زه دمدني جانان په مينه کي ملنګ ښه يم

madineزه دمــدني جـــانــــان پـــه مـيـنـــه کي مـــلنـــګ ښـــه يـــم

پروت يـم که پرخـــاوردســـروزروتــرپــالنــګ ښــه يــــم

ذکــــرمـي پــــه ژبـــــه الله هـــــو دي رابـــشي ســکـــــــــون

خوښ يــــم مطـمــئين يمــه بادشــاه يـم تراورنګ ښه يـم

غواړم دغيــــرت ژوند دبــدري لښکـرپه سپـيـن مسيـر

ماسيــــوا لــه دې نه کــړېـــدلى غـــوڅ په نــنــګ ښـه يــم

خدايه! ته مي مل شې چي پښــيمــان نشــم پر نيمـه لار

سوځـــــم په اورونــــوتـــرتــــــا رسمـــه پـتـنـګ ښــــه يــم

نه يوازي داچي دسپــيـن مــــخ ارمــــان مي زړه کي دى

ګــټـــه کـــه مي رسي بيــانــو تـــورلکــه لــــــونګ ښه يم

هـا چي مسلمــان وي او غــــــلام وي دمــنکــــر دښمـــن

داسي حقـــيـرژونــد نــه په زنــدان کي دفـــرنګ ښــه يم

نشته هـــومــره خوندشيطـــانه !ستــا دجام په ميو کي

څومـره چي الهــام :ستـاله وسـواسـونه په څنګ ښه يم

2011/07/120

سيداحسان الله الهام



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.