نظــر

خپلواکي مو اوس هم د انګریزانو او امریکایانو په واک کي ده

فیسبوک ، تلویزونونو ، رسنیو او میدیاکی د افغاستان د استقلال د۹۴ کالیزی د لمانځنی په هکله ټول خوشالی کوی او مبارکی وایی تر دی چه د اسلامی امارت له خوا هم څه اعلامیه خپره شوی ده ، زه هم د یو افغان په حیثیت د دی خیالی خپلواکی په هکله د زړه خوالی د افغانستان د مظلوم او مجاهد اولس سره شریکوم :

په دی هکله زه له خپلو هیواد والو پوښتنه کوم چه هغه انګریزانو چه ۹۴ کلونه مخکی زمونږ نیکونو تری د توری او ډال او افغانی مټو ، او افغانی غیرت او شهامت په واسطه تری په زور خپلواکی تر لاسه کړه ،

او د غه انګریزان چه زمونږ ځمکه او هوا یی اشغال کړی ، تر پخوا مونږ زیات وژنی ، پخوایی لا زمونږ د خویندو د بی عفته کولو جرات نه کوو او یا له هغه انګریزان د اوسنی انګریزانو په شان وحشیان نه وو اوس خو په ډیری بی رحمی او قصدا سره ددی چه په پسونو کی ورسره خپلی فاحشی شتون لری مګر د افغانی عزت د ځان وژلو په خاطر او یا دا چه زمونږ د ټولنی سوچه والی لوټ او پایمال کړی په هر ه وسه او وسیله چه وی په اظرافو کی خو په په وچ زور او بی رحمی وی مګر په لویو شارونو او بیسونو کی ورته زمونږ پلورل شوی حکومتی چارواکی لکه د بزنس په شان د ډالرو په زور ورته ښخی راولی . نو زما پوشتنه داده چه تر دی په غلامی نوره څه وی ؟ تاسی د کومی خپلواکی یادونه کوی او که دا انګریزان له هغه برطانیا نه دی چه مونږ تری خپلواکی اخستی وه او اوس دوی راڅخه واپس واخستله ؟ که دا د هماغه برطانیا او د هماغه پخوانو انګریزانو لمسی وی خو مونږ هغه ګتلی ازادی بیا له لاسه ورکړی ده ، نو بیا د ۹۴ کلیزی خپلواکی لمانځلو معنی د ځان پوری د خندلو او زمونږ د بی غیرتیو لمانځنه ده که داسی نه ده ؟

داچه له مونږ یی بیا خپلواکی اخستی زمونږ خوشالی د څه ده ؟

خوشالی او لمانځنه خو به دانګریزانو وی چه مونږ تری خبله خپلواکی اخستی وه اوس یی بیا په واک کی ده .

د هغه انګریزانو ټانکوونه او فوځ ګاړی زمونږ په سرکونو او الوتکی یی زمونږ مظلوم ، بی دفاع او بی ګناه خلک هره ورځ په خپلو وینو کی لمبوی زمونږ وچه او هوا د دوی په واکی کی ، ددی پرځای چه مونږ دوی ته ویزی ورکړو دوی مونږ ته ویزی راکوی دوی راته چارواکی ټاکلی او هغوی ته یی د هر ډول فساد ونو ، غصبولو او فریب کاریو جواز هم ورکړی ، په دفترونو او کورونو کی د دوی په دستور کړنی لری او د دوی پالیسی او ګټی تعقیبوی زمونږ خلک وژنی او زمونږ ښخی بی عفته کوی او بیا هم ورته مونږ ازادی ووایو ؟

دا سمه ده چه ۹۴ کلونه مخکی به مو تری خپلواکی تر لاسه کړی وه ، مګر نن یی مونږ بیا بی واکه کړی یو کوم سړک کی چه د انګریزانو فوځی ګاړی روان وی د کرزی ګاړی هم تری مخکی کیدی نه شی د مخکی کیدو په صورت کی به یی ماغزه په هواکی شیندل شوی وی تر هغی چه بیا مو دا خبلواکی تر لاسه کړی نه وی دوی مو شړلی نه وی او د دوی اجنتان مو بی واکه کړی نه وی ، دی ته د ازادی جشن او د اازادی مبارکی ویل شرم ، بی ننګی او احمقی ده مګر هغه چه هسی په خوب او خیال کی د خیال ماڼی جوړوو .

