نظــر

له عاصمه تر عاصمه، د شپږو یارانو داستان

قاري سعید

خبر دی وایي د کابل کفرپلوي رژیم شپږ تنه مجاهدین په دار ځړولي،د اعدام شویو ټولو مجاهدینو نومونه او معرفت نه دي په ډاګه شوي،خو همدا شیبه مې چې په فیسبوک د لومړني شهید نوم او عکس ولید هغه  عاصم نومیږي.

د نورو شهیدانو نومونه به په کراره راښکاره شي،خو د اوس لپاره د عاصم نوم ددې لپاره کافي دی،چې ددغه درانه غم له بوج څخه زړونه او ذهنونه ورباندې سپک کړو.

راځئ د شهید عاصم په برخلیک غور وکړو، آیا زموږ مظلوم عاصم یوازینی کس دی چې ددې دین لپاره په ظلم،قساوت او غدر وژل کیږي؟ او که دا دین همیشه د همداسې معصومو ځوانیو او پاکو وینو په قربانۍ راساتل شوی دی؟  ځواب واضح دی. یوازې موږ خپل نازولی او معصوم عاصم له دینه نه دی قرباني کړی، او نه هم تنها موږ یو چې په یوه ورځ مو شپږ تنه قیمتي زلمیان د مسلمانۍ په جرم د دښمن لخوا قتل کیږي. بلکې له صدر اسلام رانیولې، ترهمدا ننه هر دور خپل عاصم درلودلی،او هر ځل همداسې د شپږو شپږ او یا تردې په مراتبو د ډیرو قیمتي ځوانانو ځوانۍ  د اسلام او قرآني مقاصد په لاره کې د جبر او ستم په نشترونو ژوبلې او نیمه خوا شوې دي.

راځئ دلومړني عاصم او لومړنیو شپږو داستان ته تر څو مو داحقیقت لږ نور هم په زړه کې راسخ شي.

د هجرت څلورم کال د صفرې میاشت و،د عضل اوقاره قبیلو خلک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، او ویي ویل: اې د الله رسوله! دادی موږ مسلمانان شوو، اوس له موږ سره خپل څو تنه اصحاب ولیږه تر څو زموږ خلکو ته  قرآن او دیني احکام ورزده کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو له جملې شپږ تنه منلي او ډیر ورته ګران صحابه کرام ددې دعوتي کار لپاره انتخاب کړل. عاصم بن ثابت،خبیب بن عدی،مرثد بن ابی المرثد، خالد بن البکیر،زید بن الدثنه او عبدالله بن طارق. رضی الله عنهم.

دا شپږ کسان له یادې ډلې سره  روان شول، خو خبر نه وو چې دوی ته د دسیسې دام غوړول شوی دی، کله چې د رجیع مقام ته ورسیدل، د هذیل په نوم قبیلې خلکو یي په تلاش پسې سل کسیز لښکر راویوست،صحابه کرام چې دغه وخت د کفارو په شومو نیتونو پوه شوي و، د ځان ساتلو هڅه یي وکړه، مګر آخر د هذیل قبیلې سپاره ورپسې ورسیدل او شپږ واړه صحابه کرام یي د یوې غونډۍ په سر محاصره کړل.مشرکینو د دوی د ژوندي نیولو هڅه وکړه خو د غونډۍ سرته په ختلو ونه توانیدل،مشرکینو دوی ته وعده ورکړه چې له غونډۍ راکوز شئ تعهد درسره کوو چې څه به درته نه وایو. خو عاصم ځواب ورکړ چې زه له کافر څخه پناه یا د سر امن نه غواړم . وروسته  عاصم بن ثابت مخ آسمان ته کړ او په ډیر درد یي چیغه کړه! آې الله زموږ حال خو رسول الله ته ورسوه . . ! د عاصم له دې نداء وروسته مشرکینو په دوی د غشو برید پیل کړ، دری تنه صحابه کرام عاصم،مرثد او خالد بن البکیر په غشو ولګیدل او شهیدان شول، پاتې صحابه کرامو ته مشرکینو یو ځل بیا د پناه وعده ورکړه،هغوی یي په خبره باور وکړ او له غونډۍ څخه راکوز شول. خو کله چې د مشرکینو لاس ته ورغلل هغوی یي سمدستې لاسونه وروتړل .دغه وخت عبدالله بن طارق ورته وویل: دا ستاسو د غدر لومړۍ نښه ده، نو ځکه یي له رسۍ څخه لاسونه خلاص کړل توره یي وایسته او د جنګ اراده یي وکړه، مګر دا چې عبدالله بن طارق یو تجربه کار توره وهونکی و مشرکینو ورسره د تورې د جنګ مخ نه لید نو ځکه یي له لرې په ډبرو او غشو وویشت او شهید یي کړ.

