شعـــــرونه

غزل: نظام کندهاری

نظام کندهاری

هجر دي بې تابه کړم غزل يې رانه هېر کړلو
ګوتي مي بې واکه شوې ليکل يې رانه هېر کړلو

تا چي پر غلبېل سينه غاټول د وينو وَکَرَل
خدايګو چي ښکلا او رنګ د ګل يې رانه هېر کړلو

نن مي پر سر واړولو ستا د جدايۍ تريخ جام
څه چي خوند د ژوند وو مُکَمل يې رانه هېر کړلو

سترګي مي کږې شوې ستا د قبر د جنډو په لور
ګرځم دلسوخته بل خوا کتل يې رانه هېر کړلو

زخم د ناسور زړګي مي هېڅ د جوړېدو نه دی
غم دي دومره زيات شو هر درمل يې رانه هېر کړلو

نن چي دي شهيدو پرهرونو راته وخندل
ورک مي شو قرار د زړه تسل يې رانه هېر کړلو

شمع غوندي ټوله شپه ژړېږم او ويلېږمه
څه وکړم نظام د خندا چل يې رانه هېر کړلو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x