نظــر

د حزب او دولت تر منځ مذاکرات؛ طالبانو ته کوم دریځ لازم دی؟

غلام حضرت شاکر

له یوې میاشتې را پدې خوا د افغان دولت او اسلامي حزب د استازیو تر منځ په کابل کې خبرې روانې دي، په پام کې ؤچې د اسلام آباد په څلور اړخیزه غونډه کې، د چین، پاکستان، امریکا او افغان دولت له استازیو سره یو ځای طالبان او حزب اسلامي هم برخه واخلي؛ خو طالبانو په مذاکراتو کې له برخې اخیستلو ډډه وکړه؛ ځکه خو په هغې ناسته مثبتې پایلې مرتبې نه شوې.

د دې برعکس اسلامي حزب له افغان چارواکو سره مذاکرات ومنل او د انجنیرکریم امین په مشرۍ یې یو پلاوی کابل ته را واستاؤ چې له یوې میاشتې راپدې خوا یې له چارواکو سره خبرې روانې دي، حزب ځکه د دولت له اړخه د مذاکراتو دعوت ته لبیک وویل، چې نه یې غوښتل د مذاکراتو ابتکار امریکا په لاس کې واخلي، ویل کېږي چې د دواړو خواوو تر منځ په خبرو کې پرمختګ هم شوی دی.

څرګنده نه ده چې د مذاکراتو وروستۍ نتیجه به څه وي؟ د بحران سوراو اوږده به ورسره کم شي او کنه؟

دا به وروسته مالومه شي؛ خو یو څه چې د حزب لپاره د ویاړ ټکي ګڼلی شو، دا دي، چې حزب نه له کابل حکومت نه امتیاز وغوښت او نه یې د امریکایانو له حضورسره موافقه څرګنده کړه، د حزب استازیو په جرئت سره وویل چې د هغوی لپاره تر دې بل ستر امتیاز نه شته چې هېواد یې آزاد او اجنبي ځواکونه ترې ووځي ، تر دې وړاندې دوست او دښمن دا خبره کوله چې حزب اسلامي تسلیم او د امریکایانو د وتلو له شرط نه منصرف شو؛ خو حزب نه د امریکایانو په پاتې کېدلو ټینګار وکړ او نه یې د امریکا په وړاندې په کړي جهاد پښېماني وښوده، لا چې امریکا او اجنبي ځواکونه یې د جنګ مسبب هم وګڼل، د حزب دغه ډول دریځ د مسلمانانو لپاره ستره بریا ده ؛ځکه چې د کابل له ستېج نه تر دې مهاله هیچا دا جرئت نه ؤ کړی، چې د بهرنیو ځواکونو انسحاب وغواړي، لا چې هر چا خپل پایښت د امریکایي ځواکونو په پاتې کېدو پسې تاړه؛ ځکه خو یې ورسره د تړون د لاسلیک غوښتنه هم کوله ؛ خو حزب یوازینی او لومړنی سازمان ؤ چې هم یې د امریکا د چپاو په وړاندې دجهاد اواز اوچت کړ، او هم یې د کابل له ستېج نه د هغوی د وتلو مصرانه غوښتنه وکړه!! که د حزب له دغه ډول معقول دریځ سره بیا هم څوک مخالفت څرګندوي، دا به یې د سیاسي شعور د کمبود په مانا وي، او یا به له بې ځایه تعصب نه کار اخلي!! زه نه وایم چې د دغو مذاکراتو پایلې به هرومرو ښې راوځي، کېدای شي په کمین کې ناست دښمنان نورو چلوټو ته لاس کړي او پر مذاکراتو د بد فرجام مرتبېدلو ته ملا وتړي ؛خو په دې کې هیڅ شک نه شته چې د حزب اوسنی دریځ د افغانانو په مصلحت ولاړ دی.