پاتې دوه صحابه کرام خبیب بن عدی او زید بن الدثنه یي مکې ته یووړل تر څو یي هلته په هغو مشرکینو وپلوري چې خپلوان یي د بدر په غزا کې د مسلمانانو په لاس وژل شوي وو. د هذیل قبیلي مشرکینو زید په صفوان بن امیه باندې خرڅ کړ، د صفوان پلار په بدر کې وژل شوی و او نیت یي و چې د هغه په انتقام کې زید ووژني. صفوان زید خپل غلام نسطاس ته په لاس ورکړ چې له مکې بهر یي ووژني، د زید د اعدام صحنې ته ګڼ شمیر د مکي مشرکین راغلي وو چې د قریشو مشر ابوسفیان هم په کې و، ابوسفیان چې زید په زولانه حالت کې او مرګ ته په انتظار ولید، نوورنږدې شو  اوورته ویي ویل : تاته په سوګند وایم چې رښتیا ووایه آیا دا خوښوې چې ستا په ځای محمد دلته بندي وای او اعدام شوی وای او ته سالم خپل کور ته تللی وای؟

زید په والله بالله سره قسم یاد کړ او ویي ویل:  قسم په خدای چې زه نه خوښوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم په پښه اغزی لاړ شي خو زه دې په عوض کې سالم په کور ناست یم.

له دې سره ابوسفیان خلکو ته مخ کړ او ویي ویل: تر اوسه مې هیڅوک نه دي لیدلي چې له بل چا سره داسې محبت ولري لکه د محمد ملګري یي چې له ده سره لري.

وروسته دنسطاس لخوا زید بن الدثنه په شهادت ورسول شو. رضی الله عنه

خو د شپږو یارانو له جملې خبیب بن عدي لا ژوندی پاته و، خبیب د بدر په غزا کې د حارث بن عامر پلار وژلی و، نو ځکه د هذیل قبیلي مشرکینو خبیب په حارث خرڅ کړ، خبیب یي څه موده په حبس کې وساته چې دده څارونکي مینځي ماریې یي عجیب او غریب کرامات ولیدل. خو کله چې حارث د خبیب د اعدام پریکړه وکړه،نو خبیب لومړی د یوې چړې غوښتنه وکړه، تر څو له خپل بدن څخه اضافه ویښتان ایسته کړي او د الله تعالی حضور ته په پاک او صفا حالت کې ورشي.

او بله ورځ یي چې کله له کوره ویوست نو حارث اراده درلوده چې نوموړی د تصلیب په طریقه سره شهید کړ،صلب دې ته وایي چې د لرګي په تختو یوکس وتړل شي او بیا یي د نیزو په وهلو او د غشو په ویشتلو  بدن بدن ټوټې ټوټې او ووژل شي. خبیب ته یي د دار لرګي ودرول، خبیب  له اعدام نه مخکې د دوه رکعته نفلو د اداء کولو غوښتنه وکړه، مشرکینو اجازه ورکړه او دوه رکعته نفل یي اداء کړل چې له هغه وروسته دا د خبیب سنت تر اوسه د اعدام کیدونکو مؤمنانو تر منځ رواج پاته شوی.

خبیب وویل که تاسو دا ګومان نه کولای چې زه له دار څخه ویریږم نو لمونځ به مې ډیر اوږد کړی وای،وروسته چې دار ته وخیږول شو. خبیب سترګې آسمان ته کړې او ویي ویل: الهي موږ خو د پیغمبر پیغام په سمه طریقه تر هغو قبایلو ورساوو، ته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته  سبادا حال ورسوې چې په موږ باندې څه راغلل اوڅه  تیر شول.

