پر فیسبوک د اعدام شویو بندیانو نشر شوي انځورونه

ایا سیاسي اعدامونه به امنیتي وضعیت کنټرول کړای شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

(یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): خبري ر سنیو نن د یوه بیړني خبر په توګه رپوټ ورکړ چې امنیتي چارواکو (۶) بندیان اعدام کړي دی .

په یاد خبر کې د اعدام شویو کسانو د هویت، د هغوی د جرم او دهغوی د اعدام د ځای په اړه هیڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د اعدام شویو کسانو د اعدام د خبر له وضعیت نه څرګندیږي چې هغوی د منل شویو مقرره عدلي او قضايي اصولو برخلاف یواځي د سیاسي ملحوظاتو پر اساس اعدام شوي.

د سیاسي بندیانو د اعدام دا پیښه د ملي امنیت پر لسم ریاست تر خونړي برید وروسته په عجولانه ډول تر سره کیږي.

ګډ حکومت د دې لپاره چې له دغه ډول قضایاوو سره يي مناسب غبرګون ښودلی وي یواځې له مسؤلیت څخه د ځان خلاصولو په منظور یې په محابسو کې د ځينو سیاسي بندیانو د اعدامولو تصمیم د ستونزې د حل په غرض انتخاب کړ.

دا نه ده معلومه چې نني اعدام شوی کسان په یاد برید کې ښکیل کسان دي چې تر نیول کیدو وروسته يي دومره په ګړندیتوب د اعدام ټول مراحل بشپړشوي او که په نورو پیښو کې نیول شوي خلګ دي چې د قضايي چارواکو لخوا په اعدام محکوم شوي او نن د لسم امنیت د برید په جرم په دار وځړول شول؟

تیره ورځ “د افغانستان د ازادۍ کور” په نوم يوه غير دولتي سازمان، د “اساسي قانون، سرغړونې او نيمګړتياوې” تر سرليک لاندې يو څېړنيز راپورخپور کړ چې له مخې یې د افغانستان د لوړپوړو چارواکو لخوا د اساسي قانون له ټولو ١٦٢ مادوڅخه د ١٦١ مادو نقض ول اعلان کړل.

په کوم هیواد کې چې د حاکمو چارواکو لخوا د هیواد اساسي قانون په مکمله توګه تر پښولاندې شوې وي هلته به د عدلي او قضايي ارګانونو شفافیت او سم والی تر کومه حده ممکن وي؟

همدا لامل دی چې د بښنې نړیوال سازمان او نور د بشري حقونو د دفاع بنسټونه وخت په وخت د هیواد عدلي او قضايي ارګانونو نه په هغو کې د شته قانوني نیمګړتیاوو له وجې د بشري حقونو په سرغړاوي تورنوي او له حکومتي چارواکو څخه د سیاسي محکومینو په اړه د صادرشویو احکامو او پریکړود ځنډ غوښتنه کوي.

کومه پریکړه چې د ننیو (۶) تنو سیاسي بندیانو په خلاف تر سره شوي هغه نه شرعي حیثیت لري نه قانوني، ځکه په شریعت کې قصاص (د مرګ پور) او صلب (راځړول) خپل ځانګړي مقررات لري چې قصاص یواځې د مقتول ورثه کولای شي له قاتل څخه د وژنې پور واخلي او هغه د شرعي اصولو مطابق په خپل لاس ووژني.

او صلب (راځړول) د هغو کسانو خلاف تر سره کیږي چې د یوه مشروع حکومت په خلاف یې بغاوت اعلان کړي او د ټولنې امنیت یې د غلاوو او لارې شوکونې په خاطر له ګواښ سره مخ کړي وي.

په قانوني لحاظ هم د ژنیوا د کنوانسیون له مخې سیاسي بندیان خپل حقوق لري چې هیڅ کله څوک نشي کولای دغسي په نامعلوم ډول هغوي اعدام او له ژونده محروم کړي.

د ګډ حکومت چار واکي چې د هیواد د روان بحران او بي ثباتي اصلي لامل خپله د دوی ناسمه حکومت ولي ده باید په دغه ډول شخصي او سلیقوي ناسمو کړنو سره هیواد له مزید بحران او بي ثباتي سره مخ نه کړي.

دهیواد په دغسي نازکو شرائطو کې دغه ډول غیر شرعي اوغیرقانوني عجولانه پریکړې پرته له دې چې په هیواد کې د جګړې پراورد تازه کولو په غرض د تیلو شندلو حیثیت ولري د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره تري هیڅ توقع نشي کیدلای.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
sadat
میلمه
sadat

دا يو بي واكه او مزدور حكومت دي دوي جه داسي سياسي اعدامونه كوي سه فكر لري جه نور خلك به لاسونه ترلي وي كه دوي يو نفر اعداموي به بدل كي به ي لسكونه بي واكه مزدوران اعداميكي ان شاء الله
اسلامي امارت دومره بي وسعه ندي تر سو جه دامريكايانو دغه غلامان به دي زمكه موجود وي تول مجاهدين به ديويو ساسكي ويني بو ختنه كوي او دهغي به دو جند انتقام اخلي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم ! یوه پوښتنه : وژل وسله کوی که وسله چلوونکی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ځواب : وسله چلوونکی وژل کوی !!!!!!!!!!!!!!!! زمونږ په ګران هیواد کی وژونکی یرغلګر او اشغلګر دی او غلامه اداره یی وسله او وسیله ده . د زندانو دغه وژل او په میلونو نوزی بیلابیل وژنی چه د غلامی اداری په خبیثو لاسو نو او پښو تر سره کیږی دوی یی نه وژنی دوی صرف وسله او وسیله ده ، اصلی وژونکی او ماشه چلوونکی یرغلګر او اشغلګر دی ، هغوی مو ولی وژنی ، په دی چه مونږ استثمار کړی او د استثمارولو… نور لوستل »