
مصر: تر دې مهاله د اخوان المسلمین د مشرانو ورکړې قربانۍ
د تیرې جمعې ورځ چې داخوان المسلمین گوند لخوا د عضب ورځ اعلان شوه او له خپلو پلویانو یې وغوښتل، چې د اضطراري حالاتو سره سره بیا هم په لاریونونو کې برخه واخلي. د اخوان المسلمین اکثرو پلویانو د دوی امر ته غاړه کېښوده . د مظاهره چیانو په منځ کې د اخوان المسلمین د مخکښو مشرانو پر ګډون سربېره د دوی اولادونه او د کورنیو غړي هم په لومړي کتار کې راتلل.
د اخوان ګوند د مشرانو هغه زامن او لوڼي چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې دپوځ له لوري په شهادت رسیدلې دي دا دي:
** د اخوان السملین د مرشد عام محمد بدیع زوی عمر بدیع د قاهرې په رمسیس څلور لارې کې د جمعې په ورځ وژل شوی دی، نوموړی ۳۸ کاله عمر درلود او د کمپیوټر انجینر و ؛ یوه کونډه او دوه یتیمان ترې پاته شول.
* * د یاد ګوند ددوهم شخص خیرت الشاطر زوم ډاکټر حسن هم شهید شوی دی.
* * د مطبوعاتو په برخه کې د ولسمشر محمد مرسي د سلاکار لور او د دوبۍ د ایکسپریس تلویزیوني شبکې خبریاله حبیبه عبدالعزیز .
* * د ولسمشر محمد مرسي ویاند ډاکټر یاسر علي هم ټپي شوی دی .
* * د اخوان المسلین د مخکښې څېرې بلتاجي لور هم د شهادت لوړ مقام ته رسېدلې.