بیا یي مشرکینو ته ښیرا وکړه: اللهم احصهم عددا، و اقتلهم بددا، و لا تغادر منهم احدا

وروسته یي ددارله تختې څخه مشرکینو ته مخ کړ او خپل تاریخي اشعار یي په فی البدیهه شکل یوپربل پسې داسې وویل:

فلست ابالی حین اقتل مسلما

علی ای جنب کان فی الله مصرعی

و ذلک فی ذات الاله و ان یشاء

یبارک علی اوصال شلو ممزع

و قد خیرونی الکفر و الموت دونه

و قد هملت عینای من غیر مجزع

فلست بمبدء للعدو تخشعا

و لا جزعا، انی الی الله مرجعی

هیڅ پروا نلري، کله چې د الله تعالی لپاره اود اسلام په حال کې وژل کیږم که په هرخوا/ هر ډول ووژل شم باک یي نلرم. او دا د الله تعالی د رضا لپاره، که هغه وغواړي نو دا ټوټې ټوټې غوښې او هډونه به برکت مند کړي.

او دوی زه د کفر او مرګ تر منځ اختیار مند کړم،خو مرګ قبلول آسان او راته خوښ دي نو ځکه مې دې پیشنهاد ته بي سببه په سترګو کې د خوښۍ اوښکې راځي. زه داسې څوک نه یم چې ددښمن په وړاندې عاجزي ، فریاد او کمزوري ښکاره کړم، ځکه  بې له شکه زما رجوع الله تعالی ته ده.

له دې وروسته لومړی عقبه بن حارث تړل شوی خبیب په نیزه وواهه او شاخوا ته یي ترې وایسته او ورپسې د بدر د مقتولو مشرکینو زامنو او خپلوانو چې شمیر یي تر څلویښتو ډیر وو د خبیب بدن په نیزو ځب ځب کړ، خو حضرت خبیب تر وروستۍ سلګۍ هر ګوزار یوازې په الحمد لله  بدرګه کاوو.

دا فاجعه په مکه کې ترسره شوه، خو همدا شیبه څلوره سوه کیلومتره لرې په مدینه منوره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د خپلو اصحابو په مجلس کې ناست و په څیره کې یي د غم آثار ولیدل شول، صحابه کرامو ته یي د شپږو ملګرو  سرګذشت  او په خاص ډول د حضرت خبیب داستان بیان کړ، دعایي ورته وکړه  او بیا یي وویل : خبیبه پر تادې سلام وي !

زموږ شپږو تنو اعدام شویو مجاهدو وروڼو د دین او قرآن نظام د اعادې په لاره کې خپلې ښایسته ځوانۍ دار ته ورکړې، دوی له امریکایي کفر او د هغوی له معاشخورو سره هیڅ ذاتي،قومي،یا د پولې او پټي نزاع نه درلوده، بلکې یوازینی جنجال یي ورسره د دین پر سر وو، شپږ یاران  د دین په لاره کې په هسکه غاړه د خبیب رضی الله عنه غوندې په موسکا د دار طناب ته وروړاندې شول. دوی واقعا د هغو شپږو صحابه کرامو تاریخ راژوندی کړ، راځئ موږ هم ورسره هماغه چلند وکړو چې ورسره رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی وو، دوی ته دعاء وکړو او هر یوه ته ووایه چې عاصمه ! پر تادې سلام وي. .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کریم

سعید صاحب السلام علیکم ! ستاسی ښکلی تمثیلی قیصی ډیر خوند راکړو ، دومره خوند یی راکړو لکه زه چه هم د هغوی سره په خوا کی ولاړی ووم او په هغوی دغه ظلم او وحشت می لیدلو او هماغلته می په چیغو چیغو ورته ژړل ، چه متوجه شوم دلته خپل کور کی ووم ، له هغه وروسته می ستاسی خبره دی عاصمانو شهیدانو ته می پام شو بیا می ژړا په دی کمه شوه ، چه دا زمونږ منل شوی او ډیره اوچته پیمانه ده . لکه دی ژوند کی چه کم خلک جنرالی ، وزارت او ریاست… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x