ادبي لیکني

شاعري او سیاست

یونس نتویر

سیاست د انسانانو تر منځ د شر اچولو په مانا نه دی. سیاست یوازې په یوې غټې چوکۍ کیناستل نه دي. دا خو
د انسانانو تر منځ د مستعامره ځواک خبره ده. هغه داسې چې یو ولسمشر د خلکو د رایو په زور ټاکل کیږي. یانې لومړی ولسمشر خلکو ته عذر یا یې غوښتنوته غوږ نیسي. او چې کله بریالی شي؛ نو بیا خلک ورته عذر کوي.

یانې د ا د استعمار اشتراکي رابطه ده. دا نو سیاست کول نه دي. موږ به هغه وخت لا ښه سیاست وپېژنو چې د یوه خاص فکر، وګړی د خپلو هم فکري کړیو له خوا غوره شي. دلته خو لا تر اوسه د فکر په بنیاد یو څوک نه ټاکل کیږي . بلکې یا خو به شهرت، تعصب، پیسې او یا داسې نور وسایل وي… خو یو سیاسي رهبر به هله پيدا کړو چې سیاسي مخلیفین ولرو. جنګ خو سیاسي نه شي کیدای. ځکه اکثره وخت جنګ فتنه سازوي. انسانیت پکې وژل کیږي. او د سیاست غوښتنه دا نه ده چې فتنه دې سازه کړي. ځکه سیاست د خیر ښېګڼه ده. د سیاست لپاره یو تعریف دا هم شوی دی: د ځينو ستونزو د اوارئ او د وګړو د چارو سمون لپاره ملاتړل سیاست دی. یا د خلکو ژغورل او د هغوی ستونزې سمول سیاست دی.

او بیا ابن قیمه جوزیه خو لا ټینګښت پرې کوي. او وایي چې هر څه چې زیات خیر او ښېګڼې ته نږدې وي او د مخلوق په چارو کې سمون را ولي سیاست دی. رسوا اکرم(ص) یو غښتلی سیاسي مشر هم و.(۱)

نو موږ هم په شاعرۍ کې په همدې سیاست خبره کوو. هسې خو ما مخکې په نورو مقالو کې د پیغام مسله په شاعرۍ کې رد کړې وه. خو په هغو ځایونو کې د هغو شیانو ضرورت و. او په شاعرۍ باندې ، نه خو مطلقه خبره کیدای شي او نه شاعري د یوه هنر تر سیوري راتلای شي. ځکه د شاعرۍ لمنه ډېره پراخه ده. او محدویت د شاعري په دایره، کې نشي راتلای. او په کره کتنه کې یو دلیل چېرې هم باقي پاتې کیدای نه شي. ځکه چې شاعري یوه خوا نه لري. شاعري بیلابیلې زاویې لري. که مو په نورو مقالو کې په شعریت، تناسب، تغزل، مضمون افریني، عرفاني شاعري، داخلي وحدت، مانیز تسلسل او … خبره کړې وه ، نو هورې د همدې شیانو په هنر خبره مهمه وه. نو هلته که چېرې ټینګار په پیغام شوای وای؛ نو بیا به د هغو شیانو د جوړښت هنر به، له لوستونکي نادرکه شوی و. دلته چې خبره د پیغام ده؛ نو دا په دې مانا نه ده چې موږ دې یوازې پیغام ته سترګې وتړو. ددې پیغام د ارایه کولو انداز که شاعرانه، نه وي ؛ نو شاعري به نه وي؛ ځکه د شاعرۍ لپاره بنیادي توکي هغه دي.

شاعري په هم هغو شیانو شاعري کیدای شي؛ چې پورته یې یادونه وشوه. او دلته چې د سیاست په پیغام خبره کوو، نو دا پیغام یې د شاعرۍ د اصولو له مخې کړی دی. نه خو وچه خبره ده او نه خو وچ پیغام؛ بلکې هنر یې دومره پکې کارولی دی چې دغه پیغام یې پر مونږ منلی دی. دغه پیغام شعار نه دی؛ بلکې شعر دی تاسې د

نقیب احمد عزیزي بیت وګورئ:
تل نو د لویانو عمل لوی نه وي
غرونه لکه دښته سینه نه لري
نقیب احمد عزیزی

په سیاست کې ددې خبرې ضرورت ډېر وي چې د نیمګړتیاو څخه لمن پورته کړي. دغه دوه وجهې لري. یوه وجه یې دا ده چې د خپل فکر برتري وښایي. او د خلکو توجو د خپلو هم فکریو کړیو لورته، را واړوي. دوهم دا وي چې خلک له دې ظلم څخه خلاص کړي چې په نوموړوي یانې( سیاسي مخالف) کې د ا جوهر نه وي چې د خلکو ستونزې دې حل کړي؛ نو خلکو ته ددې اعتبار ورکوي چې دا وړتیا په موږ کې شته. د عزیزي صیب پیغام هم ولس ته همدغه دی.غر د ځمکې په نسبت لوړ وي. خو لوی نه وي. ځکه چې همدغه غر په ځمکه ولاړ دی. یانې دغه غر چې لوړ شوی دی یا ولاړ درېدلی دی، نو د ځمکې په قوت ولاړ دی. همدا ځمکه ولس دی. که ولس نه وای، نو غره ته به همدا لویي چا ورکوله؟ عزیزي صیب خلکو ته وایي چې ټول ستاسو قوت دی. خو دا وار غلط نه شی.