د اسلامي حزب او دولت تر منځ روان ډیالوګ د هغو کړیو لپاره یو بد زېری دی، چې له پردیو سره په معامله باور لري او په دولت کې یې تر بل هر چا زیات امتیازات تر لاسه کړي، هغوی حزب خپل سیال ګڼي او په شتون کې یې دخپلې چاغې برخې په له لاسه ورکولو وېرېږي، متاسفانه له دوی سره د ملک د علیا مصلحت خبره نه شته ، له پردیو سره جوړېدای شي، (که څه هم د اسلام او ملت په ټول اړخیزه بربادۍ تمام شي)؛ خو له خپلو مسلمانو وروڼو سره په یو پلاټ وفورم کې نه شي راغونډېدای! دوی نه د طالبانو طرفدار دي او نه په اسلامي حزب خوښ دي، په تېرو څوارلسو کلونو کې چې هرځل د بین الافغاني تفاهم موضوع شونتیا ته ورلنډه شوې، دې کړیو یې په مقابل کې خنډونه را ولاړ کړي، دوی دا شرم منلی شي چې د جانې کېري په اوږو سپاره وګرځي؛ خو دا نه شي منلی چې د اسلام او خپل ملک د مصلحت لپاره له خپلو مجاهدو وروڼو سره واک شریک او د بهرنیانو د وتلو لپاره شرایط مساعد کړي!! یونس قانوني د خپل لوړ انانیت له کبله له استاد سیاف سره د ولسي جرګې دمشرتوب په سر دومره ډغرې ووهلې، چې بالاخره یې د مشرتوب خلعت یو بل چاته ور په تن شو!! دا په داسې حال کې ؤ چې دوی ظاهراً استاد سیاف ته «پدرمعنوي» ویل؛ خو چې د مشرتوب ځای یې راغی د«پسرعا ق» په څېرمعامله یې ورسره وکړه!!

په دې ګروپ سربېره کمونیستان او یو شمېراور لګاندې مسلمانان هم د حکمتیار او دولت ترمنځ مذاکرات په بد تفاول نیسي، لا چې دې اقدام ته یې د کفر په سترګه ګوري!! کمونیستان خو یې ځکه مخالفت کوي چې اساساً د مسلمانانو مخالف دي، دوی دمسلمانانو په نشتوالي او اختلاف کې خپلې ګټې مد نظرنیسي ، د هغوی ګټې دا ایجابوي چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف موجود وي او د اسلامي حزب او طالبانو لپاره د راتګ زمینه برابره نه شي؛ ځکه خو د حزب او دولت تر منځ په مذاکراتو خصمانه نظرونه څرګندوي؛ خو هغه اورلګاندي مسلمان وروڼه (چې احساس یې پاک دی؛ خو قضایاوو ته په سرسري نظر ګوري)، هغوی دې سل ځله پخپلو اظهاراتو کې احتیاط وکړي او د مذاکراتو د پایلو تر معلومېدو پورې دې نه په حکمتیار د کفر فتواوې صادروي، او نه دې یې دملامتیا په کاڼو ولي؛ دوی باید پوه شي چې له حریفانو سره د مذاکراتو یو ور (دروازه) پرانیستی ساتل د مبارزې برخه وي، نه دا چې کفر او دښمن ته تسلیمي وګڼل شي، اسلام چېرې هم مسلمانانو ته دا درس نه ورکوي، چې د خپلو حریفانو په وړاندې ټولې دروازې تړلې وساتي، په مبارزه کې د چا پر مخ ټولې دروازې تړل بې کمالي وي، ضمناً د مسلمانانو موجودیت په هرځای کې باید غنیمت وګڼل شي؛ ځکه چې هر مسلمان د څراغ په څېر دی، یو ځای پرې روښانه کېږي، دا اوس هم په کابل کې د یو شمېر مجاهدو او مسلمانو شخصیتونو شتون ددې سبب شوی، چې امریکا د خپلې بربنډې دیموکراسۍ په پلې کولو کې چندان پرمختګ ونه شي کړای؛ خو که له یوې خوا د مجاهدینو او طالبانو مقاومت نه وای او له بلې خوا د هېواد په داخل کې یو شمېر با احساسه او مسلمانو شخصیتونو شتون نه لرلی؛ نو باور دی چې اوس به هر څه دغربې دموکراسۍ په خم کې رنګېدلي وو، آیا دلته د انجنیراحمدشاه احمدزي، ملاعبدالسلام ضعیف، مولوي متوکل، استاد مزمل ، ډاکتر محمد ایاز نیازي، انجنیر سباوون، مولوي شهزاده شاهد، جمعه خان همدرد، حاجي فرید، زبیرشفیقي، عبدالستارخواصي، جمعیت اصلاح او د هغوی په څېر د زرګونو مسلمانانو شتون د غربي اهدافو د تحقق مخه نه ده نیولې؟ آیا دې ډول شخصیتونو او نهادونو دلته د مبارزې سنګرونه تاوده نه دي ساتلي، او مثبتې پایلې یې نه دي درلودلې؟ او….

