نظــر

دطالب بندیانو اعدام، که دجګړې اوږدوالی

عاکف مهاجر

څو ورځې وړاندې دګډ حکومت مشر اشرف غني ملي شوراته دوینا په مهال دطالب بندیانو داعدام خبره کړې وه.خو نن یې هغه وعده ترسره کړله اوشپږ تنه طالب زندانیان یې اعدام کړل.

زما په نظر اعدام دحل لاره نده او نشي کیدلی، بلکې ستونزې نورې هم زیاتوي، دمقابل لوري جذبې راپاروي، دجنګ لاره اوږدوي، دسولې پړاوته تللې لار باندې کاملا اثرکوي.

او لکه څرنګه چې حکومت دعوه کړې ده چې په راتلونکې پنځمه ناسته کې به طالبان مخامخ له حکومت سره کیني نو دغې ناستې ته حکومت خپله طالبان نه برابروي او په حساس وخت کې طالبانو ته داسې لار برابروي چې د ناستې تردید وکړي.

همدارنګه کیدلی شي چې طالبان هم دخپلو ملګرو دانتقام په بدل کې په ورته عمل لاس پورې کړي او حکومتي بندي عساکر په بالمثل سزا محکوم کړي.په عین وخت کې به حکومت دارامۍ په ځای نا ارامۍ ته لاره هواره کړي او په هیواد کې دجګړې اور به نور هم تازه کړي اوبلې سکروټې به په لمبو بدلې شي.

زما په نظر به مقابل لوری نور هم دغچ اخیستلو په هوډ کې تیز شي.هغه څوک چې درې نفره یې له سلګونو مجهزو عسکرو سره په ساعتونو جګړه کولی شي.یایې لس یادولس نفره دوه درې ورځې دحکومت په زړه کې یا دشوراب په میدان کې یا په نورو ځایونو کې جګړه په مخ بوولی شي هغه به څنګه دشپږو یا لسو یازیاتو په اعدامولو له جګړې لاس په سرشي.

دغه چې نن اعدام شوي دي زیاته برخه یې هغه کسان دي چې ځانونو پورې یې باروت تړلي وو او نیول شوي دي نو داچې په اوله ورځ مرګ ته راغلي وو نو نن به څنګه له مرګ وو ویریږي بلکې دابه یې دملګرو په زخمونو مالګې پاشل وي او دهغوی به جګړې ته راپاڅول وي.

دزندانیانو اعدامول بې له دې چې دستونزو دهوارولو په ځای نورې ستونزې وزیږوي بل څه یې نشو بللی او داعدام شوو کسانو خپل خپلوان او خواخوږي یې دحکومت ضد کړنو ته او دجګړې ډګرته رابلل بولم.

بالفرض که حکومت یې دلسم ریاست دانتقام په بدل کې کوي نو دانتقام بله لار شته دالار دترکستان په لوري تللې راته ښکاري.حکومت دې دجګړې په ډګر کې له هغو جنګیالیو سره زور ازماینه وکړي چې عملا په جګړه کې ولاړ دي له مظلومو بندیانو دې انتقام نه اخلي.

اعدام دحل لاره هلته کیدلی شي چې مقابل لوری کمزوری وي په بالمثل عمل لاس نشي پورې کولی داچې اوس نړیوال او افغان حکومت هم طالبان دیو ځواک او یو قوت په بڼه پیژني او طالب هم همداسې عمل ترسره کولی شي نو ستونزې زیږوونکی او دنورو مشکلاتو پیداوار یې بولو.

په دې هیله چې حکومت له داسې کړنو لاس واخلي او په هیواد کې یوې دائمي سولې ته لاره برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x