ځکه چې دغه رهبر ستاسو په څېر په خپله وعده کې صادق نه دی. تاسو چې په کومې مینې، رهبر کړی دی. په ده کې دا وړتیا نشته. دا ستاسو لویي وه. کنه په ده کې خو دغه لویي نشته. عزیزي صیب په لویانو تنقید کوي. او وایي چې په لویانو کې نو تل لوی عملونه، نه وي. ځکه چې انسان دی او انسان تل په ښو باندې اختیار ، نه لري. کله کله یې عملو نه له لویي دومره عاجز شي چې د یوه واړه وګړي تر عمله هم ناقص وي.
او کله کله سیاسون د حالاتو په اړه ولس ته عاطفه ورکوي. او دغه عاطفه یو داسې دلیل وي چې په وکړو کې احساسات راولي. او خلک ډېر زر د حالاتو له ظلمه خبروي. او خلکو ته د يوه ښه نظام فکر ورکوي. تاسې د نقیب
احمد عزیزي دې بیت ته وګورئ:

افغانستان د صور شپېلی ته ضرورت نه لري
تر هغه وخته به په سین کې کبان ووژل شي

او سیاسون ولس ته د ځان د ازادۍ خبرې هم کوي. که دا ونه کړي ؛ نو خلک به یې پلیوني ونه کړي. او ازادي د انسان د فطرت عمل دی. که څوک ازادي تړي ؛ نو فطرت به یې وتړل شي. او څوک چې فطري ازادي نه لري. نو هغه حق نه شي ګټلی. او د ولس خوندیتوب په ازادۍ کې دی. نو د ولس لپاره ازادي مهمه ده. تاسې د استاد پسرلي صیب بیت وګورئ:

یوه شپه لکه شمه هسکه غاړه ژوند
ارزي خدایږو سل کاله عادي ورځې
استاد پسرلی

او کله کله رهبر خپل هم فکر پلوي ته وایي :
مینه په ټوکر ګوره توهین نه کړې
واخله لکه شمه دلمبو بیرغ
استاد پسرلی

ټوکر د مادي وجود د پټولو وسیله وي. خو د فکر او مینې وسیله نه شي کیدای. ځکه اصیل خلک د یو چا په مادي لباس پسې نه ځي. که هغه مادي لباس زر وي یا ښې جامې وي. یانې د چا چې مادیات ډېر وي. او په ټوله کې دا شیان په پیسو باندې را نیول کیږي. نو د یو چا سره د مادیاتو په اساس مینه کول د مینې توهین دی. همدغه ټوکر یو سیمبول دی. او بیا ور ته د هغې مینې اظهار کوي چې نه خو د پیسو یا د زرو په واسطه قایمه شوې ده. او نه هم د بل کوم مطلب په واسطه. د شمې او لمبې ترمنځ تاثر تل په مینه ولاړ وي. او شاعر وایي چې شمعه ځان سیزي، خو نوروته رڼا ورکوي.موږ چې د رسول اکرم (ص) د لرې پلیونې یو؛ نو تل یې د خیر ښیګڼې لارښونه راته کړې ده.

سیاست کیږي. سیاست امر وي. سیاست حفاظت وي، خیرښیګڼه وي. عدالت راوستل وي او… وي. سیاست شر نه وي. سیاست د شیطان پلوي نه وي. او دا اوس چې سیاست همداسې شوی دی؛ نو شاعرانو هم غندلی دی. پیروي یې ناقصه بللې ده. او د شاعرۍ سیاست یوازې خیر ښیګڼه وي. ولس راویښه ونه وي. ولس ته د حق غوښتنه وي. ولس د جهل له خوبه را بیدار وي.او ټولې چارې یې د ولس په خیر ښیګڼه وي. د رسول اکرم (ص) د لارې تقلید وي. نو د شاعرۍ سیاست سپېڅلی دیاسلامي وي . تاسې یې دا بیتونه وګورئ:
نورو پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد دلارې وګوره د شپون په مخ
استاد پسرلی

که مې د بل په پیروي کې مخ توري نه لیدای
زه به د سیوري غوندې تل په بل انسان پسې تلم
استاد پسرلی

استاد پسرلی ولس ته د یوه سیاسي نظام نه شتون هم ښه، نه ګڼي. مګر دغه سیاسي نظام به اسلامي وي. که په مسلمانانو کې د اسلام سیاسي نظام نه وي؛ نو پسرلی صیب ورته واي:
که سل پیړۍ هم وي چې نه یې کور وي نه یې اور
د لمر غوندې به څه کړم در په دره زنده ګي
استاد پسرلی

نو د شاعري سیاست په خیر ښیګڼه ولاړ دی. شاعري هیڅ وخت د خیر ښېګڼې له دایرې نه شي وتلې. همدا د شاعرۍ تقدس دی. چې استاد پسرلي هم را اخیستی دی او ددې ښیګڼې دعا یې له خدای( ج) څخه دومره زیاته کړې لکه دشمې خیر ښیګڼه. د شاعري همدا سیاست وي. د شاعري سیاست، خلکو ته د سمې لارې غوښوونکې وي:

په خپلو اوښکو وینوچې محفل ته بخښو نور
دشمې غوندې راکړې ربه غوره زنګي
استاد پسرلی.
پای

اخځلیکونه:

۱- د اسلام سیاسي نظام، ژباړونکی مولوي شریف رحماني، ننګرهار پوهنتون تدریسي کتاب،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x