افغانستان

طالبانو په پلازمینه کابل کې د یوې پوستې اته تنه پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کابل ښار د کمپنۍ اړوند حیدرخان سیمه کې طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړي چې له امله یې د ذبیح الله مجاهد په وینا اته تنه پولیس وژل شوي او وسله یې غنیمت شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغه برید کې ددوی دوه تنه جنګیالي هم ټپيان شوي دي.

په پلازمینه کابل کې د طالبانو ددې برید په اړه امنیتي ځواکونه پټه خوله دي خو د حیدرخان سیمي اوسیدونکي وايي چې تېره شپه طالبانو د پولیسو پر پوسته برید وکړ.

دوی وايي چې د برید پر مهال یې د وړو او لویو وسلو ډزې واوریدې، نیم ساعته وروسته جګړه پای ته ورسېده.

طلوع تلویزون د پيښي په اړه په خپل راپور کې وویل چې د طالبانو په برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. دوی وايي چې پولیسو د پوستې د انځور اخیستلو اجازه نه ورکوله او نه یې هم د خپل تلفاتو په اړه معلومات ورکول.

د کمپنۍ د سیمي یو تن اوسیدونکي طلوع تلویزون ته وویل چې دوی خپله دې ji حیران دي چې څرنګه طالبان په پلازمینه کې په داسي یوه برید توانیږي.

یوه بل اوسیدونکي وویل< د شپې پر یوه بجې ډزي پیل شوې چې نیم ساعت یې دوام وکړ، وروسته خبر شو چې طالبانو دغه پوسته نېولې، د پوستې قومندان یې وژلی دی او یو شمېر نور پولیس یې ټپیان کړي دي.

طالبانو سهار وختي نن ټکی آسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د کابل په کمپنۍ سیمه کې یوه پوسته فتحه کړې او اته تنه پولیس یې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x