نظــر

له ملت سره جګړه کې ښکېل غني ته: وژنې د ملت غږ نه شي ټپولای

ميرویس درانی

نن سهار شپږ تنه بنديان له حکومت سره د مخالفت او طالبتوب په تور په کابل کې د تېر خونړي بريد د غچ په خاطر اعدام شول. په دغو شپږو تنو کې يو اعدام شوی زموږ د کلي دی. زه يې مور، پلار او ټوله کورنۍ پېژنم او درک کولای شم چې نن به يې په کور کې څه حال وي. په دې هم ډاډه يم چې پاتې پنځه تنه نور هم دغسې د افغانستان د مختلفو کليو ځوانان دي او نن به په هر کور کې يو غم پرېوتی وي او ټول به ژاړې…

دا حالت يوازې د افغانستان خلک او ولس درک کولای شي، غني يې نه شي درک کولای. هغه نه پوهېږي چې د شپږو تنو ځوانانو اعدام يعنې څه؟ ځکه خو وايي چې يو څو کاله وخت راکړئ، چې اعدامونه وکړم، جګړه تونده کړم او وطن به «ګل او ګلزار شي». خوار او مجبور غني په دې نه پوهېږي چې وطن په وژنو او اعدامونو نه ګلزار کېږي. که وطن په جګړه او وژنې ګلزار کېدای، لا به هم د کمونېستان رژيم نه و ختم. تر هغوی په وژنې او قتلونې کې هېڅوک تکړه نه وو. هغوی په يوه ورځ په لسګونو زره ووژل، خو په دې وژنو يې ملت ختم نه کړ، بلکې ځانونه يې ورک کړل.

خوار غني او د امريکايي پروژو پلی کوونکی غني چې د ملت پر ضد جګړه کې ښکېل دی، او د دې وطن د بچيانو په اعدام کې خوشالي ويني، بايد پوه شي چې دا جګړه به يوازې امريکا خوښه کړي. هو، هغه پر دې تر موږ ښه پوهېږي، ځکه خو توندولو ته مټې بډ وهلي.

د ډېر افسوس ځای دا دی، چې زموږ په شمول ډېر باتحصيله او بادرکه ځوانان د اشرف غني پر جديت او مديريت وغولېدل. خو ده کې هېڅه نه وو. ډېر ژر معلومه شوه چې دی د امريکايانو پر وړاندې ډېر عاجز او بېچاره دی بلکې يو ډېر مطيع بچی دی. د شمال ټلوالۍ د مخالفت جرات هم نه لري، يوازې د پښتنو پر وړاندې او د خپلو مظلومو خلکو پر وړاندې جدي دی، چې دا څلوارلس کاله د جګړې په اور کې سوځي.

نور دا حالت د زغملو وړ نه دی. تر اشرف غني خو همدا کليوال او ساده طالبان ښه دي او ډېر زغم او بزګواري لري. ځکه خو يې څو څو وارې د ملي اردو په سلګونو کسان آزاد کړل. دوی د کلي او اولس خلک دي او د ولس په نبض پوهېږي. دوی درک کړې ده چې د جګړې اصلي لامل امريکايان دي او ملي اردو د څو روپيو پر وړاندې جنګوي.

خو بيچاره غني د آزاد تصور جرات هم نه لري. هغه هر څه کوي چې د امريکا په ګټه وي او د امريکا پروژه بريالۍ کړي. ځکه پر جګړې ډېر ټينګار کوي تر څو خپل جان کيري له ځانه خوښ کړي.

موږ اشرف غني ته د ويلو هم ډېر څه نه لرو. مګر د افغانستان له روڼ اندو ځوانانو غوښتنه کوو چې نوره چوپتيا ګټه نه لري. راپورته شئ او غني، ټلوالې او د دواړو پلار، امريکا ته نه ووايئ. دې جګړې، وژنې او اعدام ته نور د بس ټکی کېږدي. دا کار يوازې د دې ملت ځوانان کولای شي، کنه د جګړې اور به بل وي او هره ورځ به همدا افغانان وژل کېږي. د غني اولاده خو هسې هم امريکا کې ده، او د وژنې د پروژې له ترسره کېدو وروسته به دی هم خپل اصلي وطن ته ګرځي. مه پرېږدئ چې د دې ملت برخليک داسې پردي پال وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اخترمحمد گیلانی

اوس به دناتو مفتی او ویاند سیاف دشر او فساد سمبول خوشحاله وی چه مسلمانان اعدام شول یوه ورز به راشی چه دا وطن پلورونگی دامریکا زامن به دملت ومحکمی ته را وستل شی زه ددی شهدانو کورنی ته تسلیت وایم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x