افغانستان

اسحاق ګیلاني: حکومت په ننیو اعدامونو د رباني دوسیه نهايي کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د حزب نهضت همبستګي ملي افغانستان مشر سید اسحاق ګیلاني وايي چې حکومت په نني اعدام سره د برهان الدین رباني د ترور کیدو دوسیه نهايي کړه.

نوموړي د یوه خصوصي تلویزون سره د طالبانو د اعدام شویو جنګیالیو په اړه په خپله تبصره کې وویل چې ددې پر ځای چې د برهان الدین رباني د ترور لپاره اسانتیا برابرونکی محاکمه شي، لوړ منصبونه ورکول کیږي او پر ځای یې یو بل کس چې هیڅ شواهد او معلومات یې د افغانستان ولس ته نه دي ښودل شوي، نن اعدامیږي.

کله چې د هغه څخه وپوښتل شوه چې د برهان الدین رباني د ترور لپاره چا اسانتیا برابره کړه؟ نوموړي په ځواب کې وویل: «د ملي امنیت اوسنی سرپرست مشر معصوم ستانکزی او پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې استاد رباني ته یې تلیفون وکړ چې په ابوظبي کې خپل علاج پریږده، راشه یوه مهمه ناسته ده، په هغه کې ګډون وکړه بیابه ولاړ شي، خو کله چې هغه کابل ته راځي، د ملاقات زمینه یې د یو داسي کس سره برابریږي چې پر ځان یې بمونه تړلي او چاودنه کوي».

سید اسحاق ګیلاني وویل چې ډیر افسوس کوي، او په وینا یې، نن ورځ به د استاد رباني د ټولو خپلوانو او دوستانو زړونه درد کوي چې د استاد غوندې کس د ترور دوسیه په داسې مرموز ډول تړل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې که چیري نن یو څوک د استاد رباني د ترور په اړه پلټنه کول وغواړي، نو حکومت ته بهانه جوړه ده، وبه وايي چې یو کس د سرتیري برید پر مهال وژل شوی وه او بل کس یې اعدام شو.

خو د هغه په خبره، دا له حکومت پرته هیڅ چا ته جوته نه ده چې ایا د استاد رباني د ترور په تور اعدام شوی کس په رشتیا هم په دې پيښه کې لاس درلود او کنه.
ښاغلي ګیلاني وویل چې د اساسي قانون سره سم باید بندیانو ته د ځان څخه د دفاع حق ورکړل شوی وای، که حکومت په چا ثبوتونه لرل باید افغانانو ته یې وړاندې کړي وای او علني محکمه یې شوې وای.

نوموړي وویل چې کله د بګرام زندان د لومړي ځل لپاره جوړ شو، دوی د ولسي جرګې د نورو غړو په ګډون وردعوت شوي وو او هلته ورته هر څه تشریح کېدل چې په دې ځای کې به بندیان ساتل کیږي او دلته به له خپلو کورنیو سره ملاقاتونه کوي. ښاغلی ګیلاني زیاتوي چې کله هغه پوښتنه وکړه چې بندیان به د خپلو وکیلانو سره چیرته ګوري؟ امریکايي جنرال یوه بل جنرال ته په حیرانتیا وکتل او بیا یې وویل چې «دلته راوړل شوي مجرمین هیڅ حق نه لري چې له ځانه مدافع وکیل ولري».

د ښاغلي ګیلاني په باور، هر مجرم باید د قانون سره سم مدافع وکيل ولري، او د مدافع وکیل په نشتون کې به څرنګه ثابتیږي چې ایا حقیقي مجرم اعدام شو او کنه؟

نوموړي د مجرمینو او قاتلینو د اعدام ملاتړ وکړ، خو زیاته یې کړه چې باید لومړی په جرمونو کې د دغو کسانو لاس لرل ثابت شي. د هغه په وینا، په داسي مرموزو اعدامونو سره عدالت نه تامینیږي او نه هم امنیت راتلای شي.

«نن ورځ زما په شمول په کابل کې ډیری وګړي په ډار کې دي، چې دلته به چاودنه کیږي او یا به هلته چاودنه کیږي، په زندانونو کې تر ۵۰۰ زیات کسان په اعدام محکوم شوي دي، ایا حکومت دا ټول اعدامولای شي؟».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x