افغانستان

مجاهد: د خپلو اعدام شویو ملګرو غچ اخلو – غږیږ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دوی د خپل ملګرو د انتقام اخیستلو لپاره په زرګونه مجهز «فدائي مجاهدین» لري، چې کله به هم خپل وار پرې نه ږدي.

باید وویل شي چې نن سهار د کابل په پلچرخي زندان کې شپږ تنه طالب بندیان اعدام شول چې له امله یې د طالبانو په لیکو کې د انتقام اخیستلو جزبې بلي کړې. د طالبانو پلویان پر ټولنیزو پاڼو باندي پر خپلو جنګیالیو او مشرانو باندي د انتقام اخیستلو غږ کړی.

ذبیح الله مجاهد په خپل څرګندونو کې د اعدام شویو طالبانو کورنیو ته مبارکي ورکړې او ویلي «د دوی لپاره ستر افتخار دی چې ځوانان یې د الله په دین قربان شول.»

ذبیح الله مجاهد همدراز ویلي چې په داسي کارونو کولو سره «دښمن» نه شي کولای خپلو شومو موخو ته ورسیږي. هغه زیاته کړه: «موږ د دښمن دغه ډارن عمل په ترټولو کلکو ټکو غندو، شهادت زموږ د مجاهدینو وروستۍ آرزو او آرمان دی، په داسې کولو سره دښمن نشي کولای خپلو شومو موخوته ورسیږي، که دخلکو په شهادت رسولو سره چا بریا ګټلای شوای نو کمونستان به اوس د افغانستان څه چې د ټولې سيمې واکمنان وو. اوس به  ان شاءالله مجاهدین د دښمن ټولې هغه ښکيلې ادارې د خپلو لومړنیو نظامي اهدافو په پلان کې داخلوي چې دمحبوسینو د شهادت سبب ګرځيدلي دي، دوی به یو هم د آرام ساه وانخلي اونه به يې هم اړوندان په اطمنان سره ژوند وشي کړای. موږ له دښمن څخه د انتقام اخيستلو لپاره په زرګونه مجهزفدايي مجاهدین لرو، موږ به خپل وار هيڅکله هم پرې نږدو.»

مجاهد د خپل پخواني معمول په پرتله دا ځل خپلي څرګندوني په اواز هم ثبت کړي او نن ټکی اسیا ته یې را لیږلي چې مونږ یې هم د موضوع د اهمیت له وجي کټ مټ نشروو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x