دیني، سیرت او تاریخ

د تقدير (قضاء او قدر) مسئله او د اهل سُنت والجماعت دريځ

قضا او قدر یو له له هغو باریکو مسائلو څخه ګڼل کیږي چې په اړه يې انسان تل له یو ډول فکري کشمکش سره لاس او ګریوان وي، ځکه شیطان د انسانانو  ازلي او قسم خوړلی دښمن دی او تل یې هڅه وي چې انسان د ایمان له نعمت نه بې برخي او دخپلي رخې او کینې شیطاني غریزه اشباع کړې، او دقدر مسئله بیا د ده بدبخت لپاره ښه وسله ثابتیدلای شي. 

د اسلامې باورونو(عقایدو) په ټولګه کې په قضاء او قدر ایمان راوړل یو مهم عنصر دی، او یو مسلمان باید معتقد وي چې هر څه او هره پېـښه د الله تعالی له قضاء او قدر سره سم رامنځته کېږي، او  هر هغه څه چې متعال رب مقدر کړي او په لوح محفوظ کې يې لیکلي دي، هيڅ يوه پېـښه به هيڅکله هم له نوموړي لیکنې سره په هیڅ ډول ټکر کې رانشي. او کټ مټ په هماغه  وخت او زمان کې، اوبعینه په هماغه کمیت او کیفیت به راڅرګند شي چې وار دمخه متعال رب په لوح محفوظ کې  ټاکلی او لیکلی دی.

ځينو وروڼو څه موده وړاندې پر انټرنټ غوښتنه کړي وه چې د تقدير د مسئلې د روښانه کولو په موخه دې يو څه ولیکل شي. موږ چې کله لږ پلټنه وکړه نو راته جوته شوه چې رښتيا هم په پښتو ژبه کې پر دغه موضوع ليکنې د نشت په حساب دي او پر انټرنټ باندې له لټونه وروسته په فارسي او ګڼو نورو ژبو کې څرګنديدونکې مواد له يوې خوا ډېر پيچلي او سخت وي او لوستونکې ترې سمه ګټه نشي اخيستلای، او له بلې خوا دغه مواد زياتره د داسې خلکو له لوري ليکل شوي وي چې په دې مسايلو کې د اهل سنت والجماعت له اجماعي عقيدې سره همغږي نلري او په دې ډول زموږ پښتانه لوستونکې د دې پر ځای چې ګټه ترې واخلي، نور هم د تقدير په مسئله کې له ابهام سره مخا مخ شي.

د دغو وروڼو غوښتنو ته په ځواب ويلو سره به موږ هڅه وکړو چې دغه مسئله په لاندې کرښو کې يو څه په سليس انداز روښانه کړو. له لويه خدايه جل جلاله دنيکۍ توفيق غواړو.

 

تقدیر:  د الله تعالی هغه ازلي علم ته ویل کیږي چې د شیانو او پېـښو په اړه يې لري. هغه شیان که صوري وي که معنوي، ښکاره وي او که پټ، ښه وي او که بد، لوی وي او که واړه.

قضاء: بیا د  پېښو او شیانو په اړه دالله تعالی هغې فیصلې او پریکړي ته ویل کیږي چې متعال رب یې د خپل ازلي علم سره سم کوي.

قضاء او قدر کله ناکله د یوه او بل په معنا کې هم کارول کیږي.

مؤمن باید باور ولري چې هر څه او هره پېښه د الله تعالی په ازلي علم کې موجود وي او د الله تعالی علم په ټولو شیانو او پېـښو باندي محیط دی.

لکه چې الله تعالی په سورة یسین کې فرمایې :

وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ “

ژباړه: او هر څه مې په واضح کتاب “لوح محفوظ” کې خوندي کړيدي.

