ګډحکومت د اعدام شویو شپږ تنو نوملړ اعلان کړ – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): نن سهار په کابل کې د پل چرخي په زندان کې شپږ طالب جنګیالي اعدام شوه.

ګډحکومت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په دې کار سره عدالت تامین کړ او مخالف وسلوالو ته یې وښودل چې د دوی سره به سخت چلند کیږي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې په اعدامونو که دا لړۍ تمېدای اوس به کمونیستان په ټولي نړۍ واکمن وای ځکه چې تر بل هر چا زیات اعدامونه د هغوی له خوا عملي شوي دي.

طالبانو تر اوسه د خپل اعدام شویو جنګیالیو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي خو ګډحکومت د هغه شپږ تنه طالبانو نوملړ خپور کړ چې نن ورځ یې اعدام کړل.

khan agha

خان اغا

۱- خان اغا چې مشهور په عبدالرحمن دی.
د حکومت د ادعا سره سم دغه کس د القاعده شبکې سره تړاو لري، د ملي امنیت پر مرستیال عبدالله لغماني او د لغمان ولایت د ۲۵ امنیت پر مدیر یې برید کړی وو.

hameedullah 2

حمید الله

۲- حمید الله د طالبانو ډلي ته منسوب بلل شوی او پر ده تور لګېدلی چې د پخواني جمهور رئيس برهان الدین رباني او د سولي د عالي شورا مشر په ترور کې لاس درلود.

محمد اسماعیل

محمد اسماعیل

۳- محمد اسماعیل.
د حکومت د ادعا سره سم دغه طالب د حقاني شبکې سره تړاو درلود، په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د فاینسټ مارکیټ په برید کې لاس درلود.

حجت الله

حجت الله

۴- حجت الله .
د طالبانو د ډلي غړی دی، د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په پغمان ولایت کې د پولیسو پر یوه موټر باندي په چاودنه باندي تورن وو.

محمد عثمان

محمد عثمان

۵- محمد عثمان.
د طالبانو ډلي غړی دی، حکومت ادعا لري چې د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې ماین ځای پر ځای کړی وو چې له امله یې ۷ تنه د پولیسو افسران ووژل شول.

akmal۶- اکمل د طالبانو د ډلي غړی دی، د حکومت د ادعا سره سم نوموړي د سردار محمد داود خان پر روغتون برید کړی وو چې له امله یې څلور تنه امنیتي عسکر وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي وه.

باید وویل شي چې د وروستیو راپورونو پر اساس ویل شوي چې تر ۵۰۰ زیات داسي طالب بندیان شته چې د اعدام پریکړي باندي شوي، چې د کارپوهانو په وینا د حکومت له وسه لیري خبره ده چې دا ټول اعدام کړي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد السلام اغا
میلمه
عبد السلام اغا

الله تعالی دې د ټولو شهادت قبول کړي.
د اسلامي امارت مشر او د پوځي مشرانو څخه مې هیله ده، ژر تر ژره دوی هم د مزدور حکومت بندیان ملي اردو څخه څو تنه په اعدام کړي.
طالبانو چې تراوسه یی بندیان خوشی کول باید خپله تګلاره بدله کړي، او نور یی له اوله پخپله سزا رسوي.

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

اغا صاحب او مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! اغا صاحب زه ستاسی د وړاندیز ( که څه هم د اسلامی احساساتو له مخی دی ) نه تاییدوم ، غلامه اداره چه څه کوی هغوی غلامان دی ، هغوی او د هغوی باداران لمړی ټولنه طبقاتی کوی یعنی د ګوتو په شمار ( غلامه اداره ) میلونران ا و بیلونران وی او وروسته ټوله ټولنه غریبه او د دوی خدمت او معاشو ته اړه لری او دوی هم دومره معاش ورکوی چه مظلوم اولس د دوی دکارونو او ددوی د خوندی ساتلو د پاره ژوندی وی . غریبی یی یوه ستونزه… نور لوستل »

mayak khan
میلمه
mayak khan

ددارپه سرختل مې أزموده خبره ده// دا نوې پیښه نده داز ړه خبره ده// دحق دوفایون کښې هوسیزم شهادت ته// په دار که په زندی وي دایوه خبره ده// نعره دانا الحق مې غلې نشوه لاخوریږی // رسیږم پرې منزل ته دار وړه خبره ده // قاتل مې دشهیدو هیلوکله پرې پوهیږي // د دار په سر دنیاز او راز أو ږده خبره ده // د دار ځو ړند رسن که تور زلفان دحور العین// سینګار سینګار جنت بله خوږه خبره ده// سپارښته مي پیغام دانتقام دی هر أتل ته// مرګی په هرچا پو ردی دا کره خبره ده// الله… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط انالله و انا الپه راجعون ط د بيګناه او مظلوموزندانيانو په شهادت سره د کابل لاسپوڅي او د پردو غلام رژيم خپل غيري اسلامي او غيري انساني څيهره نوره هم افغانانو او زړه سوانده نړيوالو ته ښکاره کړه. نه په اسلامي او نه په غيري اسلامي قوانينوکي د جرم د نه ثبوت په صورت کي د يوه متهم وژل او اعدام جايز دی. او بالفرض که دا زندانيان د جنګ مجرمين وي ، بيا يي هم وژل او اعدام په هيڅ يوه قانون کي جواز نه دی ورکړی . ګو‌‌‌‌‌‌ډاګۍ رژيم دي خپل بادار ته… نور لوستل »

مسلم افغان
میلمه
مسلم افغان

د الله د دين د نصرت او لوړتيا، له اشغال څخه د هيواد د ژغورني او د مظلومو هيوادوالو له ګرالبو څخه د نيواکګرو ظالمانو او د هغو د لاسپوڅو د لاسونو د لنډولو په لار کي دغسي شهادت لوی وياړ او نېکمرغي ده. الله دي د دغو او نورو ټولو شهيدانو شهادت قبول کړي. زه د ګران اسلامي امارت مشرانو ته د ډېرو هيوادوالو يوه هيله څرګندوم او هغه داده چي د اسلامي امارت مجاهدين دي د نورو جهادي هلو ځلو ترڅنګ د ﴿ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ﴾ په مقتضا د اشغالګرانو غټ ګوډاګيان يو يو په انفرادي توګه… نور لوستل »