شعـــــرونه

غزل: خالق یار احمدزی

 

د هجران په تورو شپو کې پتنګان چې قربانیږي
د ستم په زولنو کې طالبان شهیدانیږي

د کابل په سردرو کې دهامان دستم شور دی
بیا بچي دي دبازانو قفسونو کې ځوریږي

د ایوب په څیر صابر د ابراهیم بابا بچیان دي
بس دحق په رسولو له خپل سره پرې تیریګي

په سپین غر کې شور او ځوګ دی پامیر کړي دي ګواښونه
د ابدال دي تاریخونه غزنوي پرې خپه کیږي

د ملکو سپین لښکر دی هتکړۍ یی په لاسو دي
بیا د بدر تاریخونه په ننګونو کې ښکاریږي

بدرګو ته دحسینو ستورو راغلل کاروانونه
د ښکلا سپیڅلی لمر مو ماښامونو کې ډوبیږي

بیا یې کوږ دستار تړلی رادانګلي یی میدان ته
طالب جان کړی تکل دی دښمنان به قصاصیږي

خالقیاره د دې کلي رقیبان دې هم خبر وي
د اغزیو چم مالت کې ګلابونه نه تنګیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x