د الانعام په صورت کې فرمایي:

(وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ) الأنعام (59)

ژباړه: او یواځې له الله تعالی سره د پټو خزانو کېلي ګانې دي، چې له الله تعالی پرته بل چا ته یې علم نه شته، او الله تعالی په ټولو هغو شیانو هم خبر دی چې په وچه کې دي او یا هم لمده کې، له یوې وني نه یوه پاڼه نه را پریوزي مګر الله تعالی ورباندې خبر وي. او نه یوه دانه د ځمکې په تیارو کې اونه یو لوند شی او نه یو وچ شی مګر دا هر څه په لوح محفوظ کې خوندي دي.

او همداراز مؤمن باید ایمان ولري چې هر څه چې وجود ته راځې او پیدا کیږي که په ازل کې وو بیا تر ابده، ښه او بد، پټ او ښکاره د ټولو خالق او پنځوونکی الله تعالی دی، او الله تعالی دا هر څه په خپله اراده د خپل ازلي محیط علم “تقدیر” سره برابر او موافق پیداکوي.

لکه چې د قرآن کریم د قمر په سورت کې فرمایی:

انَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿۴۹﴾

ژباړه: مونږ هر څه په یوه مقرره پیمانه پیدا کړي دي.

په سورت الطلاق ۱۳ آیت کې ارشاد دی :

قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا. 
ژباړه: الله تعالی هر څه ته یوه اندازه ټاکلې ده.

په سورت الحجر کې الله تعالی فرمایي :

. وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ

ژباړه: او د هر څه خزانې یواځې له مونږ سره دي، او مونږ هر څه په یوه ټاکلي مقدار کې نازلوو.

همداراز په سورة الصافات کې فرمایي :

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ

ژباړه: او یواځې الله تعالی تاسو او هر هغه څه چې تاسو یې په اړه علم لرۍ، پیدا کړي یاست.

کسب:

 البته الله تعالې خپل بنده ته د کسب اختیار او واک ورکړی دی. متعال خداي د بقرې په سورة کې فرمایي:

 لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ 

ژباړه: هر چا ته به د خپل کسب ثواب او د خپل کسب عذاب ورکاوو شي.

انسان د همدغه کسب په مټ یو مسئول شخصیت جوړ شوی، او همدا کسب دی چې انسان ته یې له جماداتو امتیاز ورکړی دی، عقل چې انسان يې په برکت له حیوانه ممتاز شوی او د اشرفیت لوړ پوړ ته خیژول شوی،  له همدې کبله په انسان کې تخلیق شوی ترڅو وکولای شی خپل کسب او واک  د نافعو او ګټورو شیانو په جلبولو او د مضرو او تاواني شیانو په دفع کولو کې وکاروې.

د انساني کسب حقیقت:

مونږ وجداناً اود قرآني دلایلو په رڼا کې پوهیږو چې کله په مونږکې د یوه کارکولو داعیه را وټوکیږي، دهمدغې داعیې او د کار کولو تر مینځ  په شته مهال کې مونږ یو ډول ځواک احساسوو او دا ځواک د کار د انجامولو اویا نه کولو وړتیا رابښي، د کولو او نه کولو همدغه ځواک  ته کسب ويل کېږي. البته  دوه شیان باید په پام کې ولرو لومړی دا چې زمونږ دغه ځواک یا کسب هم مستقل ندی بلکې هغه هم لکه نور ټول توکي د الله تعالی مخلوق دی، او دا  چې دغه ځواک چې موږ یې کَسب نوم بولو، زمونږ د کار په کولو کې د خیل دی، اما غائي علت یې نه دی، دوهم دا چې د کسب دغه موده ډیره آني او لطیفه ده او د مادي شیانو په پرتله یې ماوراء الطبیعي او غيبي کیفیت غالب دی او زموږ مادي عقل یې پوره درک او سم تعبیر نشي کولای ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ هڅولي  یو تر څو په نو موړي مسئله کې له ژورو بحثونو ځانونه وژغورو.

جبریه، قدریه او اهل سنت والجماعت:

دا چې دنیا د ابتلا داردی، او الله تعالی د انسان خلقت په داسې ډول کړی دی چې د خیر او شر ځواکونه یې غبرګ پکې ایښي دي، او بیا یې د هر یوه د پاره هڅونکي  او دوافع هم تخلیق کړي دي، او د دوي تر مینځ یې بیا تسابق د عداوت تر کچې رسولی دی.  

