شعـــــرونه

پسرلي ته!

عبدالحق عمری

پسرلی مې په رنګونو رنګینه دی
ټول وطن په سرو ګلونو رنګینه دی

دوطن دشتې میرې غاټول ورینې
لوړی هسکې په لالونو رنګینه دی

مسافر مرغان ستانه شول خپل وطن ته
سپیرې ځالی یې په چڼچڼو رنګینه دی

د کوچیانو ګډې راغلې بیا وطنه ته
هسک تورغرونه په پسونو رنګینه دی

(عمری) ته ټول وطن ګلاب ښکاریږي
نو یې غزل په ګلابونو رنګینه دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x