ټولنیزه برخه

د زرتشت پنځوس غوره ویناوې

 

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ په دې نړۍ کې زموږ جنت او دوزخ زموږ په خپلو لاسونو کې دی، ښېګڼه د ښېګڼې ځواب او بدي د بدۍ سزا، زموږ د ژوند پایله زموږ عملونه دي .
۲ ـــ له هغه ښوونکي څخه مننه کووم، چې فکر کول یې را زده کړي، نه فکرونه .
۳ ـــ لمر واوسه، که چېرې ودې غوښتل چې په چا باندې ونه ځلېږې، نو ونه شي کولای .
۴ ـــ د دواړو دنیاوو تر ټولو غوره ژوند د هغو کسانو له پاره دی، چې مثبت فکر وکړي او پرهېزګاري خپل بنسټ وګرځوي .
۵ ـــ بېګناه واوسه، ترڅو وېره ونه لرې؛ منونکی واوسه، ترڅو د ښېګڼې وړ واوسې؛ رښتیا ویونکی واوسه، ترڅو پایښت ولرې؛ عاجز واوسه، تر څو ډېر دوستان ولرې؛ ډېر دوستان ولره، ترڅو مشهور واوسې؛ سخي او ځوانمرده واوسه، ترڅو هسک واوسې؛ چالاکه واوسه، ترڅو هوښیار واوسې .
۶ ـــ له زرتشت څخه پوښتنه وشوه : ژوند دې په څو اصولو بنا کړی دی ؟ وې ویل : په څلورو اصولو .
لومړی : پوه شوم، چې زما روزي بل څوک نه شي خوړلی، نو آرامه شوم .
دویم : پوه شوم، چې خدای (ج) ما ویني، نو حیا مې وکړه .
درېیم : پوه شوم، چې زما کار بل څوک نه ترسره کوي، نو هڅه مې وکړه .
څلورم : پوه شوم د کار پای مې مرګ دی، نو چمتو شوم .
۷ ـــ په ژوند کې به هغه کسان سرلوړی او هوسا ژوند وکړي، چې په ژوند کې د خپل دننني وجدان غږ ته غوږ ونیسي او هغه ته ارزښت ورکړي، ځکه د ټولو خلکو دنننی وجدان هغوی د ښېګڼو لور ته بیایي .
۸ ـــ څوک چې په خپل زړه واکمن نه شي، نو په هېڅ شي به واکمن نه شي .
۹ ـــ له نورو سره داسې چلند وکړه، چې تمه لرې نور یې له تاسره وکړي .
۱۰ ـــ هغه څه چې تېرې شوي، هېر یې کړه او د هغه څه له پاره مه خواشینی کېږه، چې تر اوسه نه دي پېښ شوي .
۱۱ ـــ چا ته دوکه مه ورکوه، ترڅو دردمند نه شې .
۱۲ ـــ له دین سره مینه ولره، ترڅو پاک او سم شې .
۱۳ ـــ له خپل وجدان سره سم چلند کوه، ترڅو جنتي شې .
۱۴ ـــ خپل روح په غوسې او کرکې مه لړه او هېڅکله تریو او بد خویه مه اوسه .
۱۵ ـــ په مجلس کې له ناپوه سره مه کېنه، چې تا ناپوه ونه ګڼي .
۱۶ ـــ که چېرې غواړې، چې له چا څخه ښکنځلې وانه ورې، نو ښکنځلې مه کوه .
۱۷ ـــ سهار وخته له خوبه را پاڅېزه، ترڅو خپل کار په ښه توګه ترسره کړې .
۱۸ ـــ که څه هم د مار په اوده ښه پوهېږې، خو لاس مه وروړه، ترڅو تا ونه چیچي او ونه مرې
۱۹ ـــ له هیچا او هېڅ قانون سره ژمنه مه ماتوه، چې زیان در ونه رسېږي .
۲۰ ـــ مغرور او ځان منونکی مه اوسه، ځکه چې انسان له باده ډک مشک دی، که چېرې باد یې تش شي، نو پکې څه نه پاتې کېږي .
۲۱ ـــ ژمنه ماتول د درواغو یوه څانګه ده .
۲۲ ـــ انسان په خپل ژوند کې د ښو او بدو په ټاکلو کې خپلواک دی، د هرې ښځې او نر له پاره اړینه ده، چې ښې خبرې واوري او په ژوند کې خپله لاره وټاکي .
۲۳ ـــ د هر انسان په ژوند کې د هغه دنده، کار او کوښښ د نړۍ آبادي او پرمختګ دی.
