مصر - په وینو او لمبو کي

مصري ځواکونو د اخوان المسلمین 38 تنه حمایت کونکي اعدام کړل

نن ټکی آسیا: د مصر امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چي د اخوان المسلمین د ګوند 38 تنه وروسته تر هغه ووژل شول کله چي هغوی د امنیتي ځواکونو څخه د تیښتي هڅه وکړه.

بل خوا د اخوان المسلمین ډلي ویاند احمد عارف ویلي چي دوی ویره لري چي اوس مصري ځواکونو تر نیولو وروسته د اخوان المسلمین حامیان په یوه او بله بهانه اعداموي.

باید وویل شي چي تیره ورځ د پلازمیني قاهره ښار په زړه کي د الفتح په نامه مسجد کي ځینو مظاهره چیانو پناه اخیستې وه چي شمېر یې تر زرو زیات وو، امنیتي ځواکونه په زور مسجد ته ننوتل،

او هلته یې دننه په مسجد کي یو شمېر پناه اخیستونکي ووژل او یو شمېر یې نور له ځانو سره په موټر کي د بندي خانو په لوري بوتلل، خو د امنیتي ځواکونو په وینا کله چي دوی د بندیانو یوه ډله چي شمیر یې ۳۸ تنو ته رسیدی د ابو زعبل د بندي خانې چارواکو ته سپارل، هغوی د تیښتې هڅه وکړه، او یو عسکر یې له ځانه سره برمته کړی وو، چي له کبله یې امنیتي ځواکونو هغوی باندي ډزي وکړي، او دهغوی د منګولو څخه یې عسکر را خلاص کړ، خو په پایله کي ټول بندیان ووژل شول.

د اخوان المسلمین ګوند ویلي چي په بندي خانو کي عسکر د اخوان المسلمین په ډلي پوري مربوط اشخاص ځانته کوي، تر څو یې اعدام کړي، او بیا ادعا وکړي چي هغوی د تيښتي هڅه کول او بیا په متقابلو ډزو کي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x