افغانستان

څیړنه: ملکي تلفات تر اعلان شویو شمېرو ډېر زیات دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د برتانیې څخه خپرېدونکې «دي اینډيپنډینټ» ورځپاڼې په خپل یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر تر هغه ډیر زیات دی چې د ملګرو ملتونو له لوري اعلان شوي دي.

دغه ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان په تېره ۱۵ کلنه جګړه کې ډیر داسې ولسي وګړي وژل شوي چې په هیڅ احصائیه کې نه دي ثبت شوي.

«د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۷ پورې هیڅ داسي یو میکانیزم وجود نه درلود، تر څو د ملکي تلفاتو شمېر او معلومات ثبت کړي، نه امریکایانو او نه هم افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه پروا درلوده».

خبر زیاتوي چې په ۲۰۰۷ کال کې ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو ثبتول پيل کړه، خو هغوی د خپلې تګلاري سره سم د ملکي تلفاتو د ثبتولو لپاره ۳ مستقلو سرچینو ته اړتیا لري تر څو یې تایید کړي.

د ۲۰۰۷ څخه بیا تر اوسه د ملګرو ملتونو د راپورونو سره سم ۲۵۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو زره نور ټپيان شوي دي.

ورځپاڼه کاږي:

«د ملګرو ملتونو له لوري د ملکي تلفاتو د ثبتونې تګلاره ډېره سخته ده، دوی اقلا د ۳ مستقلو سرچینو څخه د ملکي تلفاتو تایید اخلي او بیا یې ثبتوي، چې په دې لړ کې اکثره هغه تلفات له ثبتولو څخه پاتې کیږي چې په اطرافي سیمو کې رامنځته کیږي او یا هلته د ملګرو ملتونو ادارې لاس رسی نه لري».

د ورځپاڼې په وینا، ډیری هغه ملکي تلفات هم له ثبته پاتې کیږي چې حکومت یې په اطرافي سیمو کې د چاپو پر مهال او امریکا یې په بې پیلوټه بریدونو او بمباریو کې د طالبانو په نوم وژني.

د راپور سره سم د هغو پیښو اکثره ملکي تلفات هم د ثبتولو څخه پاتې کیږي چې په اړه یې لومړی د لږو تلفاتو راپور ورکړل شي خو وروسته یې شمېر زیات شي.

همدا راز د برتانیې د دفاع وزارت څخه تر لاسه شویو اسنادو پر اساس ویل شوي چې ډیری داسې ملکي تلفات هم شته چې د دغو ځواکونو په اسنادو کې ساتل شوي خو په اړه یې پر وخت رسنیو ته څه نه دي ویل شوي او نه هم د ملګرو ملتونو په اسنادو کې ثبت شوي، بلکې برتانوي ځواکونو یې په اړه په یوازې ځان تحقیقات کړي او خبره یې پټه کړې ده.

په برتانیه کې د ازادو معلوماتو یا معلوماتو ته د لاسرسي د قانون سره سم یو شمېر ژورنالیستانو د دغه هیواد دفاع وزارت اسناد کتلي او په هغو کې یې موندلي چې برتانوي سرتیرو ۲ تنه ماشومان په جلا جلا پيښو کې د شک پر اساس وژلي. ورځپاڼه وايي چې ددغو ماشومانو د وژني په اړه هیڅ معلومات بل ځای نه دي ثبت شوي او نه یې هم په اړه چا راپور ورکړی.

باید وویل شي چې ډیری وخت هغه ملکي تلفات د ملګرو ملتونو په احصائیو کې ثبتیږي چې کورنۍ یې جنازې ښارونو ته راوړي او بیا په احتجاج لاس پوري کړي، خو هغه چې په پټه خوله خپل مړي ښخ کړي اکثره یې پر طالبانو تاوانیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x