د شر هڅونکې ” ابلیس” د خیر هڅونکې الله تعالی په عزت سوګند کړی چې: فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ...( زه به هرو مرو دوی بې لاري کړم….)

 بالمقابل  بښونکی رب جل جلاله بیا قسم کوي چې زه به له تا او ستا له اتباعو نه جهنم ډک کړم. ځکه نو د شر سرخېل او داعي ابلیس، تل هڅه کوې  چې د خیر نظام په یوه ډول نه په یوه ډول له خپل مسیر نه منحرف او په ځان پسې روان کړي او بالآخره یې د جهنم کندي ته ورټیل وهي.

 ابلیس تل هڅه کړي چې خپل دعوت تر خورا جالب عنوان لاندې وړاندي کړي. کله عقل را وړاندي کړي او عقل ته دومره سپیڅلتیا ثابته کړي چې انسان قانع کړي چې  فلاح او کامیابي  يواځي په دې کې ده چې هر څه د عقل په تله وتلل شي، او یواځې هغه څه ومني چې د دوي عُقلاء يي تایید کړي.  له دین نه منحرف فلاسفه، متکلمین، قدریه جبریه، جهمیه ، مرجئه ، معتزله او نورې ډلې د شیطان د همدې عقلاني دسیسې ښکار دي، کله بیا خپل دعوت د دیانت په ښایسته بڼه  کې را وړاندي کړي او خپل اتباع  وهڅوي چې باید په دین کې له ښه جهد، غُلوې، افراط او مبالغې نه کار واخيستل شي ، او ورو ورو د بدعتونو یوه داسې دروازه ورته پرانیزي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړل شوی دین پکې ورک او د خرافاتو او اوهامو یو داسې مرکب ځیني جوړ شي چې له حق سره هیڅ ډول مطابقت ونلري. خوارج او نوري تکفیري ډلې، غالي او جاهل صوفیان بیا د شیطان د همدغې دسیسې ښکار دي.

له بده مرغه دغه فورمول په اسلام کې هم وکارول شول او ابلیس وتوانیده چې اسلامې امت هم پر ګڼو ډلو وویشي. قدریه او جبریه هماغه شیطاني کړئ دې چې شیطان ښکار کړي او په افراط او تفریط یې اخته کړي دي.

 د قضاء او قدر په اړه د قدریه وو آندود:

قدریه ډله چې رسول الله صل الله علیه وسلم په یوه موقوف روایت کې مجوس الامة بللي په اسلام کې له دوهمې فتنې “په مدینه منوره کې د حري له پیښي” وروسته مینځ ته راغلل، دوي ځان ته ځیني اصول وټاکل، له هغو اصولو نه یو یې عدل و، او دوي به ویل چې په الله تعالی باندي عدل کول واجب دي، نو که دا ومنو چې کارونه او پیښې د الله تعالی په تقدیر او قضاء سره  مینځ ته راځي او یواځي هغه څه پیښیږي چې الله تعالی یې اراده وکړي، او الله تعالی يې خلق کړي او الله تعالی یې تقدیر وکړي، بیا نو د انسان بېچاره څه ګناه چې د ظلم، قتل او نورو ګناهونو په سزا کې په اور باندي سوځل کېږي او دا څه د عدل خلاف دي او له الله تعالی نه د داسی څه توقع کول محال دي. نو معلومه شوه چې تر انساني کړنو پوري د خدای تعالی اراده او خلق هیڅ تړاو نلري بلکه بنده د خپلوټولو کړو وړو خالق دی، ځکه به نو د آخرت په ورځ د خپلو ښو کړنو په بدل کې ثواب او د بدو کړنو په بدل کې عذاب ومومې.

