افغانستان

طالبان: برتانوي استکبار په څلورم ځل پر افغان سپیڅلي حریم یرغل کړی

نن ټکی اسیا: د افغانستان د خپلواکي او استقلال دروځي د لمانځلو په اړه د طالبانو په اعلامیه کي ویل شوي چي دوی هم په خپل وار د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ د لاري مبارزینو او اسلافو مجاهدینو او د هغوی قربانیو او کارنامو ته درناوی او عقیدت وړاندي کوی، او زیاتوي چي د استقلال او خپلواکۍ ۹۴ ومه دا کلیزه په داسي وخت کي را غبرګیږي چي افغانستان یو ځل بیا د برتانوي استکبار تر اشغال لاندي دی، او برتانویانو د څلورم ځل لپاره پر افغاني سپیڅلي حریم تیری کړی دی، او نه یوازي برتانويان خپله راغلي بلکي د ناټو او امریکا تر نامه لاندي يې ۴۹ نور هیوادونه هم افغانستان ته راوستلي او هیواد یې اشغال کړی دی، او د افغانستان د مظلوم ولس عام وژنه کوي، بمبارۍ پر کوي، او د چور او چپاول بازار یی تود کړی دی.

په دې اړه نن ټکی اسیا ته د طالبانو را رسیدلې اعلامیه په لاندي ډول ده:


 

له انګريزانو څخه دهيواد دخپلواکۍ د څلورنويیمې کليزې په  مناسبت داسلامی امارت  اعلاميه

دزمري  اته  ویشتمه  ، دننګیالیوافغانانوهغه له بري اوپرتمه  ډکې شیبې دي چې دپیرنګي طاغوت اودرې ځلیزویرغلونوپه وړاندې یې دخپل مجاهدروحانیت او بادرکومشرانو په  رهبري دسرتاسري پاڅون اوبې ساروقربانیوپه  منلو اوزغملوسره دوخت نړی خورانګریزي ښکیلاک ته شرموونکي ماتې ورکړه ، اوپه  پای کې اتلوافغانانوپه نړیوال  ډګر کې  په  همدغه  نیټه انګریزان دخپلې ویاړمنې فتحې  اوخپلواکی عظمت اوبرم ته سلامي اوسرښکتي ورګرځول  .

مونږ ددغې سترې ورځې په  رارسیدو خپل میړني ولس ته له  خوښیواونمانځنوډکې پیرزوینې  ډالی کوواودخپلواکی اواستقلال  په  لار اومبارزه کې دمجاهدواسلافو کارنامو ،  قربانیواوشاه کاریو ته  درناوي  اوعقیدت وړاندې کوو.

له انګریزي  استعمارنه  دافغانانودخپلواکی  دګټلو اواخیستلو     ۹۴   مه  کلیزه  په  داسې مهال داتل افغانستان پرافق رادبره کیږي  چې  په  څلورم  ځل برتانوي استکبارپرافغان سپیڅلي حریم یرغل کړی ، اوداوار دامریکااوناټو په  مشری  اوګډون  نیږدي  ۴۹ هیوادونو یرغلګرپوځیان ورسره همغاړي اوملګري دی اوپه  مشترک  ډول  یې دافغانستان  سیاسي  استقلال اوملي  خپلواکی ننګولې ، سلګونه  پوځي  قشلي  اوبارکونه  یې  ځای پرځای کړی اودهوايي بمباریواو څارګروالوتکوپه  ذریعه له تیرو۱۲ کلونوراهیسي  دافغان  ولس  قتل  عام  ته  دوام  ورکوي ،  په  هغه  سربیره یې دکابل  دلاسپوڅې  ادارې  دجاسوسانو اوغلامانو په  توسط دفساد، غصب ، چور اوچپاول بازارګرم ساتلی اوعملایې دنده  ورکړي  ترڅودافغانانوترمنځ دملي  وحدت  شیرازه ونړوي اوله  امریکایانوسره دیوه ناولي  امنیتي  تړون په  لاسلیک سره  دافغانستان  داستقلال په  مری دتل لپاره  چاړه راکش کړي !!؟

اسلامي  امارت په  داسې  حال  کې  چې  دزمري  د۲۸ نیټي  په  ویاړنوافتخارکوي اوله  بري  ډکې  شیبې یې بختوري  غواړي، ورسره یوځای  د ( ۱۳۸۰)کالدمیزان د۱۵ نیټي ( چې  پرافغان ولس  اوګران  هیوادافغانستان  دروان  امریکايي او برتانوي  یرغل دپیل اوبریدنیټه  ده  ) عاملین  یې نیست نابود ، رسوااوپلویان یې مختوري  اوشرمیدلي  غواړي، په ضمن   کې  وریادوي چې  برتانوي  طاغوت  چې  له  خپلې  ټولې  دبدبې  اونړیوالې  امپراطوری  سره سره   په  دې  ونتوانید چې  افغانستان هضم  اوله مری  تیرکړي  ، دری  ځله  یې  رسواهڅه  وکړه ، اوسنی برتانیااوامریکایان خودلوی  اومتعال  څښتن  جل جلاله  په  نصرت  په  هیڅ  بیه  نشي  کولای  چې  خپل  استعماري خوب  اوخیال  په  افغانستان کې  پلی  اوعملي  وګرزوي  ، ښه  به  داوي  چې  دنورویرغلګروانجام  ته  په  کتواوله  هغوڅخه  دعبرت  په  اخیستلونوردافغانستان  اشغال  ته  دپای  ټکي  کیږدي  اوتشواوبې  ځایه  پلمواودبې  ارزښته  امنیتي  تړونوله حربوڅخه  لاس  په  سرشي !

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۴/۱۰/۱۱هـ ق

۱۳۹۲/۵/۲۷هـ ش ــ 2013/8/18م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close