې نورو ګډونوالو جنرالانو (په اروپا کې د امریکايي ځواکونو مرستیال قومندان جنرال هم آرثر کولینز، د امریکا د بحري عملیاتو قومندان جنرال اډمیرل زومریلټ، او د امریکا د برید کوونکو قواوو قومندان جنرال بنجامین داویس) هم تایید کړه.

دا هغه سعوديان دي چې ځانونه د اسلام سپه سالاران بولي او اسلام ته د خدمت مصنوعي القاب يې په دوه کرښو کې هم نه راغونډیږي.

دا هغه سعودیان دي چې د حرمینو په فضا کې یې د اسرائیلو ملکي الوتکې په ډاډه زړه الوتنې کوي او په هوايي حریم کې يې د اسرائیلو جنګي الوتکې د مسلمانانو د قتلولو لپاره مشق او تمرین کوي.

دا هغه د حرمینو خدمتګاران دي چې په یاسر عرفات یې د خدای خوارۍ وکړې چې اسرائیل پرې په رسمیت وپیژني، د (معاریف) په نامه اسرائیلۍ ورځپاڼه په (۱۹/ ۱۱/ ۱۹۹۱م) نیټه په واشنګټن کې د هغه وخت د سعودي سفیر بندر بن سلطان له خولې لیکلي چې په نیوریاک کې يې د یو یهودي میلیونر (تسفي شلوم) په کور کې په تاکید سره وویل چې سعودیان په فلسطین کې د سخت دریځۍ پرضد د اسرائیلو د تګلارې په اړه هیڅ اندیښنه نه لري او سعودیانو ډیر زیات کوښښونه روان کړي څو د (فلسطین د ازادۍ غورځنګ) قانع کړي چې د اسرائیلو د دولت په رسمیت پیژندلو پرته بله هیڅ د حل لار نه شته.

او دا هغه سعودیان دي چې په افغانستان کې ورته ځینې ساده ګان د سولې په راوستو کې د رول او ارزښت غوښتنه کوي. خو هغه څوک چې د بې ګناه مسلمانانو د وینو له توییدلو خوند اخلي هغه به څنګه په سولې او آرامۍ کې مثبت رول ولوبولی شي؟!

د آل سعود په اړه د قضاوت په برخه کې نن ورځ ډیر خلک په دې غولیدلي چې د سعود خاندان شپه او ورځ حرمین شریفین جارو کوي، د حاجیانو خدمت کوي، حرم شریف پراخوي، او کعبې شریفې ته له خورا قیمتي ټوکره اوبدل شوی پوښ وراغوندي..

هو! دا سمه ده چې د سعود اولاده به په حرمینو کې د مسلمانانو حاجیانو ته د زمزم اوبه په خورا ښه توګه تهیه کوي، خو همدا مسلمانان چې کله خپلو کورونو ته ستنیږي د آل سعود د غرب پروره سیاست له لاسه د شهادت جامونه په سر اړوي.

دا هم درسته ده چې د ال سعود تش په نامه مسلمانان به کعبه شریفه هر کال د مشکو په اوبو پریمنځي، خو هغه انسانان چې له کعبې څخه ګردچاپیره د الله جل جلاله نوم یادوي، د آل سعود چارواکي یې په خپلو وینو کې د لمبولو بلنه ورکوي.

او هغه حاجیان چې د سعود اولاده یې په خپل هیواد کې ضیوف الرحمن (د الله جل جلاله میلمانه)  بولي، په خپلو هیوادو کې يې وژونکي هڅوي چې د مرګ میلمانه یې کړي.

زه نه پوهیږم چې د سعودي خدا ناترسه او د قبر په غاړه ولاړ پاچا چې کله د بیت الله شریف او کعبې شریفې په ودانۍ او پراخوالي افتخار کوي، او بیا په مصر کې د بې ګناه مسلمانانو د وینو په تویولو خوښیږي او په زړه کې ګوړې ماتوي، ولې د شرم او خجالت احساس نه کوي؟؟ عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) کعبې شریفې ته مخامخ ودرید او ویې ویل: ای کعبې! ته څومره ستره یې، ته څومره د ستر تقدس او حرمت څښتننه یې، خو د الله جل جلاله په نزد د یو مومن حرمت او تقدس تر تا ډیر زیات دی.

زه په دې باور لرم چې که حرمینو خبرې کولای شوای نن به یې په چیغو چیغو، د حرمینو د خدمت لافې وهونکو ته دا نبوي وینا ورپه یادولای چې: (لأن تهدم الكعبة حجراً حجراً أهون على الله من أن يراق دم امرئ مسلم): د الله جل جلاله په نزد د یو بې ګناه مسلمان د وینې د توییدلو ګناه دومره لویه ده چې د کعبې ویجاړیدل او لوټې لوټې کیدل یې په پرتله ډیر اسانه دي.

او که بیت الله شریف او نبوي مسجد ژبه درلودای نو نن یې په خلاص کومي نارې وهلې چې ای د آل سعود کورنۍ! که تاسو زمونږ له تقدس څخه نه شرمیږئ، مونږ په هغه خدمت شرمیږو چې ستاسو په وینو لړلو لاسو مونږ ته رارسیږي، تاسو د اسلامي امت په تندي باندې تور داغ یاست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x