۲۴ ـــ هرڅوک باید فکر وکړي، چې څوک دی ؟ له کومه ځایه راغلی او په دې نړۍ کې د څه له پاره ژوند کوي ؟
۲۵ ـــ انسان چې هرڅه ته هوډ وکړي، نو ور وبه رسېږي . د انسان فکر د هغه د ژوند جوړونکی دی .
۲۶ ـــ موږ باید زده کړو، چې په خوشالۍ کې لامل واوسو نه شریک او په غم کې شریک واوسو نه لامل .
۲۷ ـــ هغه خوشالي، چې د نورو د غم په پایله کې ترلاسه شي، ګناه ده .
۲۸ ـــ الله (ج) دا نړۍ د انسان د خوشالۍ له پاره په ښه یونلور کې پیدا کړې ده .
۲۹ ـــ د خپلې لور له پاره دې، چې کوم خاوند وټاکه، نو هغې ته یې ور وپېژنه، مګر پرېږده، چې وروستۍ ټاکنه په خپله وکړي .
۳۰ ـــ خپله ګټه او ښېګڼه د بل په ژبه کې مه غواړه .
۳۱ ـــ د نړۍ لاره یوه ده، هغه هم رښتیا ده .
۳۲ ـــ زه له راتلونکې سره مینه لرم، ځکه چې د عمر پاتې برخه مې باید په هغې کې تېره کړم .
۳۳ ـــ هغه څه چې اورئ، نو په سالم عقل، پاک او روښانه طبیعت یې وسنجوئ او هغه وخت یې بیا ومنئ .
۳۴ ـــ د کم ظرفه خلکو په دوره کې غوره ده، چې خپل باور او فکر پټ کړئ .
۳۵ ـــ تل د خلکو تېروتنې وبښه، نه د دې له پاره چې هغوی د بښنې وړ دي، بلکې ته د هوساینې او آرامتیا وړ یې .
۳۶ ـــ مینه پاتې کېږي، مګر انسانان دي، چې بدلېږي .
۳۷ ـــ په زړونو کې تر ټولو ښه زړه هغه دی، چې د نورو د ځورولو فکر پکې نه وي .
۳۸ ـــ د خلکو د رازونو نه بربنډول د کرامت او لوړ همتۍ نښه ده .
۳۹ ـــ په مینېدلو مین واوسه او خوښېدل خوښ کړه، له کرکې کرکجن واوسه او په مهربانۍ شفقت وکړه، له پخلاینې سره پخلا شه او له جدایۍ څخه جلا شه .
۴۰ پرېږدئ، چې مینه مو له زړورتیا سره ګډه وي، هغه څوک چې تاسو وېروي، د خپلې مینې په وسیله پرې برید وکړئ .
۴۱ ـــ خلکو ته خدمت کول دنده نه، بلکې خوند دی، ځکه چې د شخص سلامتي او خوشالي زیاتوي .
۴۲ ـــ هغه څوک چې د خپلې پوهې په خلاف خبرې کوي درواغجن دی او هغه کس هم درواغجن دی، کوم چې د خپلې ناپوهۍ په خلاف خبرې کوي .
۴۳ ـــ شیطاني وسوسې د هغه څه مخه نیسي، چې پرمټ یې تاسو کولای شئ، ښه لاره ووینئ او وې ټاکئ .
۴۴ ـــ یو ښه واکمن باید د رښتیني قانون پربنسټ حکومت وکړي او د خلکو هوساینه او امنیت په پام کې ونیسي .
۴۵ ـــ له بې باوره خلکو سره کار کول د شخص ارزښت را ټیټوي، دوی د رښتیاوو پرضد او غوسه ناک دي، چې په خپله محکوم دي .
۴۶ ـــ پام مو وي، چې هسې نه ناپوهان نړۍ تر خپل واک لاندې راولي او پوهه جرم وګڼل شي .
۴۷ هغه انسانان، چې یوازې دي، تل د مینې له خطر سره مخامخ دي .
۴۸ ـــ ستاسو ژوند به هغه وخت ښکلی او خوږ شي، چې فکر، چلند او خبرې مو ښې وي .
۴۹ ـــ له ځواب ورکولو مخکې فکر وکړه .
۵۰ ـــ مه په رښتیا او مه په درواغو قسم خوره .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د قرآن او سنتو نصيحتونه لږ وو چې د پخواني منسوخ او باطل مذهب د کوم مؤسس چې معلوم نه ده پيغمبر وو او که نه نصحتونو ته څه حاجت دی ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x