
طالبانو د ترانسپورتي شرکتونو مسئولین په جدي چلند وګواښل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د هغې ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې چې نن سهار د غزني – کندهار په لویه لار هغه مهال رامینځته شوه چې دوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د تیلو ټانکر سره وجنګېدل. د لومړنیو راپورونو پر اساس په پېښه کې لږ تر لږه «۵۰» کسان مړه او تر «۶۰» پورې نور ټپیان دي.
طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «یادې خواشینونکې پېښې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي او دوی ټولو ته د دې غمجنې حادثې په اړه د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوي».
طالبانو د ورته خونړیو ترافیکي پېښو لامل د «ترانسپورتي شرکتونو بې توجهي» ګڼلې او ګواښ یې کړی چې د تکرار په صورت کې به د ترانسپورتي شرکتونو له مسئولینو سره «حساب» وکړي.
اعلامیه کاږي:
«ترانسپورتي شرکتونه که دغې بې توجهي ته دوام ورکړي او خپل موټر چلونکي په پوره احتياط مکلف ونه ګرځوي نو اسلامي امارت مجبوريږي چې د دې پيښو د مخنيوي اقدام وکړي او د بيا ځلې تکرار په صورت کې يې د شرکت مشران او موټر چلونکي د حساب ميز ته کينوي».
دا لومړی ځل نه دی چې د ترانسپورتي شرکتونو د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله مسافرو ته خونړۍ مرګ ژوبله اوړي. د دولت د رسمي شمېرنو له مخې هر کال په افغانستان کې د ۵۰۰۰ شاوخوا ترافیکي پېښې رامینځته کیږي چې له کبله یې زرګونه مسافرین خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د احصائيې له مخې له اریتریا، کاک جزیرو، لیبیا او مصر وروسته افغانستان په نړۍ کې پنځم هیواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د دغه ترافیکی پیښو تر ټولو لوی لامل د موټر چلونکو له خوا دموټرو له حد زیاد تیز چلول دی. د اسلامی امارات له خوا ترانسپورتی شرکتونو ته ګواښ ډیر مناسب او پر ځای اقدام دی، او د سرعت ( تیز تګ) د مخنوی آسانه لار دا ده چې په اډه کی (مثلا قندهار کی) د حرکت وخت قید شی او چلونکی ته وویل شی که کابل ته له ( ) بجو – دا وخت به ماهرین ټاکی – مخکی رسیدلی وی نو تا سرعت نه ده مراعت کړی. او هلته په کابل کې یی څار هم وسی. او دا… نور لوستل »
الله تعالی دې اسلامي امارت ته لا زیات توفیق ورکړي، چې افغان ولس ته د سوکاله او ډاډمن ژوند په برخه کې لا زیات پرمختګونه وکړي.
افغانانو ورونو السلام علیکم ! همدغه تراجیدی ترافیکی پیښه کی د خپلواک او بلواک حکومتونو توپیر او تشخیص کولای شی ، تر اوسه د غلامی او بلواکی اداری په دغه پیشه نه غمرازی وکړه او نه یی هغه فاجعه خپله ګناه او بی کفایتی وښودله چه که دوی ورته سم اصول لرلی او بیا د هغو اصولو په تعمیل او مجازاتو که یی هڅه او تعقیب کولی تر ډیری کچی به د دغو پیښو مخه نیول شوی وی ، مګر هغوی د ډالرو د تر لاسه کولو او مظلوم اولس د وینو په زبیښلو مسابقه او رقابت کی مصروف دی… نور لوستل »