نظــر

د اسیرانو وژل که د جګړې په اور تيل شیندل؟

لیکوال: محمد نعیم

بالآخره ګډ حکومت څه موده مخکې خپله کړې ژمنه پوره کړه، داسې ښکاري چې دا به د ګډ حکومت لومړنۍ هغه ژمنه وي، چې په خپله تېره نېږدې دوه کلنه موده کې یې دې سمه پوره کړې وي.

حکومت په لسم استخباراتي مرکز له برید وروسته د اسیرانو اعدامولو ته ملا وتړله، ددوی په ګومان په دې توګه به د بې امنیو مخه ونیول شي، بریدونه به کم شي، هغوی چې بریدونه کوي دا ډول اعدامونه به ورته عبرت شي.

دا هم لیرې نه ده چې نوموړي اعدامونه دې غچ ډوله بڼه ولري، حکومت به په توګه د خپلو لسګونو استخباراتي سړیو غچ اخلي، همدا رنګه به خپلو استخباراتو ته ښيي چې ستاسو ننګه کوو، باید زړه وانچوئ، خپلو چارو ته زور ور کړئ، او هم به خلکو او نړۍ ته ښيي چې که څوک زمونږ د ملا په تیر ګوزار کوي، نو مونږ هم دومره ناتوانه نه یو چې لاس ټړلي اسیران یې تر تېغ ورته تېر نشو کړی.

خو بل لوري ته: هغوی چې په دې لاره کې مرګ خپله تر ټولو لوړه موخه ګڼي، او څوک یې ووژني، دا په حقیقت کې په ټاکلې موخه کې مرسته ده ور سره، نو هم انده او هملاري به یې څه ډول د خپلو ملګرو له اعدامونو پند واخلي؟!

پند نه بلکې نور به هم په خپل دریځ ټینګېږي، د غچ اخیستنې اور به یې په سینو کې بليږي؛ ځکه دوی د یوې ځانګړې ګروهې په بنسټ جنګېږي، اوس به د مخکنیو په پرتله ډېرو او لویو خونړیو پېښو ته ملا تړي؛ ځکه نو فکر په کار دی چې اعدامونه بې امني او جګړې کموي او که لا د جګړې په اور تېل شیندي! او په دې اړه هم فکر په کار دی چې نوموړي اعدامونه خو به په حقیقت کې د جګړې اوږدلو او سختولو په موخه نه تر سره کېږي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x