اهل سنت د دوی په ځواب کې ټول هغه قرآني آیاتونه د دلائلو په بڼه وړاندي کوي چې الله تعالی د تخلیق او ارادې نسبت خپل ځان ته پکې کړی دی، او همداراز که بنده هم د خپلو کړو وړو خالق وګڼو نو دا به له يوه لوري د الله تعالي له صریح فرمان سره چې فرمایې: الا له الخلق والامر…. یاني خلق او حکم چلول يواځي د الله تعالی دې ،سره ټکروې له بله مخې داسې عقیده لرل له  الله تعالی سره شریک  نیول دي ،او شرک کول د الله تعالی په وړاندي لوی ظلم دی.. . اِنَّ الشِّرْکَٔ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ  (لقمان) ……….. په رښتیا چې شرک ډیر لوی ظلم دی.

په قدریه وو کې یوه غالي ډله دا هم نه مني چې الله تعالی د بندګانو په کړو پېشګي علم ولري. العیاذ بالله.

جبریه بیا د قدریه  بالعکس د انسان له هر ډول کسب او اختیار نه هم منکر دي، دوي انسان هم د نورو جماداتو په څیر  بې واکه اوبي اختیاره نګه مجبور يا مجبور محض ګڼي او وایي چې د کارونو خالق او کاسب هم خدای دي او د انساني کړنو په منځ ته راتلو کې انسان هیڅ ډول رول نلري.

اهل سنت والجماعت د دوي په ځواب کې د قرآن کریم هغه آیاتو د دلیل په بڼه وړاندي کوي چې انسان ته د ثواب او عذاب ورکول د دوي په کړنو پوري تړل شوي او د کړنو نسبت یې انسان ته کړی دی…!

اهل سنت والجماعة او دريځ يې:

 مونږ د عقیدي په کتابونو کي دوه اصطلاحات لیدلای شو لومړی دایې قضا او قدر او دوهمه دایې جبر دی. اهل سنت والجماعت مسلمانان د الله تعالی په قضا او قدر ایمان لرې او جبریه بیا انسان مجبور او مسلوب الاختیاره ګڼي .

په قضا او قدر ایمان درلودل دا مانا چې مونږ چې څه هم کوو، اویا زمونږ په چاپيریال کي څه پیښیږي، دا د الله تعالی  دتقدیر او قضا سره سم پیښیږي، مانا دا چې که څوک لمونځ کوي دا هم دالله تعالی له تقدیر سره موافق دي او که څوک بد کار کوي دا هم دالله په قضا او تقدیر دی، اوس نوپه  بحث دځان پوهولو لپاره د مقدمې  په بڼه څلورشیان باید په پام کې ونیسو.

  1. تخلیق: شیان او پيښې ، ښه دي او که بد، ګټور دي او که تاواني د ټولو تخلیق الله تعالی کوي ، مثلا که څوک لمونځ کوي نو د لمانځه تخلیق هم الله تعالی کړی، ځکه لمونځ کول لومړی ارادي قوت او ځواک ته اړتیا لري او د دي ځواک خالق متعال رب دی، همدا راز د انسان بدني ځواک ، فکري ځواک او داندامونو سلامتیا دلمانځه په کولو کې سبب ګڼل کیږي چې د سبب او د اسبابو په ترتیب کې  رامنځ ته شوی خاص هیئت چې په  لمانځه يې تعبیروو، دا دالله تعالي مخلوق دی.
  2. کسب: البته د همدغه خاص نظم اوترتیب مباشرت او یايې په فزیکې ډول ترسره کول دانسان کار دی چې همدغه مباشرت ته بیا  کسب ویل کیږي او کسب بیا دانسان دنده ده، همدا راز دګناه په کولو کې هم ورته ترتیب دی.

 انسان ته الله تعالي په کسب کولو کې اختیار ورکړی دی، او د الله تعالی له لوري ورباندي ملائکه نه ده مقرره چې حتما به یې عبادت کولو ته اړباسي او یا یې دسوټي په زور له ګناه کولو نه را منع کړي، البته الله تعالی  په خپل کامل ازلي او محیط علم باندي په دې خبر دی چې زما دا بنده په خپل اختیار څه ډول کاروي؟ ایا دی به د لمانځه په مهال خپل واک او اختیار دلمانځه د کولو په بڼه وکاروي او که د نه کولو په بڼه.