هغه انګریزان چه زمونږ زمونږ زمکه او هوا یی په واک کی ده ، به راپوری خاندی وایی به دا څومره خره غلامان دی چه غلامان مګر ځان ته خپلواک او باداران وایی ؟ زمونږ ګاوندی ملکونه او ټول نړیوال چه زمونږ له ۱۲ کلن اشغاله خبر دی هغوی به هم په مونږ خندنی کوی چه غلامان ځانته د خپلواکو خطاب کوی که دوی بیا خپلواک شی .

له ټولو ډیر مهمه دا چه زمونږ ماندینی ، او ښځینه قشر خو هم دومره ناپوهه او بی سواده نه دی چه زمونږ د غلامی احساس نه شی کولی غلامان مړونه ښځو ته به د نارینه وو به حیثیت ښکاری ؟ د انګریزانو الوتکی زمونږ د کورونو په سر او ټانکونه یی زمونږ د کلی او کورونو په مخ کی اتڼ اچولی زمونږ کورونو ته په داسی کبر او نخرو ننوځی هم زمونږ د قلعه ګانو او هم زمونږ د حیا او عزت درواوزی غورزوی ، ځوانان مو شهیدان یا لاس تړلی له ځانه سره پوځی خویندی مو بی عفته او بیا ووژنی او کله یی ژوندی پریږدی ( چه په ژوندینی مړی وی ) هغه خویندی به دی خبلواکی ته څرنګه خپلواکی ووایی؟ څرنګه به د خپلواکی مبارکی واخلی ؟او څرنګه به مونږ ته د میړونو او مړونو نوم واخلی ؟، مګر داچه مونږ به سنګر کی یو .

که مونږ د انګریزانو په تپل شوی حکومت کی د انګریزانو د پالیسیو مطابق دنده تر سره کوو ، د تش په نامه ملی اردو ، ملی پولیسو او ملی امنیت کی د انګریزانو د پاره د خپلواکی د بیا ګټلو مجاهدین وژنو دانګریزانو او دهغو د لاسپوڅو ساتنه کوو یا په خبلو شخصی بزنسونو کی د مادیاتو د رقابتونو په مسابقه کی بوخت ، د قوم ، خاوری او حپلواکی په هکله بی تفاوته پاتی وی ، باور وکړه چه ماندینی به یی تر دی بی بیغرتو انګریزانو ته ترجیح ورکړی او له دیرو لویو دوسانو کی به یی شمیری که په خوله تری ډاریږی په زړه کی به وایی چه له دی مړونو که مونږ کونډی پاټی شو ښه ده ددی ارمان به کوی چه که مونږ ته وسله په لاس راشی مونږ به تر انګریزانو دمخه دا بیغرته مړونه له دی بی ننګه ژوند بی غمه کړو او بیا به د ملالی په شان ځانو نه د انګریزانو په مرمیو په خپلو وینو کی ولمبوو .

ځانونه به تردی زیات نه تیر باسو مونږ خپلواکی نه لرو او یا مو بیا له لاسه ورکړی د بیا تر لاسه کولو د پاره بیا قربانیو ته اړه ده لکه زمونږ څه ورونه چه د ځانونو او مالونو په پرله پۍی قربانیو چه دا ۱۲ کلونه کیږی په سره سنګر کی ناست دی او زمونږ ځینی پلورل شوی ورته د یوه او بل جاسوسان وایی او خپله غلامی او بی ننګی په دی خبرو پتوی .

لنډا داچه کله خپلواکی کله د ۹۴ کلونو محکی په شان بیا تر لاسه کوو بیا به یو بل ته د واقعی خپلواکی مبارکی وایو تردی که مونږ د انګریزانو له شړلو وروسته د هغو لاسپوڅی بیا هم زمونږ چارواکی یو دا معنی چه مونږ بیا هم د انګریزانو غلامان یو ، نو د انګریزانو او د هغو د لاسپوڅو شړل په یو وار ، ته د خپلواکی لاسته راوړل وایی او دغه لاسبوڅی پلورل شوی باید محاکمه او د دوی د پلورل کیدو مناسبه سزا ورته واورول شی بیا به نو د خپلواکی دساتلو او د ګران هیواد د بیا رغونی او رسونی مرحله پیل کیږی او له هغه وروسته به یو بل ته د داخلی او خارجی یرغلګرو او اشغلګرو څخه د ژغورنی مبارکی یو بل ته وایو او د الله ج ددی لوی نعمت شکرونه به کاږو چه مونږ سره یی د خپلواکی په لاسته راوړلو کی مرسته وکړه .

و من الله التوفیق

الحاج استاذ بیانزی

یادونه: لیکنه اصل کی د فیس بوک لپاره لیکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x