د مبارزې او جهاد په لاره کې هر موقعیت په مسلمانانو ډک ښه دی، نه داچې میدان دښمنانو ته شغالي شي، که په هر موقعیت کې مسلمانان وي یو څو تنو مسلمانانو او اسلام ته به یې خامخا ګټه رسېږي، پرون د ترکیې نننی اردغان د اتا ترک په میراثي نظام کې یوه وړه ډیوه بله وساتله؛ خو نن د اوڅار لمر په څېرد ټول امت په افق ځلېږي!! په نظامونو کې د هر مسلمان فعال حضور همدغسې پایلې درلودلی شي.

داسلامي حزب په اړه هم همدغسې فکر باید وشي ،که «نهضت جوانان مسلمان» پرون د ظاهرشاه په نظام او کابل پوهنتون کې مثبت رول ولوباوه او د جهاد او هجرت فرایض یې را ژوندي کړل؛ هیله ده نننی اقدام یې هم د ملت لپاره ښې پایلې ولري.

زما په اند که افغان بحران ته دمذاکراتو له لارې حل لاره وموندله شي، او له بهرنیو عسکرو د پاتې کېدو پلمه واخیستله شي؛ نو بیا خو په مذاکراتو باید ترکیز وشي او طالبان یې هم بویه طرفداري ځکه وکړي، چې دا په لاس د غوټې خلاصېدل دي، طالبان دې هم بین الافغاني ډیالوګ د خپلو مبارزاتو برخه وګرځوي، دا ګومان دې نه کوي چې تل به یې د نن په څېر ښه فرصتونه په لاس کې وي ، حالات تغییر مومي، دوستان بدلېدای شي، او پردی کټ هم تر نیمو شپو وي، کېدای شي یو مهال دوی دنن په څېر فرصتونه ونه لري او د مجبوریت په سبانۍ جوړه جاړه کې د نن په تناسب امتیاز تر لاسه نه کړای شي، یو مهال حزب اسلامي هم د دوی په څېر په خپل ځواک باوري ؤاو دا یې په تصور کې هم نه راتلل چې بل څوک به یې د فتحې لاره ډب کړی شي؛ خو معمولاً د غښتلیو مسلمانانو په وړاندې حریفان هم سترو سترو چلوټو ته لاس اچوي؛ ځکه خو که حزب هرڅونه ځواکمن هم ؤ، دښمنانو یې په همغه تناسب توطئې ورته جوړې کړې!! شونې ده یو مهال طالبان هم  له همدغسې برخه لیک سره مخامخ شي ، هم دنیا ترې لاس واخلي اوهم یې په جنګ کې سولېدلی ملت ورته شا کړي، طالبان وروڼه دې خپل داخلي اختلافات او د نن مرموز جهان مرموزې دوستي ته پام وکړي، دوی دې دا فکر نه کوي چې هم به یې مرموز دوستان له اوږو ونه غورځوي ، او هم به یې په صف کې مزید درزونه  را پیدا نه شي ، پرون افغاني داعشیان، ملا محمد رسول او یو شمېر زیات ننني مخالفین دطالبانو په څنګ کې ولاړ وو؛ خو نن یې تر منځ نه را لنډېدونکی واټن ځکه راپیدا شوی، چې یو خو د دوامدار جنګ طبیعیت همدا دی او له بلې خوا یې حریفان آرام نه دي ناست. په دې کې شک نه شته چې جنګ څومره اوږدېږي هومره به پيچلي ابعاد پیدا کوي، پردیو ته به نور هم د مداخلې چانس په لاس ورځي ، او یو مهال به د عراق ، لیبیا ، سوریې او یمن په څېر زموږ هېواد هم د تجزیې او قامي جنګونو