افغانستان

روزګان ولایت کي د حکیم شجاعي د ظلم لنډ داستان – د پژواک خبري اژانس په راپور کي

د حکیم شجاعي په نامه یو دولت پلوه هزاره قومندان چي د ډیري مودې راهیسي په روزګان ولایت کي د پښتنو او هزارګانو ژوند په عذاب کي اچولی، ځانته د دولت سرباز وايي، او ادعا لري چي په خپله سیمه کي د طالبانو په ضد د دولت او امریکایانو سره ډیر ملاتړ کړی دی.

نوموړي په خپلي سیمه کي زیات شمير پښتانه وژلي، بی کوره کړي، او دهغوی کورونه یې سوځولي دي، او دا هرڅه د بهرنیانو، افغان حکومت او ځايي چارواکو تر پوزي لاندي کوي.

نومړي وايي چي د روزګان ولایت چارواکي د نوموړي څخه ډیره مننه کوي، او د طالبانو په ځپلو کي د هغه کړني ستايي.

د نوموړي په اړه د پژواک خبري اژانس یو مهم راپور خپور کړی، چي د نوموړي د ظلم یو لنډ داستان په کښي کي دي، او مونږ یې هم په خپل وار کټ مټ د پژواک خبري اژانس څخه په منني نشر ته سپارو:


 

د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي


http://www.pajhwok.com/affiles/imagecache/lead_l/photo/2013/8/Untitled-1_3.jpg

خبريال: جاوېد هميم کاکړ
پژواک خبري اژانس

کابل ( پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، په اروزګان ولايت کې د غير مسوولو وسله والو له خوا د عامو وګړو د شکنجه کولو په اړه يې څېړنې پيل کړي او په دغو شکنجو تورن حکيم شجاعي به ونيسي.

له تېرې څه مودې راهيسې د اروزګان ولايت د خاص اروزګان  ولسوالۍاوسېدونکي وايي ، چې په سيمه کې ديوه ځايي غير مسوول وسله وال قوماندان حکيم شجاعي او دهغه د وسله والو له خوا شکنجه  او وژل کېږي.

د سيمې اوسېدونکي وايي ، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ( د زمري په ٢٣مه) دياد قوماندان وسله والو يو ځل بيا پر خلکو بريد وکړ، دوه ماشومان يې ووژل او لسګونه تنه يې ټپيان کړل.

له يادې سيمې څخه شاوخوا٢٣ تنه چې شکنجه او ټپي شوي،د ترينکوټ ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.

د ټپيانو له ډلې څخه د عبدالمالک په نامه يوه  قومي مشر  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د شجاعي لسګونو وسله والو  د کوچک د کلي د خلکو پر کورونو او کروندو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، چې دوى د خلکو له وهلو ډبولو وروسته ٣٦ کسان له ځانه سره نږدې غرونو ته يوړل او بيا يې هلته شکنجه کړل.

عبدالمالک وايي، په وړل شويو کسانو کې دولتي مامورين، پوليس او د ملي امنيت کار کوونکي هم شامل وو.

د نوموړي په وينا، چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د پوستې سرتېرو هم د شجاعي له وسله والو سره په دې کار کې مرسته کړې ده.

دغه قومي مشر وايي، چې د عبدالباري په نامه ديوه اوسېدونکي کور ته يې اور واچاوه، چې له امله يې دوه زامن وسوځېدل او مړه شول.

عبدالمالک زياته کړه، چې دوى ٢٣ کسان په دې وتوانېدل، چې له سيمې څخه را ووځي او ځان ترينکوټ ښار ته ورسوي.

خو هغه دا هم وويل ، چې تر ٥٠ پورې نور کسان چې شکنجه  او ټپي شوي، اوس هم په سيمه کې پاتې دي.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس خان اغا مياخېل پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې له خاص اروزګان څخه يو شمېر ټپيان ، چې شکنجه شوي وو  راوړل شوي دي.

خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخوندزاده هم پژواک اژانس ته ومنله، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ياده ستونزه شته.

خو هغه وويل، چې په سيمه کې طالبان هم زور زياتى کوي  او کله نا کله حکومتي ځواکونه په دغسې کړنو لاس پورې کوي .

دى وايي، چې يو شمېر خلک په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا وهل ډبول شوي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياندفريد عايل وايي ، چې ديادې پېښې د څيړنې لپاره د پېښې سيمې ته د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، څارنوالۍ، ملي امنيت او ولايتي شورا يو ګډ پلاوى لېږل شوى دى.

هغه زياته کړه، ياد پلاوي خپلې څېړنې پيل کړي او ټاکل شوې، چې سبا بېرته ترينکوټ ته را وګرځي ، چې بيا به يې پايلې له رسنيو سره شريکې کړي.

خو عايل دا خبره رد کړه، چې ګوندې ياد کسان د شجاعي د کسانو له خوا دې شکنجه شوي وي .

دى وايي ، چې سيمه ييزو پوليسو په سيمه کې عمليات ترسره  کول  او ځينو اوسېدونکو د تالاشۍ له ورکولو ډډه کوله، چې له امله يې ياده پېښه رامنځته شوې ده.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي وايي، چې دوى هم د خاص اروزګان د پېښې په اړه څيړنې پيل کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې پخوا هم دوى ته د حکيم شجاعي په اړه شکايتونه رارسيدلي وو او هغه يو خپل سره وسله وال تن دى او له ملي پوليسو سره هېڅ تړاو نه لري.

ده زياته کړه : ((په دې اړه موږ ته د خلکو شکايتونه رارسېدلي، د شجاعي د تر قانوني تعقيب لاندې راوستو او نيولو هڅې مو پيل کړې دي.))

د سيمه ييزو پوليسو لوى قوماندان جنرال عليشاه احمدزي هم دا خبره رد کړه ، چې ګوندې شجاعي د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل : (( شجاعي يو ظالم ، قاتل او جنايتکار دى، ما يو ځل نيولى و او د کورنيو چارو وزارت جنايي  رياست ته مې وسپاره، خو نه پوهېږم، چې ولې بېرته خوشې شو.))

پژواک خبري اژانس د خاص اروزګان د سيمې د هغو کسانو تصويرونه ترلاسه کړي ، چې شکنجه شوي او په بدن کې يې ټپونه له ورايه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close