  1.  د حادثاتو په وقوع باندي پیشګي علم: الله تعالي خپل دغه علم په لوح محفوظ کې لیکلي دی چې د الله تعالی دا علم اولیکنه په قضا اوقدر سره تعبیریږي.
  2. د کار اوحادثي په پيښه باندي رضا او یا نه رضا: البته الله تعالی له ښو کارونو سره خپله رضا او له ناوړه کارنو سره خپله ناخوښي مله کړي ده، ثواب او عقاب بیا د انسان له اختیار او واک کارولو سره تړلي ده، که انسان خپل واک په هغه څه کې وکاروي چې د الله تعالی رضا ده ثواب به ومومې او که یې د الله تعالي د ناخوښۍ په موجباتو کې وکاروي لکه نافرماني، د الله له امره بغاوت او نور، نو عذاب به وڅکي

د مولانا اشرف علي تهانوي آسانه حل:

حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي د قدر مسئله د یوه مثال په ترڅ کې خورا ښه واضحه کړي ده نوموړی ليکي:

 یو پاچا په میدان کې پراته یوه کاڼي ته اشاره وکړي او اعلان يي وکړ چې خلک د دې کاڼي په پورته کولو او پر ځای پريښولو کې اختيار لري.، زما عسکر به یو لوری هم پورته کولو يا نه پورته کولو ته  اړ نه باسي، البته زه په دي خوښ یم چې څوک دا کاڼی له خپله ځایه پورته کړي، او که چا دا کار وکړ هغه ته به انعام ورکړم او که چا زما  خوښي ته ارزښت ورنکړ هغه به مجازات کړم، البته ماته دا هم څرګنده ده چې څوک به زما خوښي ته ارزښت ورکوي او څوک به یې نه ورکوي، دباچا دغه پوهنه تقدیر دی،

نو موږ ولې کنفيوز يو؟

 اوس نو پوښتنه دا ده چې مونږ ولي په فکري اضطراب او کنفیوزن کې مبتلا کیږو ؟ موږ د دغه جبر او تقدير تر منځ توپير له لاسه ورکړی دی، چېرې چې تقديري اُمور دي هغه مو په جبر محمول کړي دي. مثلاً زموږ موټر ټکر وکړي، ګڼ انسانان پکې ووژل شي، موږ وروسته پدې اړه دا خبره کوو چې دا يوه تقديري معامله وه، په داسې حال کې چې که ترافيک راشي او د پېښي پلټنه وکړي نو مالومه شي چې ټکر يا خو د موټروان د غفلت او تېزرفتاري له امله او يا هم په موټر کې د تخنيکي عوارضو له کبله او يا هم د مقابل موټروان د بې احتياطي له امله رامنځته شوی دی او که دوي احتياط کړی وای او موټر يې له ترافيکي قواعدو سره سم چلولی وای، نو ښايي دغه ټکر هيڅ نه وای رامنځته شوی.

په دې هيله چې زموږ مسلمانان وروڼه په تېره بيا ځوان کول به د اهل سنت والجماعت د دريځ په چوکاټ کې  د تقدير او قضاء په اړه خپل باورونه پر سمه ليکه سمبال کړي او په داسې موضوعاتو کې چې تر مادي دا يې غيبي اړخ ځواکمن وي، ډير بحثونه ونکړي، ځکه غيبي حقايق زموږ د عقل له کچې ډير لوړ دي او تر هغو پورې نشي رسيدلای. موږ اړ يو چې د غيبي او ماوراء الطبيعي حقايقو په اړه له وحي او نبوي عُلومو نه ګټه واخلو، خو کله چې بيا نبي صلی الله عليه وسلم، موږ د تقدير په څير په نازکو مسئلو کې له اوږدو بحثونو منع کړي يو، ځکه نو له نبوي ارشاد او لارښوونو سره سم په دې مسئله کې له پورته کرښو پرته نور هيڅ هم ونه وايو.

والله اعلم بالصواب، و ما توفيقي الا بالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x