له خطرسره مخا مخ کېږي، هغه مهال به د نن په څېر د ملامتیو ګوته هغه چا ته نیوله کېږي، چې له فرصتونو ګټه نه شي اخستی او هره حل لاره د ټوپک په شپېلۍ کې ویني!! کله کله په یوه کوچني تنازل ستر خیر مرتبېدای شي، او ځینې وخت دچا د انانیت له کبله د انقلاب ټول اقدار په اوبو لاهو کېدای شي، که افغانانو پرون له خپل انانیت نه په راکمه برخه قناعت کړی وای او جنګونو ته یې لاس نه وای غځولی، په زر برابره به له دې حالت نه ښه ؤ، چې اوس ورسره مخا مخ دي، آیا پرون د یوه کمزوري مسلمان تر اشراف لاندې ژوند او قناعت د امریکا او نورو بهرنیانو تر اوسني فایقه شتون ښه نه ؤ!؟ آیا هغه وسلې، چې د درې نیم میلیونه ټپیانو او  شهیدانو د وینو په قېمت له روسانو ترلاسه شوې او په خپل منځي جنګونو کې له منځه لاړې، ښه به نه وای، چې د خپل منځي جګړو په ځای دبهرنیو یرغلګر په وړاندې استعمال شوي وای؟ او دا چې مجاهدین او طالبان دخپل منځي جنګونو له کبله بدنام او په ترهګرۍ متهم کړی شول، ښه به نه و، چې د پرون جهادي دور په څېر یې د ټول امت په زړونو حکومت کولای!؟ متاسفانه هغه مهال مجاهدینو او طالبانو ګومان کاوه، چې د خپل منځي جنګرېز عمر به یې لنډ وي او دوی به په کې د ښه نظام خاوندان شي؛ خو دوی په دې نه پوهېدل، چې د جنګ په پای کې به یې امریکا په هېواد خېټه اچوي او طالبان او مجاهدین به له لبه مجرمان او ټوپک سا لاران ګڼل کېږي!! د نن خبره هم همدغسې ده، نه دا جنګ لنډ دی، نه دنیا د مسلمان طرفداره ده، او نه موږ ته دامریکا او نورو بهرنیانو نیتونه سم دي، که امریکا ټول منځنی ختیځ په بلا اخته کړ، که هلته د روسانو او بلا ښکېلاکګرو د وسلو تمرین ته شرایط مساعد کړی شول او په مقابل کې یې مسلمانان له یوم البدترو سره مخامخ شول، دا حالت دلته هم راتلونکی دی؛ ځکه خو ټول مجاهد لوري باید د دیپلوماسۍ کامیابه ژبه هم هېره نه کړي، زه نه وایم چې امریکایانو ته دې تسلیم شي او یا دې (خدای مکړه) د جهاد او مقاومت لاره پرېږدي؛ بلکې زما موخه دا ده، چې مسلمانان دې دلته ټول اړخیز فعال حضور ولري، نه دې سنګر پرېږدي او نه دې یې سیاست خام وي، نه دې تسلیم شي او نه دې دومره پڅ وي، چې خپله خبره د حقیقت په کورسۍ کېننولی شي، د افغانانو یو کمبود دا دی، چې سنګر ګټلی شي؛ خو په دیپلوماسۍ کې یې وبایلي، برحق جهاد کولی شي؛ مګر د دښمن د ملامتولو استعداد نه لري، همدا خبره ده چې د هر یرغلګر تر وهلو وروسته یې د مجاهدینو وینو رنګ نه دی راوړی!!

«ړانده وګړي واړه عمر په امسا پسې ځي
هوښیار وګړي تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x