نظــر

تاسو افغانان بیا کومه ازادی لمانځی؟ د برتانوي عسکر پيغور

یوه افغان ژورنالست چی له یویی رادیو سره خبریال وو کیسه کوله ویل : داسد اته ویشتمه وه دازادی او استقلال جشن ته تیاری نیول کیده ما هم خپله کیمره او ټول په کار کیدونکی توکی په خپل بیگ کی ځای پر ځای کړل سهار په خړه کی می ځان دجشن موقعیت ته ورساوو

دا ځل هم دپخوا په څیر ډیر سخت امنیتی تدابیر نیول شوی وو

دجشن میدان ته درسیدو لپاره به تر دریو امنیتی کړیو ورتیریدلو چی هغه په دی ترتیب وی:

لومړی امنیتی کمربند د ایساف ځواکونو وو چی ډیره سخته تلاشی یی اخیسته بیا ورورسته دافغان ملی اردو امنیتی پوستی وی چی هغو هم تلاشی اخیسته وروستی کمربند دپولیسو وو

زه چی کله لومړی کمربند یانی د ایساف ځواکونو تلاشی پوستی ته ورسیدم

دسړک پر بله غاړه یو ایساف سرتیری په لاس د دریدو اشاره وکړه زما په لور راغی کله چی یی زما بکس او کیمره ولیدله نو یی راته ویی ویل : خبریال یی ما ویل هو

ویل د څه لپاره دلته راغلی یی ؟

ماورته کړه:

نن زمونږ افغانانو داستقلال او ازادی ورځ ده او نن دافغانستان ټول وگړی دلته راځی او داستقلال ورځ لمانځی او زه غواړم چی دخپلی رادیو لپاره راپور تیار کړم

عسکر موسکی شو او راته یی وویل: کومه ازادی؟ ایا تاسو دانگریزانو نه دوطن دازادی ورځ لمانځی؟

ما دهو په دود سر ورته وخو ځاو

عسکر پر خپل شولډر لگیدلی دبرتانیا بیرغ ته اشاره وکړه:

دابیرغ پیژنی؟

: هو دادبرتانیا بیرغ او تاسو هم یو برتانوی یاست

عسکر پر اوږه ټپ راکړ او لږ په زوره یی وخندل: نو تاسو افغانان بیا کومه ازادی لمانځی ؟ دا دی اوس هم په زرگونو مسلح برتانوی سرتیری ستاسو په وطن کی میشت دی اوس هم تاسو کوم واک او اختیارنلری ستاسو امنیت مونږ درته نیسو …

اوس که زه وغواړم چی تا له وړاندی تلو څخه راوگرځوم کولای شم که کنه؟

ما بیا دهو ځواب ورکړ له شرمه می پر تندی خولی راروانی شوی کوښښ می کاوو ترڅو په کومه پلمه ځان تری خلاص کړم په تلو تلو کی می ورغبرگه کړه :

له تاسو انگریزانو نه مننه کوو چی تل مو زمونږ دامنیت لپاره قربانی ورکړی…

تر عسکر تیر شوم خو ضمير مي په وار وار ملامتولوم زړه می غوښتل بیرته وگرځم خو بیمی فکر وکړچی که ورنشم نو راډیو والا خو راپور غواړی

له درانه ذهنی بوج سره یو ځای د جشن درشل ته ورننوتم ملی سرود شروع وو او خلگ په احترام ورته ولاړ وو

وروسته دجشن مراسم پیل شول درسم گذشت مراسم، دهوایی او ځمکنی قواوو مختلف فوځی وسایط یو یو دخلگو په مخ کی تیریدل خلگو په چکچکو او تودو احساساتو بدرگه کول

خو زما په ذهن کی دانگریز عسکر پیغورونه جگ نښتی وو که هرڅه می هڅه وکړه چی دجشن له لمانځو خوند واخلم خو ونه توانیدم او دخلگو دا ناری سوری هم راته یو ډراماتیک او غولونکی مانوري بریښیدی او ما می په وار وار له ځانه پوښتل چی ایا رښتیا مونږ ازادی لرو او که هسی داشغال ترچتر لاندی داستقلال شعار بدرگه کوو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x